تعصب (Fanatism) یا د عقل ناروغي

د تعصب (Fanatism) ګړه عربي مصدر دی، چي مانا ئي ده ډېره کلکه په پوټو سترګو دخپلي سیاسي یا ټولنيزي یا ایدیالوژۍ اویا اندېښنې پره نیوله، خواکول او پر درېدلو ته وا ئي . ترمخ تر دې چي و دې خبري ته چي تعصب د عقل ناروغي ده راسم؛ څو د ویل بیانونه (نقل قولونه) د ویکي پېدیا (Wikipedia) څخه راوړم :

(Farah Pahlavi) ویلي : هرډول تشویق سوی سیاسي یا مذهبي تعصب چي وي؛ بد ئي ګڼم .
(Bernhard Verbeek) ویلي : اخلاقي معقولي ښه والی د متعصبو انسانانو لاهم په ښکاره سم سرحد نه پېژني.
(Max Stimer) ویلي : تعصب زیاتره د روڼ اندو په سروکي ګوری . (Voltaire) ویلي : په یاد ولرۍ، چي متعصب خطرناک تره دی تر یوه ناوړه انسان . یو د تعصب ډک انسان به هیڅ کله وسمي لاري ته را نه ولې؛ خو یو ناوړه انسان به ژر سمي لاري ته راولې .

(Carl Gustav Jung) ویلي : د شک اوترردید د دفاع لپاره په څرګند ډول سره میلان و تعصبي خواته را اوړي، ولي چي تعصب بل شی نه دی؛ یوه کښېکښل سوې مشکوکتیاده . ( ټول ديوان « ۶ م» ټوک ۳۷۶ مخ)
تعصب لرل ښه کار نه دی، داځکه د رښت پر ځای نارښت ته لاس اچول دي . ولي متعصب دخپلي پوټي موضوع د دفاع په حال کي وي؛ د هر رښته څخه سترګي پوټه وي او ناحق خواته روان وي . څرنګه چي (Max stimer) ویلي، چي تعصب د روڼ اندو په سروکي ئي لټه وۍ؛ دغه خبره دا مانا لري، چي د دغو رڼ اندو عقل ناروغی سوی دی . په رڼا ورځ لمر نه ویني . سړی به په فکر کي ورته ډوب سي، چي پوهي ته ئي ګورې اوکار ته ئي چي بیا ګورې سړی حیران سي! دا ځکه دی دا کار کوي، چي عقل ئي ناروغی دی . داسي ناروغان تبه، درد، خوږ یا بل کم پاړسوب نه دننه په بدن کي او نه هم دباندي په بدن کي لري . دېپرسون (Depression) یاني روحي ناروغي هم دغسي ده، چي انسان په ظاهر کي هیڅ خوږ نه لري او تکړه ښکاري خو بیاهم انسان په دېپرس ناروغۍ اخته وي او ډېر کلک ناروغی وي . ولي د ناروغي اعصاب ډېر کلک تر فشار لاندي راغلي وي، چي ناروغی و هري بد مرغۍ، ناهلۍ، ځانمرګۍ ته کشه وي او د ټولني څخه ئي لري ساتي . متعصب انسان هم ناروغی دی . خو د دواړو ناروغۍ نه دي سره ورته؛ کړه وړه ئي هم نه دي سره یو، خو د ناروغۍ ناښکاره توب ئي سره یو دی . د یوه روحي نارغی ده او دبل عقلي ناروغي ده .یو ناروغی سړی دخپل ویلو او کولو په هکله کتابي ګرم نه وي . که څه هم د متعصب خبره نارښته ده چیخنې ده، سړی خوږه وي، مزاج خرابه وي ، که سړی سم فکر پکښې وکړي؛ دا د یوه په تعصب اخته ناروغي خبره ده؛سړی ئي باید پر خپل خوا هواره کړي . که څه هم پر دغه کار سترګي پټول ومقابل سړي ته ډېر زور هم و غواړي .

واي : پر افلاتون چا ږغ وکی، چي ای محترمه! افلاتون ئي ږغ و پېژاند خو بې ږغی ځني ولاړ . چا پوښتنه د افلاتون څخه وکړه : ( ای افلاتونه هغه سړي په احترام ږغ درباندي وکی وادي هم ورېدل ځواب دي ورنه کی . ولي؟ ) ده ورته وویل : ( داسړی زه پېژنم . په دې مي ځواب ور نه کی، چي هغه به اوس نور څه ویلي وای، چي دغه به بیا بېخي د زغمولو نه وای . ) په لږ کیو کي تر ډېرکیو متعصبین ډېر وي . که څه هم په ډېرکيو کي سته خو شمېر ئي لږ دی .
چي دا ولي داسي دی باید پر دې یو کتاب وليکل سي . زه پخپله ليکنه چي لنډه وي او مفهوم پکښې پروت وي تر اوږدې لیکني ئي خوښه وم . داخبره دتعصب دلږکیو او ډېرکیو په ویکي پېدیا کي هم دنورو مسئلو سره د تعصب راغلې ده . ويکي پېدیا(Wikipedia) پوښتلي : تعصب څرنګه مرض دی؟ رواني که یوبل ډول ناروغي ده . څېړنه وکړی او دبل چا لیکنه مه راستوۍ پخپله ريسرج وکړۍ او راوایستوۍ .

که تعصب د بنسټ پالۍ یا کام پالۍ (Rassisim) سره یو ځای سي بله بلا ځني جوړيږي . د داسو خلکو سره کار ستونز من وي . ژر هم نه پېژندل کېږي، چي دغه په تعصب ککړ انسان په هغه نورو ناروغیو هم اخته دی که یووازي په تعصب ککړ دی؛خوتعصب په ځانګړي توګه هم خطرناکه دی . دا موضوع ډیره په ځان کي پېچلې کړکېچنه موضوع ده خو دلته مي ډېره لنډه ښاغلو لوستونکو ته بیان کړه . که چيري خدا مکړه د متعصب سره مخ سواست یا مو د داسو انسان یو مضمون پخپل باره کي د انتقاد په ډول ولوست مه په خوابدي کېږۍ او ځواب او بیا کوۍ ئي مه! دا ولي؟ ځکه هغه دعادلانه ځواب انتظار نه باسي د ښکنځلو، بد ویلو انتظار باسي . یو معقول او پوه لیکوال دا کار کله کوي . متعصب ته خپله لیکنه یا خبره چي کوي ئي هر ډول چي وي هغه دده یقین دی او بس . دی مخ وهي بله خوا نه ویني اوپر مقابل طرف ډېر سخت بدګمانه وي؛ دغه بد حالت دهغه د عقل ناروغي څرګنده وي .

اخستونکځي :
۱ :- ویکي پېدیا (Wikipedia
۲ :- فرهنګ عمید در دو جلد
۳ :- د وکیلي روزنپوهنه ( ۳۰ م او ۵۰ م مخونه )

محمد سرور وکیلي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب