تخم څه ډول انتقال کوي نبات کې

تخم څه ډول انتقال کوي

بوټي په يوه ثابت ځای کې ولاړ وي خو تخمونه يې لارې وهي. د زرګونو کلونو په ترڅ کې بوټو ګڼې لارې خپلې کړي دي چې د تخم په بڼه له يو ځايه بل ځای ته انتقال وکړي. د دې لارو له منځه د طبيعي قواؤ لکه د اوبو او باد کارول هم شامل دي. دوی ته له ژوو او مارغانو سره د انتقال لارې هم معلومې دي.

د ځمکې د بوټو تخم د جسامت او بڼې له پلوه توپير لري. تخمونه له دوه برخو جوړ دي:

  • يوه کوچنۍ بيده حجره چې د ویش په پايله کې يې نوی بوټی راپورته کيږي او
  • لږ خوراکي مواد چې نوی راپورته شوی بوټی يې د نمو په پيل کې راڅکوي

د پټو تخمونو لرونکو بوټو تخم يو پوښ هم لري، چې يو ساتونکی پوښ دی.

په ځينو بوټو کې د دې دوه اړينو برخو ترڅنګ يو ډول کوچني اغزي هم ورزيات شوي دي چې تخم ته د نښتلو وړتيا ورکوي او يا يې په بهرنۍ برخه کې د ميوې يو پوښ لري چې ژووي د ځان پر لور راکاږي او بيا د دې ژوو په مرسته بل ځان ته انتقاليږي.

د ژوو له وسيلې کار اخيستل

ځينې ګل لرونکي بوټي خپل تخمونه په ميوو او يا دانو کې کڅوړه کوي. ګڼې دا ډول دانې بيا په خاښونو کې پاتې کيږي او په ژمي کې د مارغانو خوراک ګرځي. دا کوچني تخمونه د دانې په شيره کې پټ وي. مارغان دا دانۍ تیروي او د دوی له هضمي لارې څخه تيريږي. مارغان چې الوتنه کوي تخمونه هم انتقال کوی! مارغان زياتره کوچني تخمونه په دې ډول انتقالوي.

ځينې بوټي غټې، خوږې او خوسا کيدونکې ميوې توليدوي. دا ميوې خوږ وږم لري او يو لړ ونې ته ختونکي ژووي لکه راکون Raccoon او څريدونکي ژووي د ځان پر لور راکاږي. د ميوو له وړلو سره يو ځای دا ژووي تخمونه هم له ځانه سره انتقالوي. د دې ميوو وحشي ډول خورا کوچني دي خو هغه ميوې چې انسانان يې پخپلو ميوه باغونو کې کري په پرتليز ډول لویې دي.

نور بوټي بيا مندکې توليدوي: دا هغه تخمونه دي چې کلک پوستکي لري. دغه تخمونه له غورځيدو وروسته رغړي چې بيا د نولي په څير کوچني ژووي يې راټولوي.

خو يوه بله لار هم شته، هغه دا چې بوټي له هغه ژوو څخه کار اخلي چې په دوی څري.

له ژوو پورې نښتل

ګڼ واړه بوټي داسې تخم توليدوي چې سريښناکه وي او يا پر خپله سطحه واړه چنګکونه لري. دغه چنګکونه بيا د ژوو د پوستکي پر پت او يا د ورڅيرمه تيريدونکو انسانانو پورې ځان نښلوي او يو لرې ځای ته انتقاليږي چې په يوه نوي ځای کې راشين شي.

د ژووي او بوټي ترمنځ اړيکي په ښه ډول څرګندوي چې د ژوو او بوټو ګډ چاپيريال يا ايکو سيسټم څه ډول کار کوي. يو ګډ وصفي چاپيريال د انفرادي ژوو يوه داسې ټولګه نه ده چې هر بوټی او ژووي يوازې خپلې دندې ترسره کړي. ژوندي موجودات د يوې ټولنې په بڼه سره ګډ ژوند کوي او په دې ټولنه کې د ژوو بيلابيل ډولونه او خيلونه خپل منځ کې دوه اړخيزه ګټو د ادلون بدلون راکړه ورکړه کوي. هغه انرژي چې بوټي ترلاسه کوي يوه برخه يې د ميوې د پخولو لپاره ځانګړې کوي. ژووي ميوه خوري او تخمونه يې هر ځای تيتوي. په دې کې دواړو بوټو او ژوو ته ګټه رسول کيږي.

د باد له وسيلې څخه کار اخيستل

ځينې بوټي خپل تخمونه په داسې وسايلو عياروي چې له باد سره والوځي. د ژیړګلي تخم چې په هوا کې حرکت کوي د دې ډول تخمونو ښه بيلګه جوړوي. د دې بوټو تخم په يوه نري ډنډر پورې نښتلی دی او بره خوا يې يو پت لرونکی پراشوټ وزمه بڼه لري.

په دې انځور کې تاسې د کوچني پراشوټ وزمه څوکې پت لرونکی غونډاری وينئ. تخم د همدې غونډاري په منځ کې دی او د ډنډر په سر کې قرار نیسي.

په څنګ کې يې تيريدونکی لاروی چې له دې پت لرونکي غونډاري سره ولګيږي او يا د باد يو غښتلی پوکی پر راشي، دا تخم له ځایه بيلوي چې بل ځای ته والوځي او ځان ته يو ځای پیدا کړي چې بيا په کې راشين شي.

د ښپیانګې او سفیدار تخم هم د پت لرونکي غونډاري په منځ کې انتقال کوي. د باد په ورځ په هوا کې معلق تخمونه څو ميله لري وړل کيږي.

نور تخمونه بيا د بادي څرخونو په څير آلې لري چې باد يې د چلولو لامل ګرځي. د افرا ونې تخم دا ډول بڼه لري. که څه هم دا ډول بڼه تخم له اصلي ونې دومره لرې نه وړي، خو تخمونه له يو چورليدونکي حرکت سره ځمکې ته غورځوي. کله چې په پاتې شويو فاضله پاڼو راولويږي دغه چورلیدل له دوی سره کمک کوي چې ژور ننوزي او ځان ځمکې ته ورسوي.

د اوبو له وسیلې څخه کار اخيستل

ځينې بوټي د خپلو تخمونو د خپرولو لپاره له روانو اوبو څخه کار اخلي. د ناريل ونه ارتجاعي ځانګړنه لري او باد ته زياته خميږي. د طوفان پر مهال د ناريل ونه ساحلونو او سمندر کې ښکته کيږي. دغه تخمونه بيا له يوه ټاپو بل ته او بالاخره ساحل ته وړل کیږي چې هلته بيا تخم نيش وهي او په يوې نوې ونه بدليږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب