توبه ویستونکی قاتل

دأبو سعیدالخدري رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :
له تاسې نه په مخکنيو امتونو کې یو کس وو، چې نهه نوي (۹۹) قتلونه یې کړي وو، هغه د ځمکې په مخ تر ټولو څخه د لوی عالم پوښتنه وکړه، خلکو ورته یو راهب وښوده، هغه راهب ته ورغى او ورته یې وویل: ما نهه نوي مړي کړي دي. آیا زما توبه به قبوله شی که نه؟ راهب ورته وویل: نه! هغه کس راهب هم وواژه او په دې سره يې سل مړي پوره کړل.

بیا یې د خلکو څخه په ځمکه تر ټولو د ښه عالم پوښتنه وکړه، خلکو ورته یو بل عالم وښوده، قاتل عالم ته ورغۍ او ورته یې وویل: ما سل مړي کړي آیا زما توبه به قبوله شی؟! هغه ورته وویل: هو! څوک دی چی ستا او د توبي ترمنځ حائل شي، ته داسې وکړه چې فلاني ځاى ته لاړ شه، هلته څه خلک دي چې هغه د الله عزوجل په عبادت بوخت دي ته هم د هغوی سره په عبادت كې مصروفه شه، او خپل ځای ( کلی ) ته مه ځه، ځکه هغه بد ځای دی.

هغه کس د هغه ځاى په لور روان شو، خو هغه ځای ته د رسېدلو نه مخکې په نیمايي لار کې ورته مرګ راغۍ ، د عذاب او رحمت فرښتې په خپلو كې په دعوه شوی ، د رحمت فرښتو وویل: هغه توبه ویستلې وه او د الله لور ته یې رجوع کړې وه، د عذاب فرښتو وویل: هغه هېڅ ښه عمل نه دی کړی، تردې چې د انسان په شکل یوه فرښته راغله، نو دواړو ډلو (دنیكې او عذاب فرښتو) په هغه د فیصلې کولو موافقه وکړه، هغه وویل:

د دې دواړو کلو ترمنڅ ځمكه اندازه (لویشت) کړئ هغه (سړۍ) چې کوم کلی ته نزدې وي، نو بیا یې هماغه فرښته روح واخلئ ، کله چې هغوی د ځمکې اندازه واخيستله، نو هغه (سړۍ) هغی ځمکې ته نزدې و چې د کومی قصد یې کړی و، نو د رحمت فرښتو د هغه روح واخیسته ، قتاده وايي: حسن وايي: ما اوریدلي دي چې هغه کله مړ کېده، نو په سینه وغورځېده. (تر څو هغه کلي ته نزدې شي).

دحدیث تخریج:
بخاري: کتاب: أحادیث الأنبیاء، باب: حدیث الغار، حدیث: (۳۴۷۰)
مسلم واللفظ له: کتاب التوبة، باب: قبول التوبة القاتل، وان کثر قتله، حدیث: ( ۲۷۶۶)
ابن ماجة: أبواب الدیات، باب: هل لقاتل مؤمن توبة، حدیث،( ۲۶۲۲)

your ads

د حدیث فائدې:
۱: که د بنده ګناهونه هر څومره هم ډېر شي الله عزوجل بیا هم ورته د توبې دروازه خلاصه کړې ده. الله عزوجل فرمایلی:
(قُلْ يَاعِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ) . د زمر سورت ۵۳ ایت .
ووایه(اى محمده! چې الله عزوجل فرمایلي) ای زما هغه بنده ګانو چې په خپلو نفسونو یې اسراف، د الله له رحمته مه نا امیده كېږئ، بېشکه الله ټول ګناهونه بښي او بېشکه هغه (الله عزوجل) ډېر بشونكې او رحم کونکى دی.
۲: د الله عزوجل د رحمت څخه نا امیدي انسان نور هم بې لارې کوي او بدۍ ته یې کشوي لکه په دې كېسه کې چې هغه سړي راهب مړ کړ او د هغه په قتل یې سل مرګونه پوره کړل.
۳: له علم نه پرته د فتوی خبره کول د خلکو او ویونكې د هلاکت سبب ګرځېدلی شی.
۴: چاته چې د کومې مسئلې په باره کې مشکل وي او غواړي خپله مسئله حل کړي پکار ده، چې یو تکړه او ښه عالم نه پوښتنه وکړي.
۵: څوک چې توبه اوباسي هغه ته ضروري ده، چې د خپلو خرابو ملګرو او خرابو ځایونو کې د ناستې څخه ډډه وکړي، تر څو د هغوی سره د ناستې له امله بېرته په ګناه کې واقع نه شې.
۶: د ښو خلکو سره ناسته د دې سبب ګرځي، چې انسان ښه کارونه وکړي او له بدو نه ځان وساتي.
۷: د ګناه کولو نه وروسته په ګناه پښېمانتیا او د الله عزوجل څخه د بښنې غوښتل کول لازم دي.
۸: الله عزوجل هره ګناه بښي خو شرک یواځې داسې ګناه ده، چې هغه نه بښي، الله عزوجل فرمایلي:
( أن الله لا یغفر أن یشرک به )
بېشکه الله عزوجل دا نه بښي چې دهغه سره شریک ونیول شي او هغه ګناه چې له شرکه ښکته وي (که کبیره وي او که وړه) هر هغه چاته یې بښي چې چاته يې و غواړي.
۹: الله عزوجل بنده ته د هغه د نیت کولو مطابق جزاء ورکوي که څه هغه عمل هم نه وي کړی، لکه په پورتنۍ كېسه کې چې هغه سړی هغه ځای ته ونه رسېده چې په کوم ځائې کی ښه خلک اوسیدل او په لاره كې مړ شو .
۱۰: هغه فرښتې چې د انسانانو روح أخلي فرق لري، کوم خلک چې ښه او صالح وي د هغوی روح د رحمت فرښتې او کوم چې بیا بد وي دهغوی روح بیا د عذاب فرښتی أخلي.


د (د رسول الله عليه افضل الصلاة والسلام په ژبه ديرش قيصي) له کتاب څخه
ليکوال : عصام عبدالعزيز الشايع
ژباړه او د احاديثو تخريج : عبد الباري (جمال)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب