تنبل شاګرد په دې طریقه تکړه کیږي

یوه ښوونځي کې دریم ټولګي ته د کال منځ کې نوی معلم راغی.

معلم سبق ښوول شروع کړل…

د درس منځ کې له یوه شاګرده سوال وپوښت…

ټولو شاګردانو کړس کړس وخندل…

معلم هک حیران شو چې شاګردان ولې بې سببه خاندي…

ټولګي کې یې شاګردانو ته کښته پورته وکتل، پوه شو چې شاګردان د څه لپاره خاندي…

هغوی ځکه خندل چې د شاګردانو نظر کې استاذ له ټولو تنبل شاګرده سوال کړی وه…

رخصتي شوه… شاګردان لاړل… استاذ دغه تنبل شاګرد ځان ته راوغوښت،

د لنډۍ یو بیت یې ورته ولیکه چې ترسبا به دا د الحمد په شان یادوې او هیڅوک به نه خبروي.

سبا ته معلم همغه بیت په تخت ولیکه او ښه یې شرح کړ…

بیرته یې له تختې ړنګ کړ…

بیا یې له شاګردانو وپوښتل چې چا دا بیت یاد کړ؟

هیچا لاس پورته نه کړ، تنها دغه یوه شاګرد په خجالت او زړه نازړه ګوته لږ پورته کړله…

معلم په مینه ورته کړل:

وایه زویه…

شاګرد په بنده بنده ژبه بیت ووایه…

سمدلاسه معلم شاباسی ورکړ او ډیر یې وستایه..

څومره تکړه یې… لایق یې… آفرین.. دغسې.. نام خدا…

معلم نورو شاګردانو ته وویل چې ټول شاباس ورته ووایۍ…

شاګردان څوک حیران، څوک ځان ته په غوسه او څوک شاګرد ته خوشاله… خو ټولو شاباس شاباس کړل…

تر یوې اونۍ معلم دا طریقه مختلفو مضمونونو کې په مختلفو طریقو دې شاګرد سره تکرار کړله،

همدا ډول د معلم او شاګردانو لخوا د شاګرد صفتونه هم تکرار شول..

د تنبل شاګرد په اړه د ټولګیوالو ګومان او فکر بدل شو…

اوس تنبل نه دی…

لایق دی…

تکړه دی.

شاګرد هم زړور شو، په ځان یې باور شروع شو،

اوس ځان هغسې تنبل نه ګڼي لکه مخکني معلم چې به ویل…

اوس یې باور راغی چې ټولګیوالو سره د سیالۍ کولو لیاقت لري او هغوی نه لا مخکې کیدلی هم شي…

په خپل ځان باور کوښښ او زحمت ګاللو ته وهڅوه،

نورو سره سیالۍ او په ځان باور ته وهڅیده…

د کلنیو ازموینو وخت را نزدې شو…

کوښښ یې وکړ…

زیار یې وکیښ…

ټولو مضمونونو کې بریالی شو.

په همدې زړورتیا او په ځان باور مخته لاړ…

تردې چې له دوولسمه په اعلی نومرو فارغ شو.

د پوهنتون ازموینه کې هم په لوړو نومرو د خپلې خوښې پوهنځی ته بریالی شو…

په شوق ذوق یې سبق ته دوام ورکړ، له پوهنتونه هم په ښو نومرو فارغ شو،

ماسترۍ ته په بورس بهر لاړ،

هلته یې هم ښې نومرې وګټلې، او فارغ شو،

همدې خپل پوهنتون د استاذۍ وړاندیز ورته وکړ، استاذ شو، ورسره یې دکتورا پیل کړله…

اوس مهال د دکتورا لوستلو ترڅنګ دوه نورو پوهنتونو کې هم یو یو مضمون او خپل پوهنتون کې زیات مضامین تدریسوی.

دې ـ یو وخت تنبل شاګرد او اوس نابغه استاذ ـ خپله قیصه مشهوره نړیوالې ورځپاڼې کې خپره کړله… او خپل هڅوونکي معلم ته یې په ژړا ژړا دعاګانې کولې چې الله تعالې دې دنیا او آخرت ورته اباد کړي، که څه هم له خپل بل مخکني معلمه په زړه داغجن وه کوم چې به تل ده ته تنبل تنبل ویل.

له دې لوستلو وروسته:

اې معلم/مولوي صیب…

اې مدیر/مهمتم صیب…

اې د مدرسې/مکتب سرښوونکي صیب…

اې د مکتب او پوهنتون موظف صیب…

اې د هلک پلاره/تره/ماما…

اې ټولګیواله…

اې کلیواله…

تا د څو کمکيو تنبلو ماشومانو زړونه سبق ته داسې هڅولی لکه دا معلم؟؟!

تا د څو تکړه ماشومانو زړونه داسې مات کړی او د تنبل ویلو له کبله دې تلپاتې تنبل کړي لکه هاغه بل معلم؟؟!

سر له نن څخه ځان سره حساب وکړه، قیامت ځان ته حضور کړه چې د تا له وجې تنبل شوی ماشومان به د قیامت په ورځ د تا ګریوان ته لاس وانه چوي؟!

که نن د دغسې بیوزلانو پوښتنه درنه څوک نه کوي نو آیا د قیامت ورځ به هم همداسې ازاد ګرځې؟!!

سر له نن څخه توبه وباسه، هرهغه بنیادم ـ نر وي که ښځینه ـ چې تا ته در له غاړې وي، په لږ غلطۍ مه رټه، مه یې سپکوه، مه یې کنځه…

ددغه پورتني کامیاب معلم په څیر په ناحقه شاباس، نرمي، افرین، جایزه، شفقت او مهرباني ورکوه، ترڅو زړور شي، بیدار شي، په ځان باوري شي، او مخته تلل زده کړي… بیا به ته پخپله په حقه شاباسی او آفرین ورکوې…

بَړبَزې، غوسې، پَټَکې مه کوه، په وهلو دربولو یې مه عادي کوه، همدومره بس دی چې در څخه و ډار شي، ډار ته عملي جامه مه اغونده، چیرته ۶ میاشتو کې له وهلو يې په زغلولو ډاروه، همدومره کفایت کوي.

په ناسمه تعلیمي کړنلارو د نسل او ولس ویجاړونه نور بس ده…
نور باید نوی نسل په کامیابه طریقه وروزل شي…
ناکامان کامیابان کړل شي…
نه دا چې کامیاب خلک په لوی لاس ناکام کړل شي.
ترتیب: عبدالله «ویښ»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب