توبه او استغفار

توبه او استغفار

 ګرانه لوستونکیه! استغفار (مغفرت غوښتنه) داسې یو اهم کار دی چې هر مسلمان یې باید غم وخوري، د قرآن په ډیرو ځایونو کې الله جل جلاله د هغه حکم فرمایلی، او جناب رسول کریم صلی الله علیه وسلم د هغه ډیر اهتمام او غمخوردګي کړې ده.
الله جل جلاله دې موږ ټولو ته د استغفار توفیق راکړي. آمین

 استغفار په قرآن کې

په قرآن کې ښه ډیر ځایه الله جل جلاله د استغفار حکم کړی، چې څو یې په لاندي ډول دي:
(۱):وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالإِبْكَارِ. سوره غافره آیه ۵۵) .
ژباړه: ګناه ته دې مغفرت وغواړه، او د رب تسبیح او حمد دې و وایه په بېګاه او ګهیځونو کې.

(۲): بل ځای وايي: وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ. سوره محمد آیه ۱۹.
ژباړه: خپلې او د نارینه او ښځینه مؤمنانو ګناه ته دې مغفرت وغواړه او الله ته مو تله راتله او استوږنځای معلوم دی.
(۳): بل ځای وايي: لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ 15 الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ 16 الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ. سوره آل عمران آیه ۱۵- ۱۷.
ژباړه: تقوی او پرهیز کونکو ته له الله سره داسې جنتونه دي چې ترې لاندې (د لذیذو مشروباتو) ویالې بهیږي هلته به همیشني وي، او دوی ته پاک او صفا شوي ودونه او د الله له لوري رضامندي ده،
او هغه بندګان د الله په نظر کې دي چې وايي: اې زموږ ربه موږ ایمان راوړی، نو ګناهونه مو را وبخښه او د اور له عذابه مو وژغوره، دوی صابران، صادقان، منونکي، لګښت کونکي او د شپې په وروستیو کې مغفرت غوښتونکي دي.

محمود دلشاد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب