تل ساړه کېدل او لاملونه يې

هر انسان له بل انسان نه د یخنۍ د احساس په تړاو توپیر لري، که څه هم د سړو په پرتله د ښځو ډېر یخ کېږي، د اړوندې روغتیا برخې کارپوهان وايي، هغه انسان چې تل د یخنۍ احساس کوي، لاملونه یې ځینې ناروغۍ دي

په تایرایډ مرغړي کې ستونزه

تایرایډ یا تیموس مرغړی په بدن کې د تړمې هوا او د حرارت د درجې ساتلو د سیستم کار مخته بیايي، تایرایډ مرغړی بدن تود ساتي، خو کله چې دغه مرغړی ټیټ شي، انسان د سړوښې احساس کوي.

په دې حالت کې انسان داسې انګیري چې تودېدو ته اړتیا لري، او تایرایډ مرغړی لا نورې تودوخې تولیدولو ته اړباسي.

کله چې د بدن حرارت لوړ شي، تایرایډ مرغړی خپل کار پرېږدي.

د وینې جریان کې نیمګړتیا

د وینې جریان په بدن کې د حرارت د درجې منظمولو لپاره مهم رول لوبوي، کله چې د وینې جریان ګډوډ شي انسان په پښو او لاسونو کې د یخنۍ ډېرېدو احساس کوي.

په بدن کې د وینې د جریان ډېر عوامل دي، د زړه ناروغي، د وینې رګونه – کله چې زړه او د وینې رګونه کمزوري شي، زړه ته د وینې د پمپ کولو چاره ګرانه تمامېږي، همدا ده چې لاسونو او پښو ته د وینې رسولو کې په فعال ډول د زړه فعالیت ټیټېږي.

شکر ناروغي

ډېر کله شکر ناروغي د ‘حدودي عصب’ د نیمګړتیا لامل ګرځي، ددغې ناروغۍ نښې بې حسوالی او په پښو او لاسونو کې درد دی، دا چې زیانمن شوی عصب دماغ ته د بدن د حرارت د درجې استولو دنده لري، امکان لري د شکر ناروغي لرونکي کسان تل د یخنۍ احساس وکړي.

لږ خوب

امکان شته چې لږ خوب هم په عصبي سیستم کې ګڼې ستونزې راوټوکوي، او په دماغ کې د بدن د حرارت د درجې د ګډوډۍ لامل وګرځي، د فینلنډ جیفاسکیلا پوهنتون په یوې څېړنې کې څېړونکو شل ځوانان ټیک شپیته ساعته له خوبه محروم وساتل، پایله یې دا شوه چې د بدن د حرارت درجه یې د خوب له کبله ټیټه شوه.

د اوسپنې د کچې کموالی

د دایمي یخنۍ احساس یو لامل په وینه کې د اوسپنې کموالی هم دی، اوسپنه په سرو ژونکو کې د هغوی د ښې دندې رسونې لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږي، داسې چې په ښه توګه د بدن هرې برخې ته اکسیجن ورسوي.

د وزن کموالی

د هغو کسانو هم ډېر ساړه کېږي، چې وزن یې کم شوی وي، لامل یې دا دی چې بدن د یخنۍ پر وړاندې یې بدن په کافي اندازه غوړ له لاسه ورکړي وي، او د میتابولیزم پر کار منفي اغېز کوي، چې دا کار د بدن د حرارت پر درجې هم اغېز لرلی شي.

د ”ګیرونډهایټ ټېپس” وېبپاڼې په حواله، روغتیايي کارپوهان په دې اند دي چې په بدن کې باید د غوړو له امبارولو ډډه وشي، د طبیعي وزن ساتنه انسان ته دا وړتیا ورکوي چې بدن یې په ښه توګه د تودوخې ددرجې انډول وساتي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب