تر سوزیدو وروسته باید څه وکړو؟

کله مو چې لاس له ګرم شي سره ولګیږي، وسوزي نو مستقیما داسې یو څه پسې ګرځئ چې د سوزیدو علاج وکړئ او تکلیف یې کم کړئ.

ډیر خلک بیا د ځينو ناسمو شیانو په استعمالولو سره خپل تکلیف دوه چنده کوي او وړه ستونزه جدي کوي. د همدې لپاره باید خلک له یو شمېر احتیاطي تدابیرو څخه کار واخلي او ځينو کارونو څخه لکه تڼاکي ماتول او نورو څخه ځان وژغوري.

لاندې ځېنې کارونو مو لومړنۍ مرستې کوي، کور کې دننه يې تیارولای شئ څو تر یوه بریده خپل تکلیف ارام کړئ او تر ډاکتره ځان ورسوئ.

تر سوزیدو وروسته هېڅکله یخ مه استعمالوئ

یخ د پوستکي لاندې د وینې د روانېدو مخه نیسي چې له کبله یې اغېزمن شوي ځای ته نور تاوان هم رسیږي. د دې پر ځای داسې وکړئ چې سوزېدلی ځای د اوبو یخې بمبې ته کېږدئ او که امکان یې درلودلو، سوزېدلی ځای تر لسو دقیقو پورې په اوبو ومینځئ.

د غاښونو یخ کریم

د غاښونو کریم هم سوځيدلي ځای د درد په ارامولو کې کار ورکوي. د دې لپاره لومړی داسې وکړئ چې سوځېدلی ځای یخو اوبو لاندې تر یوه وخته پورې کېږدئ، بیا يې په ارامه وچ کړئ او غاښونو کریم پرې ولګوئ.

د چایو کڅوړې

د چای په کڅوړوکې Tea bags ټیننک نومې تېزاب وي، چې د سوزېدلي زخم څخه حرارت کشوي او تکلیف یې کموي. که مو کوم ځای وسوځي، نو دوه یا درې یخ خو خېشته د چایو کڅوړې په سوزيدلي ځای کېږدئ او د دې لپاره یې وتړئ چې له ځای اخوا دېخوا ونه ښوري.

سرکه

په سپینه سرکه کې ایسټيک اسیډ موجود وي چې تر سوزیدو وروسته د تکلیف، خارښت او پړسوب په کمولو کې مهم رول لوبوي. همدا راز سرکه جراثیم وژونکې ده، د سوزيدلي زخم ګرموالی هم کموي او هم د سوزيدلي ځای تکلیف کموي، سرکه په کوم پاک کاغذ باندې واچوئ او ورو ورو يې په سوزېدلي ځای ووهئ.

شات( عسل)

په شات یا عسلو کې په طبیعي ډول انټي بایوټک (د جراثیمو ضد) وي او جراثیم له منځه وړي، شات چې لومړۍ په زخمي ځای ولګوئ نو جراثیم له منځه ځي همدا راز شات سوزېدلی ځای یخوي او د زخمي ځای په ډکولو کې هم مرسته کوي.

شېدې

په شودو کې موجود پروټین هم د سوزیدو تکلیف کموي او د اغېزمن شوي ځای د ژر ښه کېدو کار تېزوي. که مو لاس وسوزي نو ژر یې په شودو کې تر ۱۵ دقیقو پورې کېږدئ، پایلې به یې مثبتې وي.

ويټامن سي

ويټامن سي د سوزيدلي ځای زخم ژر ډکوي، د ويټامن سي استعمال د نوي پوستکي لپاره ضروري دی. د سوزيدلي ځای زخم ډکولو لپاره باید هغه خواړه ډير وخوړل شي چې ويټامن سي لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب