بې ضرورته فقر او سوال کول

ځيني خلگ داسي شته چي هغوی له خلگو سوال کول د ځان لپاره کاروبارگرزولی دی اوله دې لاري دځان لپاره روزي پيداکوي،په داسي حال کي چي روغ رمټ وي،مزدوري کولای شي،گټه کولای شي،خوبياهم مزدوري اوکاروبارنه کوي اوپه ډېري چالاکۍ سره له خلگوسوال کوي.

مکراوفريب کوي،کله وژاړي،کله بله داسي بهانه خلگوته کوي چي مريض مي په هسپتال کي پروت دی،داپرېشن لپاره يې روپۍ نه لرم!

خوپه داسي حال کي چي دوی درواغ وايي اوحقيقت هغسي نه وي لکه څنگه چي يې دی خلگوته وايي.

نوداسي سوال کبيره(لويه)گناه ده اوپرته له مجبورۍ له خلگوسوال دسختوعذابونولامل گرزي.

له حضرت عبدالله بن عمررضي الله عنهماڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:چي يوسړی له خلګوڅخه برابرسوال کوي تردې چي دقيامت په ورځ به په داسي حال کي راشي چي دده پرمخ به دغوښي ذره ټوټه هم نه وي(بخاري،مسلم\مشکاة المصابيح ۱۲۰)

your ads

دا به دده نښه وي چې:

خلګ يې له لري وويني،پېژني به يې، چي داسوالګردی،په دُنياکي يې خپل آبرواوعزت دسوال کولوله امله ختم کړي وو،نوپه آخرت کي به هم دټولوپه وړاندي بې عزته اورسواوي.

ټول خلگ به يې پېژني چي دادی هغه کس چي بې ضرورته يې فقرکاوواودايې دځان لپاره کاروبارگرزولی وو.

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:څوک چي له خلګوڅخه دمال دډېرولولپاره سوال کوي،هغه(داور)دسکروټوسوال کوي(يعني داجمع کړی مال به ددوزخ داورسکروټي شي،چي دی به سوځوي)نواوس ئې خوښه ده که لږغواړي که ډېر(مشکوة المصابيح ص162. له مسلم څخه)

کاروباري سوالګرچي دفقيرانودشکل په جوړولوسره سوال کوي اودنوي طريقې سوالګر(چي دهغوی دسوال کولوډېري طريقې دي)ټول ددې حديث په وعيداوعذاب کي داخل دي.

ددغوکاروباريانويوبل ضررداهم دی چي خلگ يې په ټولوسوالگروشکمن کړي دي.

که څوک په رښتيامجبوره وي،نوهم ډېرخلگ خيرات ورکولوته زړه نه ښه کوي اودشک په سترگه ورته گوري.

نوداهم ددغوکاروباري سوالگروله لوري داصلي غريبانوسره يوه لويه جفااوسترظلم دی.

خومادخيراوخيرات خلگوته پکارده چي له دې امله دي خيراتونه نه پرېږدي،دوی ته به انشاءالله تعالی الله پاک ددوی دنيت موافق ثوابونه ورکوي.

دسوال يوتاوان داهم دی چي انسان دټول عمرلپاره سُست اوناراست آموخته کوي.

که يواري څوک په دې مفته گوله اخته شو،بياکاروبارنشي کولای،پرځان تکليف نشي تېرولای.

ټول عمر بيا له سوال پرته بل کارنشي کولای.

نوبايدله دغه کارڅخه ځان وساتل شي اونورڅوک هم که په دغه رنځ اخته وي،سريې ورخلاص کړل شي چي دالله بنده!داکارپرېږده!په دې سره دي آخرت خرابېږي.

که يوڅوک په رښتياغريب وي،کاروبارهم نشي کولای،معذوروي،له سختي مجبورۍله خلگودخيراوخيرات غوښتنه کوي،نودغه کس مجبوردی،په دې وعيدکي انشاءالله داخل نه دی.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب