بېخوبي او د چاغښت سره د هغه تړاو

څېړنو  اوس داخبره جوته کړېده چې د خوب لږوالۍ په بدن کې د اشتها د تنظيمونکو هورمونونو په ډېرښت کې لوي لاس لري .

دهغه ګزارش پر اساس چې د علمي معلوماتو په مياشتنۍ تازه ګڼه کې خپور سوی دی راغلي دي چې دغو څېړنو ښودلي دي چې هغه کسان چې په دوو شپو کې صرف  څلور ساعته وېده کيږي  په هغوي کې د لپتين  Leptin  يا د بې اشتها يې هورمون کم سوي  خو په سلو  کې  د اته وېشتوبيا دGhrelin  په نامه  د اشتها هورمونونه  زيات سوي دي .

په ګزارش کې ويل کيږي  چې هغه  نارينه ځوانان چې لږ خوب لري زياتره  يې خواږه او نشايسته لرونکې خواړه  خوري، خو ددې رژيم د بدلون وجه په درستی سره نه وه  څرګنده سوې .

په پورتنی ګزارش کې راځي  چې څرنګه چې ماغزه په ګلوکوز باندي تغذيه کيږي خو د بېخوبۍ په حالت کې يوازي و كربوهيدراتو ته اړتيا لري .

دغه څېړنه لومړنۍ څېړنه ده چې داخبره يې را سپړلې ده او وايې چې : خوب دغه دوه مهم هورمونه تنظيموي،  هورموني بدلونونه د اشتها په اندازه  پوري اړه  لري او لږ خوبي او د کالورۍ ډېر والی يو د بل سره  مستقيمي اړيکي لري .

 ددې مطالعې ډېره مهمه ځانګړتيا   ددو هورمونو ياني لپتين يا دبې اشتها يې هورمون او Ghrelin يا د اشتها د هورمون  څېړنه او د هغوي د نسبت  څرګندوالی دی .

ګزارش وايې چې کم خوبه خلګ شيرني، چاکليټ، کيک او نور خواږه خواړه  تر مېوو، ترکاريو او لبنياتو زيات خوښوي او  په هغوي کې د وزن  زياتوالی ليدل کيږي .

سپېڅلی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب