تر ټولو غوره او ګټور سبزیجات

میوه او سبزیجات د انسان د بدن ډیر مهم روغتیايي مواد پوره کوي او انسان له یو شمیر مهلکو او خطرناکو ناروغیو څخه ژغوري.

نن مو له یو شمیر هغو سبیزیجاتو سره اشنا کوو چې په کې شته ویټامینونه او منرالونه کولی شي تاسې له مختلفو ناروغیو او روغتیايي نیمګړتیاوو څخه وژغوري.

زعتر (Arugula):

یو ډول بوټی دی چې پاڼې يي تازه له خوړو سره خوړل کیږي. هره پاڼه يي یو کالوري لري. په کې شته ویټامینونه او منرالونه له پروتین (Protein)، فایبر (Fiber)، کلسیم (Calcium)، اوسپنه (Iron)، مګنیزیم (Magnesium)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین (Vitamin A)، سي (C)، کې (K) او بي ۶ (B6) څخه عبارت دي.

تاسې کولی شي د دغې سابه تازه شنې پاڼې په سلاد کې په تازه ډول استعمال کړئ او له بې شمیره روغتیايي ګټو يي برخمن شئ.

تور بانجان:

یو تور بانجان ۱۱۰ کالوري لري. د مګنیزیم (Magnesium)، فایبر (Fiber)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین سي (Vitamin C)، کې (K)، او بي ۶ (B6) له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي.

ګلپي:

د ګلپي د ګل یوه کوچنۍ برخه ۳ کالوري لري. زیاته اندازه پورټین (Protein)، مګنیزیم (Magnesium)، فایبر (Fiber)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین سي (Vitamin C)، کې (K) او بي ۶ (B6) لري. په تازه ډول له سلاد سره هم خوړل کیدی شي.

پوڅکۍ:

یوه پوڅکۍ دوه کالوري لري. د فایبر (Fiber)، پروټین (Protein)، اوسپنه (Iron)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین ډي (Vitamin D)، او بي ۶ (B6) له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي. له مختلفو خوړو سره یو ځای استعمال کیدی شي.

ژیړ مرچ:

یو ژیړ مرچ ۴۰ کالوري لري. زیاته اندازه فایبر (Fiber)، مګنیزیم (Magnesium)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین اې (Vitamin A)، سي (C) او بې ۶ (B6) لري. دغه خواړه هم په مختلفو طریقو سره خوړل کیدی شي خو تر ټولو غوره طریقه يي تازه خوړل دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب