تنقيد او شرعي اصول يي

تنقيد او شرعي اصول يي

دا يو څرګند حقيقت دى چې خلک د عقل، پوهې او علمي قوت له پلوه سره تفاوت او توپير لري، او د دوى تر منځ د راى او نظر اختلاف يوه طبيعي خبره ده…
څوک چې له بعثت نه تر نن پورې اسلامي تاريخ وګوري، نو دا به ورته ښکاره شي چې مسلمانانو او په خاصه توګه د عقد او حل خاوندانو د يوې قضيې په هکله مختلف نظرونه درلودلي دي، که څه هم د هغوى ټول اجتهادونه د اسلام او شريعت د چوکاټ په دننه کې و….
د ﺁراوو او اجتهادونو د اختلاف له امله د تنقيد پديده کومه چې قرﺁن کريم ورته تواصي بالحق( د پېښو په وړاندې په حق سره نصحيت کول وايي) يوه طبيعي خبره ده.

تنقيد يا په حق سره نصيحت کول د هر مسلمان شرعي مسؤليت دى، هر کله چې له فرد، ټولنې، دولتي نظام او حاکمانو نه کوم انحراف او غلطي وويني نو بايد خپل دا مسؤليت ادا کړي او د الله تعالى دا قول په عمل کې پلي کړي:(ولتکن منکم أمة يدعون إلى الخير ويأمرون بالمعروف و ينهون عن المنکر و اولئک هم المفلحون).
يانې: ((په تاسې کې دي يوه ډله داسې وي چې د خير لوري ته بلنه او په نېکو امر کوي او د بديو مخه نيسي او هم دغه کسان بريالي دي.))
او د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-د دې قول په اساس چې فرمايي:
(من رأمنک منکرا فليغيره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم يستطع فبقلبه و هذا أضعف الإيمان…و ذلک حبة خردل من إيمان)
يانې: (( چا چې يو بد او نامشروع کار وليد، نو بايد هغه په لاس سره بدل کړي، او که دا وس يې نه و نو په ژبه دي منع وکړي، او که دا يې هم نه شواى کولاى، نو په زړه کې يې بدو کڼي او دا د ايمان تر ټولو ټيټه درجه ده….او په بل روايت کې راغلي او له دې نه پس د ايمان يوه ذره غوندې هم نه وي پاته….؟))
يوه مشهوره وينا ده، چې: (الساکت عن الشر شيطان أخرس)
د شر په ليدو چپ پاتې کېدونکى ګونګ شيطان دى.
اسلامي قافله د تاريخ په اوږدو کې له الله تعالى نه په وېره او له الله تعالى سره په صدق باندې له انحراف نه ساتلې شوې ده، خو د ساتنې بل عامل يې په حق سره نصحيت هم و، رسول الله- صلى الله عليه وسلم-فرمايي:
(المؤمن أخو المؤمن لايدع نصيحة على کل حال)
ياني: ((مؤمن د مؤمن ورور دى، چې په هر وخت او حال کې ورته نصحيت کوي.))
په اثر کې راځي:
(حق المؤمن على أخيه: أن يبين له الحق إذا احتاج، ويشد عزمه إذا أصابه، وأن يشکر له إذا أحسن، و يذکره إذا نسى، ويرشده إذا زل، ويصحح له إذا أخطاء، ويجامله في الحق، ولايسايره على الباطل، المؤمن هاد و دليل معين و ﺁمين…)
ياني: ((يوه مؤمن حق پر بل باندې دا دى چې د ضرورت په وخت کې حق ور په ګوته کړي، او په حق کې يې مرسته وکړي،، نېکي يې په کوروداني سره ومني، که څه يې هېر شول هغه ور په ياد کړي، که بې لارې شو لارښوونه ورته وکړي، غلطي يې سمه کړي، د حق خوا ته يې تشويق کړي، په باطل کې ملګرتيا ورسره و نه کړي، ځکه مؤمن لارښود وي او د حق مرسته کوونکى او امين وي او په حقه لاره د اقتداء څلى….

د تنقيد شرطونه:

ريښتيا ده چې اسلام په حق سره نصحيت کولو امر کوي، خو د دې له پاره يې شرطونه هم ايښي دي چې بايد ورباندې عمل وکړاى شي، او دا شرطونه عبارت دي له:
١- حق او ريښتيا ويل: مسلمان بايد د تنقيد په وخت کې ريښتيا او حق ووايي، په ټولو امورو باندې ځان پوه کړي، او وګوري چې په دې خبرو او شائعاتو کې ريښتيا کومي دي…ځکه ډېرې شايعې دورغ وي…او ډېر ځله داسې کيږي چې خلک له يوې کوچنۍ خبرې نه غر جوړ کړي، او په دې هکله زموږ له پاره د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-راتلونکى حديث کافي دى:
(کبرت خيانة أن تحدث أخاک حديثا هولک مصدق و أنت له کاذب)[البخاري] يانې: ((تر ټول ستر خيانت دا دى چې خپل ورور ته يوه خبره وکړې، په داسې حال کې چې هغه تا ريښتونى وبولي خو ته په خپله دغه خبره کې دروغجن وې.))
نو دا جواز نه لري چې تنقيد دي په ګمان او شک سره ولاړ وي، بلکې تنقيد بايد د قطعي او ثابتو دلايلو په اساس وي، ځکه رسول الله-صلى الله عليه وسلم-فرمايي:
(إياکم والظن فإن الظن أکذب الحديث)
يانې: ((که ګمان نه ځان وژغورئ، ځکه په ګمان ولاړه خبره تر ټولو دروغجنه خبره ده.))
٢- د تنقيد هدف بايد څرګند وي: مسلمانان مخکې له دې نه چې تنقيد وکړي، بايد متوجه شي د دې تنقيد عوامل څه دي، هسې نه په دې کې څه نفساني او د هوس نه را پيدا شوي بد عوامل لکه غچ اخيستل، سپکول او داسې نور نه وي…
مسلمان ورور په دې مکلف دى چې تر هغه انتقاد و نه کړي تر څو چې د تنقيد عوامل نه وي ورته څرګند شوي، او له دې نه وي ډاډه شوى چې تنقيد يې د خداى تعالى د رضا او د اسلام د ګټو په خاطر دى.
(فمن کان يرجو لقاء ربه فليعمل عملا صالحا ولايشرک بعبادة ربه أحد)
يانې: ((څوک چې د خپل خداى تعالى سره د مخ کېدو هيله لري نېک عمل دي وکړي او د خپل خداى تعالى سره دي په عبادت او بندګۍ کې بل څوک نه شريکوي.))
٣- د تنقيد اسلوب بايد تر ټولو غوره اسلوب وي: مسلمان ورور بايد د خپل تنقيد له پاره تر ټولو غوره اسلوب او تر ټولو ښه تعبير او کليمه په کار راولي…په حق سره نصحيت کولو شرط دا هم دى چې نصحيت بايد په حق سره وي نه په باطل. و تواصوا بالحق وتواصوا بالصبر.
مسلمان که په چا تنقيد کوي نو بايد هغه په ځانګړې توګه ورته ووايي، ځکه د دې اثر او اغېزه زياته وي، او د شيطان لاس ورنه لنډ وي…علي بن ابي طالب-رضي الله عنه-ريښتيا وايي:
(النصح بين العملا تقريع)
يانې: ((د خلکو په مخ کې چا ته نصحيت کول د هغه سپکول دي.))
تنقيد کوونکى بايد خپل تنقيد په ډېر ادب، حيا او خواخوږۍ سره ووايي، او خپل ورور ته په ډېره نرمه او خوږه لهجه خپل تنقيد ورسوي…ځکه ډېر ځله داسې شوي چې چا يوه خبره وړه ګڼلې، خو هغه د لويو-لويو دښمنيو سبب شوې ده، او د ورورولۍ مزي يې شلولي دي…وروڼه بايد د خپلې ژبې له خطا نه ځان وساتي، او د رسول الله-صلى الله عليه وسلم-دا قول سترګو ته ودروي چې فرمايي:
(لايستقيم إيمان عبد حتى يستقيم قلبه، ولايستقيم قلبه حتى يستقيم لسانه)
يانې: ((د بنده ايمان تر هغه نه برابريږي تر څو يې چې زړه نه وي برابر، او زړه يې تر هغه نه برابريږي تر څو يې چې ژبه نه وي برابره شوې. مسلمان بايد د بل مسلمان نرم او خوږ ورور وي:
(ولوکنت فظا غليظ القلب لانفضوا من حولک)
يانې:((که ته سخت او کلک زړه وې نو دا خلک به ستا له شاوخوا نه خواره شوي وو.
په تنقيد او نصحيت کولو کې شدت او سختي زړونه بندوي او غوږونه کڼوي…په داسې حال کې چې نرمي د نصحيت اورېدو له پاره زړونه پرانيزي، او هغه هدف لاس ته راوړي د کوم له پاره چې نصحيت لازم شوى دى…رسول الله-صلى الله عليه وسلم-ريښتيا فرمايي:
(إن الله عزوجل ليعطى على الرفق ما لايعطى على الخرق، الحمق، وإذا أحب الله عبدا أعطاه الرفق)
يانې: ((الله تعالى په نرمۍ سره هغه څه ورکوي کوم چې په ناپوهۍ سره يې نه ورکوي، د خداى تعالى چې کوم بنده خوښ شي نو د نرمۍ خاوند يې وګرځوي.
٤- تنقيد بايد له افراط نه پاک او موضوعي وي: نصيحت کوونکي ته په کاره ده چې مخکې له دې نه چې خپل نصيحت واوروي بايد د خپل نظر د اثبات له پاره شرعي دليل وړاندې کړي، او بيا له مقابل لوري سره په ډېره نرم اعتدال او موضوعيت سره مناقشه وکړي، له افراط او مبالغې نه ډډه وکړي، تر څو مناقشه په جدال، تلخۍ او داسې حالت بدله نه شي چې شيطان ورننوزي، او د نفس او هوا و هوس تر اغېزې لاندې راشي، چې په دې سره د الله تعالى په خاطر ټينګې اړيکې شليږي او لوى قيامت برپا کيږي والعياذ بالله….
دې خبرې ته دا ﺁيت داسې اشاره کوي:
(وما أخلفتم فيه من شئ فحکمه إلى الله)
يانې:((په کوم شي کې چې تاسې سره شخړه کوئ د هغې حکم الله تعالى ته حواله دى.))
٥- د سينې پراخوالى: نصيحت کوونکى او هغه څوک چې نصيحت ورته کيږي بايد د صبر او پراخې سينې درلودونکى وي، او بايد دواړه خواوي د الله تعالى رضا په نظر کې ونيسي، په حق باندې ټينګ ولاړ وي، او هيڅکله هم هسې نه ده چې ګويا دى په هغه او هغه په ده باندې غالب او برلاسى شو…او ټول هم داسې نه دې لکه چې عمر بن خطاب-رضي الله عنه-به ويل:
(أحب الناس إلى من أهدى إلى عيبي)
يانې: ((ماته تر ټولو ګران هغه څوک دى چې ماته مې عيبونه په ګوته کړي….

ليکنه: استاذ فتحي يکن
په نوې بڼه ژباړن: ع-ن-مرستيال کندهار

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب