بې ساري ساينسي موندنو د اسلام حقانيت روښانه کړ

انسان د خپل پېداېښت نه تر ننه پورې د تالندې سره يو ډول ځانگړې خپلوي پاللې ده، پر آسمان د ورېځو راخپرېدو وروسته د دوی په منځ کې برېښنايې وړانگي تل د انسان د لارې مشال گرځېدلې او په دې سره يې انسان ته د باران زېری ور کړی دی، او ځيني انسانان خو بيا الله تعالی د همدې برېښنا په مټ له دې نړۍ ترې تم کړي دي. د نړۍ په گوټ گوټ کې د داسې لسگونو ودانيو گنډوالې ليدل شوي چې د تندر په مټ تباه شوي دي.

لرغوني انسان  برېښنا پالونکی  “زيوس”  بللی و.

داسې ښکاري چې لرغوني انسانان هم د ژوند لپاره د برېښنا په ارزښت ښه خبر ول. د منځنۍ امريکا له لرغوني “مايا مدنيت”  (Maya Civilization)  نه نيولې د مصر، شام او هند تر “اغريقينو” پورې  په لسگونو لرغونو مدنيتونو فکر کاوه چې د برېښنا تر شا يو ځانگړی پالونکی دی چې د دوی په عقيده “زيوس”  نوميږي او د دې برېښنا پالنه کوي، او چې کله چاته خواشينی شي؛ نو پرې را غورځوي يې. او پخوانيو اسکندرنافيونو داسې انگېرله چې په  فضا کې يوځواکمن سړی دی چې ” ثُور”  نو ميږي د سر او ږېرې وېښتان يې سره دي هغه د همدې برېښنا خدای دی له ده سره  يو غشی دی چې له ورېځې ځمکې ته تندر رالېږي،  دغه راز له دوی پرته نورو قامونو هم د برېښنا په اړه دېته ورته گډوډ خيالات او بې بنسټه افکار خپل کړي ول.

[irp][irp][irp]

خو د برېښنا او تالندې په اړه په پرتليزه توگه کره او د باور وړ موندني له اوولسمي پېړۍ را په دې خوا را بر سېره شوي دي. د برېښنا راڅرگندېدو، يو له بل سره ټکر او دا چې د دې اصلي لامل څه دی؟ په دې اړه ساينسي پوهه ايله تېرو دوو پېړيو کې را وغوړېدله. دلته به موږ هڅه وکړو چې لوستونکو ته برېښنا ور وپېژنو. دا به وسپړو چې برېښنا څه شی دی او د دې ترشا څه لامل دی؟

تالنده څه ده؟

تالنده په فضا کې د هغو برېښنايې وړانگو يو پړک دی چې وخت نا وخته د ورېځو په منځ کې د وړانگو د تصادم له امله رامنځ ته کيږي. ورېځې د مثبتو او منفي برېښنايې وړانگو ډکي وي چې هوا يې پورته او ښکته شړي او په نتيجه کې د دواړه  ډوله وړانگو او يا ورېځو او ځمکې پرمخ د غوړېدلي هوا د پورتنيو او لاندينيو طبقو يوځای کېدو پر وخت برېښنايي پړک رامنځ  ته کيږي.

[irp][irp][irp]

اټکل کيږي چې زموږ په  سر باندې غوړېدلې هوا په  ثانيه کې تر يوميليون  زياتې  برېښنايې وړانگي تولېدوي  او له  ورېځي سره د تصادم  پروخت چې کومه هوا دې وړانگو ته  نږدې وي د هغې تودوخه  تر پنځوس (۵۰ )  زره  هم رسيږي  چې د لمر تر تودوخې  پنځه  برابره  زياته  اټکل  شوې  ده.

په  (۱۷۰۰ ز) کال کې پوهانو دې ته  مخه کړه چې د برېښنا او تالندې په تړاو نور معلومات هم را برسېره کړي .  په دې ډگر کې امريکايي ساينسپوه  “بنگامين فرانکلين”  تر نورو هغو وړاندې و، هغه د برېښنا په اړه  نوي معلومات تر لاسه کړل ، نوموړي په (۱۷۵۲ ز)  کال کې د تيز برېښنا يې پړک پروخت  هوا ته  د کاغذ څخه جوړه  يوه الوتکه  والوزوله، پر دې الوتکه له يوه سر نه  تر بله  لوند تار تېر شوی و چې په  يوه سر کې يې د معدنو کلې وه. تر تالندې وروسته چې کله  ده  کلې ته گوته ور نږدې کړه؛ نو له تار نه  برېښنا يې پړک را ووت، فرانکلين  په دې موندنې سره داسې و پتېيله  چې رڼا د ورېځو د برېښنايې وړانگو په نتيجه کې رامنځ ته کيږي او برېښنايې تندر دا يو ډول رڼا ده.

او په (۱۷۵۳ ز)  کال کې فرانکلين اعلان وکړ چې د برېښنا د مخنېوي د پاره يې تمبه اختراع کړه. خو دا يوازې دومره معلومات و چې تالنده يوه برېښانيې وړانگه ده.

[irp][irp]

کلونه وروسته په (۲۰۰۰ ز) پېړۍ کې پوهان په دې هم و توانېدل چې داسې کامره اختراع کړي چې په يوه ثانيه کې آن يو زر انځورونه  هم  ځان سره خوندې کولی شي. دوی د برېښنا د بنسټيز لامل معلومولو لپاره  فضا ته گڼ شمېر سپوږمکۍ و توغولې او په هغو کې يې د کاروړ ټول ماشينونه و لېږدول.

تر اوږدې مودې څېړنو او شننو وروسته  پوهانو نوي معلومات راوسپړل. دوی دا معلومه کړه چې برېښنا يو دم منځ  ته  نه راځي بلکې دا يوه برېښنا يې لړۍ ده چې ځمکې ته راځي او بېرته ځي. په هوا کې وريځي له منفي برېښنا ډکي دي او پرځمکه غوړېدلې برېښنا مثبته ده کله چې وريځ د هوا په مټ د ځمکې لور ته راځي، په دې سره د دواړو ترمنځ تصادم رامنځ ته کيږي ، د دواړو له منځ نه رڼا پورته کيږي او پورتنۍ وړانگي بېرته ستنيږي؛ نو هره منفي وړانگه چې ځمکې ته راځي دلته له مثبتي سره ټکر خوري چې د دې ټکر له امله په ټوله فضا کې يو غږ خپور شي او په نتيجه کې برېښنايې پړک ترې راوځي.

اسلام د برېښنا په اړه څه وايي؟

پخوانېو خلکو داسې انگېرله  چې د هر موجود تر شا خپل  پالونکی دی او د هغه پالنه کوي ؛ خو اسلام دا ټول عقائد يوازې جوړې  شوي کېسي او خيالات و بلل او دا يې ثابته کړه چې د ټولو کائناتو ترشا يو ذات دی چې هغه د هرشي پالونکی او ساتونکی دی.

دلته  موږ  د برېښنا په اړه څېړنې کوو او دا په ډاگه کوو چې اسلام  د برېښنا په اړه څه ويلي دي . امام مسلم رحمه الله په خپل کتاب  “صحيح مسلم”  کې يو حديث رانقل کړی دی، وايي: ابوهريره رضی الله عنه وويل: يوځل پيغمبر صلی الله عليه وسلم له صحابه وو سره ناست و او د قيامت په ورځ پر پلي صراط تېرېدونکو خلکو په  اړه  يې  وېنا کوله، ويې فرمايل چې د قيامت په ورځ به هر سړی له خپل عمل سره سم  پر پلي صراط تېريږي، د چا چې نيک عملونه څومره ډېر وي هغومره به  تېز درومي، ځيني به  د هوا په څېر ځي ، ځيني به  د آس په څېر او ځيني به هيڅ حرکت نشې کولی او په لاره کې به ولويږي او په تاسو کې تر ټولو غوره سړی  به  د برېښنا د پړک په څېر تېرېږي، ما ورته وويل:

بأبي أنت وأمي أي شيء كمر البرق ؟ قال : ” ألم تروا إلى البرق كيف يمر ويرجع في طرفة عين ؟ ( مسلم كتاب الايمان, باب ادني اهل الجنة منزلة, حديث: ۳۱۴)

” زما مور او پلار له تا قربان!  د برېښنا حرکت څنگه وي؟ هغه راته وويل: تاسو نه وينئ چې برېښنا څه ډول د سترگو په رپ کې راځي او بېرته ځي.

پيغمبر صلی الله عليه وسلم څوار لس پېړۍ د مخه ويلي و چې برېښنا د سترگو په رپ کې ځمکې ته راځي او بېرته ځي او دا هغه څه دي چې ننني ساينسپوهان يې اوس راسپړي، په دې اړه د امريکا د فضايې ادارې “ناسا” يو ساينسپوه ” Steve Goodman“وايي:

 A lightning strike can heat the air in a fraction of a second. When air is heated that quickly, it expands violently and then contracts, like an explosion that happens in the blink of an eye. (www.nasa.gov)

[irp][irp]

برېښنايې وړانگه يا تالنده په فضا کې د ثانيې په يوه کوچنۍ برخه کې رامنځ ته کيږي، داسې وي لکه  د سترگو په رپ کې چې يوه چاودنه وشي.

په يوبل حديث کې سعيد بن جبير له ابن عباس رضى الله عنه نه روايت کوي چې: پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته  د يهودو  يوه  ډله راغله، ورته ويې ويل: اې ابوالقاسمه!  موږ ستانه  د پنځو شيانو پوښتنه کوو، که دې سهي ځوابونه راکړل؛ نو ته رېښتونى پيغمبر يې او موږ درباندې ايمان راوړو، پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته ويل: پوښتني مو وړاندې کړئ، هغوى خپلې پوښتنې پيل کړې چې يوه  يې هم  د تالندې په اړه وه، پيغمبر صلی الله عليه وسلم په دې اړه ورته وويل:

 “مَلَكٌ من ملائكة الله عز وجل، موكل بالسحاب بيده -أو في يده- مخراق من نار يزجر به السحاب، يسوقه حيث أمر الله” قالوا: فما هذا الصوت الذي يسمع ؟ قال: “صوته …” الحديث

 دا يوه پرښته ده چې الله تعالی پر ورېځو ټاکلې ده، په لاس کې يې د اور قمچينه ده او چې څه ډول ورته الله تعالی امر کوي هغسې ورېځې پرې شړي” دوی وويل: نو دا غږ د څه شي دی؟ هغه ورته وويل: دا د هغې غږ دی.

که څه هم چې دا حديث ډېری  محدثينو  ضعيف بللی دی؛ خو ځيني مفسرين بيا وايي چې دا هغه رعد پرښته ده چې الله تعالی يې يادونه کړې ده.

الله تعالی فرمايي:{هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ * وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَنْ يَشَاءُ}(الرعد: 12،13) دی (الله) همغه ذات دی چې برېښنا درښيي د وېرې او هېلې د پاره او درنې ورېځې راپورته کوي او تالنده (ياملايک دی) له ستاينې سره د هغه پاکي بيانوي او نور ملايکان له وېرې پاکي وايي او تندرونه رالېږي چاته يې چې خوښه شي پرې غورځوي يې.

مفسرين د دې ايت په تفسير کې وايي “رعد” هغه پرښته ده چې الله تعالی ورته د ورېځو شړلو دنده ورکړې ده، له دې سره قمچينه ده او ورېځې پرې شړي او له ستاينې سره د الله تعالی پاکي بيانوي.

په دې سره څرگنده شوه چې په کائناتو کې دا بې سر او پايه موجودات ټول د الله تعالی په ولکه کې دي، او د هر کار لپاره يې خپلې پرېښتې  ټاکلي  دي؛ نو چې څه تر سره کيږي دا هر څه د الله تعالی په امر کيږي. او انسان چې د خپلو وسائلو په مټ کوم معلومات ترلاسه کوي دا يوازې هغه څه دي چې دی يې په ښکاره په سترگو ويني او يوه طبعي غوښتنه وي، او دا چې دا هوا څوک ښکه او پورته شړي، ورېځي څوکه شړي او منفي او مثبتي وړانگې څوک سره يوځای کوي؟، دا هغه څه دي چې له انساني عقله پورته دي،  د دې علم يوازې الله سره دی او الله او رسول چې په دې اړه څه ويلي دي هغو د دوی اصلي خالق او  د دې کار تر شا چې څوک دي هغه راته ښيي او انسان يې يوازې ظاهري لاملونه معلومولی شي.

دارنگه ابن تيميه رحمه الله په خپل کتاب مجموع الفتاوی ( ۲۴ ټوک په ۲۶۳/۲۶۴) مخ کې د پورتني  حديث او نويو څېړنو ترمنځ  تطبيق کوي، نوموړی وايي: پيغمبرصلی الله عليه وسلم وويل: دا يوه پرېښته ده او د اور قمچنه يې په لاس کې ده وريځې پرې شړي، دا خبره له اوسني معلوماتو سره هيڅ ټکر نه لري؛ ځکه رعد مصدر د رٍَعَدَ يَرْعَدُ رعدًا دى، همدارنگه راعد (برېښناجوړونکی) ته هم رعد وايي  لکه  عادل  ته  چې عدل وايي. اصلا دغه ټول غږونه، تالنده او برېښنا د حرکت  له  امله منځ ته راځي او د ځمکې پرمخ ، په اسمانونو او د دوى دواړو په منځ کې الله تعالى د هر کار لپاره پرېښتې ټاکلي دي، رعد ملايک دی ، هغه ورېځې شړي او د الله تعالى تسبيح وايي “يسبح الرعد بحمد” لکه څرنگه چې د انسان غږ د دوو جسمونو سره لگېدلو پروخت راوځي، د شونډو يوځای کېدلو، د غاښووونو سره لگېدلو او د ژبې له حلق او ستونې سره لگېدلو پروخت د تسبيح غږ راځي، د الله تعالى تسبيح وايي امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، دغه راز رعد هم د پرښتې غږ دى چې وريځې سره شړي او د الله تسبيح وايي. او داچې ځيني وايي تالنده د اوبو بڅرکي دي او يا د اور بڅرکي دي، دا له دې سره ټکر نه لري ځکه چې انساني پوه يوازې هغه څه معلومولی شي چې  دوی يې ويني، او د دې ترشا چې څه کيږي او څوک يې کوي د دې معلومول د انسان له عقل نه لوړه خبره ده.

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب