ته ورسره وې کنه؟! – اشغالګر- شعر

زما مسجد چې نړېده ته ورسره وې کنه؟
قرآن چې اور کې سوځېده ته ورسره وې کنه؟

زما د ديني مقدساتو سپکاوی چې کېده
تا يې ملاتړ کاوه کنه،ته ورسره وې کنه؟

پردو چې زما د تور سريو په پت لوبې کړلې
پردي چې زما کورته راتله ته ورسره وې کنه؟

زما د شهيد ورورکي جسد چې يې په اور سوځاوه
ووايه تا ورته کاته ته ورسره وې کنه؟

زموږ ملګري چې يې هر وخت لاس تړلي بېول
زموږ مدرسې ته چې راتله ته ورسره وې کنه؟

وياړ چې شهيد شي دا پوښتنه به ضرور ترې کوي
زما له سر چې تېرېده ته ورسره وې کنه؟

شاعر: شرافت ویاړ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب