تصور الشيخ څه ته وايي؟او په اسلام څه حکم لري!

تصور الشیخ څه ته وايي؟

تصور د شيخ دېته وايي چې يو ښه کامل پير خپل مُريد ته څه وظیفه ورکړي او ورته ووايي چې له دې وظیفې سره زما تصور هم هر وخت کوه! بیا چې دا مُريد کله د خپل شيخ تصور ډېر زیات وکړي، نو د شيخ څهره یې په ذهن کې منقشه شي، بيا چې کله کومې ګناه ته نږدې کېږي نو د شيخ هغه صورت مخې ته په خيال کې ورته راشي چې تا خو زما سره بیعت کړی وو چې ګناه به نه کوم، نو له دې سره هغه مُريد له هغې ګناه څخه منع شي.

صوفيانو تصور الشيخ د باطن د اصلاح لپاره يوه ښه طریقه بللې ده؛

او مفسرين حضرات فرمايي چې له دغه ایات شريف (لَوْلَا أَنْ رَأَی بُرْهَانَ رَبِّهِ) څخه تصور د شيخ ثابتېږي، ځکه کله چې زليخا د يوسف علیه السلام څخه د ګناه مطالبه وکړه، نو په دې وخت کې حضرت یوسف عليه السلام ته د دۀ پلار حضرت یعقوب عليه السلام په خیال کې راغی او ګوته یې په غاښونو ورته وچيچله، معنا دا چې پام کوه ګوره ځان وساته!

لهذا یوسف علیه السلام چې پېغمبر هم وو، الله تعالی هم ورسره وو، خو بیا هم یعقوب علیه السلام ورته په تصور کې راغی، مو له دې آیات څخه علماء کرام استدلال کوي چې تصور د شیخ په اسلام کې ثابت دی.

علامه عبدالوهاب الشعراني رحمه الله په خپل کتاب (الانوار القدسية، صـ ۳۷) کې ليکي چې تصور د شيخ د باطن د پاکوالي لپاره د صوفیانو يو عادت او طریقه ده، نو څوک چې وظیفه اخلي باید تصور د شيخ وکړي.

علامه عبدالحی اللکنوي رحمه الله په (کشف الستر) کې ليکلي دي چې تصور د شيخ ثابت دی او د يوه حديث څخه یې استدلال پېش کړی دی، د هغه حديث څخه یې تصور د شیخ ثابت کړی دی.

علامه شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله په (القول الجميل) کې ليکلي دي چې تصور د شیخ د نقشبندية او چشتية طريقو په ادابو کې دی، نو مُريد باید تصور د شيخ وکړي.

علامه خالد نقشبندي رحمه الله په (البهجة السنية فی اداب الطريقة العالية الخالدية النقشبندية) کې ليکي چې تصور د شيخ ثابت دی او ګڼ دلائل یې پېش کړي دي چې مُريد باید تصور د شيخ وکړي.

علامه خليل احمد سهارنپوري رحمه الله د تصور الشيخ د جواز لپاره د ابوداؤد شريف له دې حديث څخه استدلال پېش کړی دی چې: عن ابی هریرة عن علي رضی الله عنهما قال: قال لي رسول الله صلی الله علیه وسلم: قل اللهم اهدني وسددني واذکر بالهداية هدایة الطریق واذکر بالسداد تسدیدک السهم. [بذل المجهود (۱۷/۵۸)]

د ژباړې خلاصه:

رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علي رضی الله عنه ته فرمايي: داسې دعا غواړه: یا الله! ماته هدایت د سمې لارې وکړې، او په خیال کې د ځان سره یوه سيده لاره ونیسه چې یا الله! ماته داسې لاره وښایه لکه څرنګه چې دا لاره سيده ده؛ او یا الله! ما سيده کړې، کله چې دا دعا کوې نو په خیال کې د ځان سره د غشي سیده کول ونيسه چې یا الله! ما هم داسې سيده کړه لکه څرنګه چې مونږ دا غشی سيده کوو.

دلته خليل احمد سهارنپوري رحمه الله فرمايي: چې له دې حديث څخه تصور د شيخ ثابتېږي، ځکه چې کله یو غشی او لاره په خیال کې راوستلو سره انسان سيده کېږي او مستقيمه لاره مومي، نو تصور د شيخ خو به بیا خامخا فائده کوي.

البته که څوک د تصور الشيخ په معنا نه پوهېده او دا ګمان یې کاوه چې زما پير متصرف دی، نو بیا به مُريد ته د تصور شيخ حکم نه کېږي، بلکې بېخي به د تصور خبره نه ورته کوي.

ليکنه: محمد ناصر منصور

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب