تنفسي سيسټم

تنفسي سيسټم

د بدن هر يوه حجره د ژوندي پاتې کيدو لپاره اکسيجن ته اړتیا لري. تنفسي سيسټم اکسيجن ته لاره هواروي چې بدن ته داخل شي. همداراز کاربن ډای اوکسايډ چې د حجرو فاضله مواد دي له بدن څخه بهر باسي. تنفسي سيسټم له دوه برخو څخه جوړ شوی دی:

  1. پورتنۍ تنفسي لار او
  2. ښکتنۍ تنفسي لار 

پورتنۍ تنفسي لار 

خوله او پوزه

هوا د خولې او پوزې له لارې بدن ته ننوزي. هوا توديږي، مرطوبه کیږي او بيا د موکوس افرازاتو او د پوزې د ويښتانو په واسطه فلتر کیږي.

حنجره یا د غږ بکس

حنجره د وچې مرۍ د پاسه پرته ده.‌ په دې کې غږيز تارونه پراته دي. هر ځل چې تاسې تنفس واخلئ او سا ننباسئ، هوا د حنجرې له لارې د سږي مرۍ ته ښکته کیږي او سږو ته ځي.

کله چې سا وباسئ هوا له سږو څخه بهر وځي، د سږي په مرۍ کې پورته راځی او د خولې او پوزې له لارې بهر وځي.

کله چې خبرې کوئ، غږيز تارونه سره نږدې کیږي او سره يو ځای حرکت کوي. له سږي څخه راتلونکې هوا د دوی تر منځ فشار راولي او دوی پر اهتزاز راولي. دا غږ رامنځته کوي. ستاسې ژبه، شونډې او غاښونه له دې غږونو څخه حروف جوړوي.

شزن [د سږي مرۍ]

شزن یا د سږي مرۍ هغه ټيوب دی چې خوله او پوزه له سږو سره نښلوي. دا د قصبة الريه په نامه هم ياديږي. تاسې خپله شزن د شږي مرۍ د غاړې په وړاندينۍ برخه کې هم احساسولی شي. دا مرۍ کلک قوام لري چې کلکې کړۍ تر راتاؤ شوي دي. 

ښکتنۍ تنفسي لار

د برانشونو يا قصباتو ټيوبونه

شزن په سږو کې پر دوه قصباتو ويشل کیږي. دغه د ښی او کيڼې قصبې په نامه ياديږي. دغه قصبات د سږي په منځ کې پر لا زیاتو وړو برانشونو تقسيم شوي دي چې قصیبات يې بولي. په دې ټيوبونو کې داسې ويښته وزمه ساختمانونه شته چې د سليا په نامه ياديږي. همدا چې سليا وړاندې او بيرته ځنګيږي، موکوس په مرۍ کې پورته بيايي چې هلته بيا يا د ټوخي د لارې بهر ته تو کیږي او يا د مرۍ له لارې بلع کیږي.

الويولونه

د قصيباتو په پای کې داسې هوايي کڅوړې دي چې الویول يې بولي. الويولونه د انګور د وښکي په څير بريښي خو په منځ کې يې هوا ده . له همدې ځایه اکسيجن بدن ته داخليږي او کاربن ډای اوکسايد بهر خارجیږي. په هر يوه سږي کې تقريبا ۳۰۰ ميلیونه الويولونه موجود دی.‌

سږي

سږي له پنځو  ګلابي سفنجي لوبونو څخه جوړ شوي دي. درې لوبونه يې په ښی او دوه لوبه يې په کيڼه خوا کې دي. ستاسې زړه د هغو تر منځ لږ په کيڼه خوا کې پروت دی.

حجاب حاجز

حجاب حاجز هغه اوږده هواره عضله ده چې ستاسې د سږي لاندې پرته ده. حجاب حاجز په پورته او ښکته خوځیدو سره ستاسې سږو ته د هوا په داخلیدلو او خارجيدلو کې مرسته کوي. کله چې مو حجاب حاجز لاندې حرکت کوي تاسې ساه ننباسئ. کله چې مو حجاب حاجز پورته حرکت وکړي،‌ په دې معنی دی چې تاسې سا باسئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب