توحید څه ته وايي؟ د توحید بیان

توحید داسلام یومهم بنسټ دی چې پرته له توحید څخه اسلام نه بشپړیږي او نه هم یوتن مسلمانېدای شي، توحید د رسولانو لومړۍ بلنه، او د اسلام لومړی منزل دی، توحید لومړی هغه ځای دی چې مسلمان په کې الله جل جلاله ته ودرېږي، دالله هر استازی چې بندګانو ته راغلی دی؛ نو لومړی یې توحید ته بلنه ورکړې ده، له قران څخه دځینو انبیاوو توحید ته بلنه دبېلګې په توګه رااخلو :

نوح عليه السلام خپل قوم ته د توحيد بلنه

لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ 59 الاعراف

ژباړه: په رښتیا نوح علیه السلام مو خپل قوم ته ولېږه؛ نو (نوح علیه السلام) وویل: ای زما قومه! دالله جل جلاله عبادت وکړئ، له هغه څخه پرته تاسو ته بل هیڅ څه دعبادت وړ نشته، بېشکه چې زه پرتاسو دلویې ورځې له عذاب څخه وېرېږم.

هود عليه السلام خپل قوم ته د توحيد بلنه

وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُوداً قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ أَفَلاَ تَتَّقُونَ 65الاعراف

ژباړه: اوعاد قوم ته مو دهغوی ورور هود علیه السلام ولېږه، ده (هود علیه السلام) وویل: ای زما قومه! یوازې دالله جل جلاله عبادت وکړئ، هغه څخه پرته تاسو ته هیڅ شی دعبادت وړنشته، ایا له الله جل جلاله څخه نه وېرېږئ؟.

صالح عليه السلام خپل قوم ته د توحيد بلنه

وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ ۷۳الاعراف

ژباړه: اوثمود قوم ته مو دهغوی ورور صالح علیه السلام ولېږه، ده (صالح علیه السلام) وویل: ای زما خلکو! دالله جل جلاله عبادت وکړئ، له هغه پرته تاسوته هیڅ څوک دعبادت وړ نشته.

شعيب عليه السلام خپل قوم ته د توحيد بلنه

وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ ۸۵ الاعراف

ژباړه: او مدین ته مو شعیب علیه السلام واستاوه، ویې ویل: ای زما قومه! دالله عبادت وکړئ، له هغه څخه پرته تاسو ته هیڅ څه دعبادت وړ نشته.

توحيد ته د هر نبي بلنه

الله جل جلاله په نحل سورت کې دهرنبي خپل قوم ته بلنه نقل کړې ده وایي: وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ ۳۶ النحل

ژباړه: بېشکه موږ هر ولس ته یورسول لېږلی دی چې الله ولمانځي او له باطلو معبودانو څخه ځان وساتي.

بل ځای په انبیاءسورت کې الله جل جلاله فرمایي: وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُونِ 25الانبیاء

له تاڅخه پخوا مو هیڅ رسول نه دی لېږلی خو دا چې هغه ته به مو وحي کوله چې زما (الله جل جلاله) څخه پرته بل دعبادت وړ نشته؛ نو زما(دالله جل جلاله) عبادت وکړئ.

د محمد صلى الله عليه وسلم توحيد ته بلنه

عن أَبي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: أُمِرْتُ أَنْ أُقاتِلَ النَّاسَ حَتّى يَقُولُوا لا إِلهَ إِلاّ اللهُ، فَمَنْ قَالَ لا إِلهَ إِلاّ اللهُ فَقَدْ عَصَمَ مِنّي نَفْسَهُ وَمالَهُ إِلاَّ بِحَقِّهِ، وَحِسابُهُ عَلى اللهِ. اللؤلؤ والمرجان ۱۵ حدیث شمېره ۱۳

ژباړه: ابو هریرة رضي الله عنه روایت دی چې محمدصلى الله عليه وسلم وایي: ترهغه ماته دجهاد او جنګ امرشوی دی څو خلک ددې ګواهي ورکړي چې له الله څخه پرته دعبادت وړ معبودنشته، چاچې دا وویل چې له الله پرته دعبادت وړ معبود بل نشته، دهغه مال اوځان خوندي کړ خو په خپل حق سره او حساب به یې په الله جل جلاله وي.

دهمدې دلائلو په اساس علماء وایي چې توحید دانسان لومړی مکلفیت دی نوځکه څوک چې مسلمانیږي باید ترټولو مخکې دتوحید کلمه (اشهد ان لااله الاالله واشهد ان محمدا رسول الله) ووایي.

توحیدپه لغت کې دالله جل جلاله یووالي منلو ته ویل کیږي.

او په اصطلاح کې: په هغه څه کې دالله جل جلاله یووالۍ منل چې هغه سره ځانګړي دي اوپه هغه څه کې یې یووالۍ منل چې دهغه له کبله په موږ واجب دي.

۱-هغه څه چې الله جل جلاله سره ځانګړي دي: دا دي چې مسلمان باورولري چې الله جل جلاله په خپل ذات کې، نومونو، صفتونو او کړنو کې یوازې دی هیڅ شریک نه لري او نه هم څوک دهغه په شان دي.

لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمایي: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1 اللَّهُ الصَّمَدُ 2 لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3 وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4 داخلاص سورت.

ژباړه: ووایه : هغه الله جل جلاله یو دی (۱) الله جل جلاله هیچاته اړ نه دی (۲) نه یې څوک زېږولي او نه له چا زېږېدلی دی (۳) او دهغه هیڅ سیال نشته (۴).

۲-هغه څه چې دالله جل جلاله له کبله پر موږ واجب دي: هغه دالله جل جلاله توحید او په هغه ایمان راوړل دي، یوازې دهغه بندګي کول او یوازې دهغه خبره منل دي،دغه راز دبل چا له بندګي څخه ځان ژغورل دي.

لکه څرنګه چې الله جل جلاله په نحل سورت کې فرمایي: وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ 36.دنحل سورت

ژباړه: بېشکه موږ هر ولس ته یورسول لېږلی دی چې یوازې الله ولمانځي او له باطلو معبودانو څخه ځان وساتي، نوبیاهغو نه چاته الله جل جلاله سمه لاره وښوده او ځینې نور هغه و چې بې لارېتوب پرې ټینګ شو؛ نوپه ځمکه وګرځئ او وګورئ چې ددرواغ ګڼونکو پایله څنګه شوه؟.

توحید په څو ډوله دی؟

توحید په درې ډوله دی:

۱-د ربوبیت توحی د(توحید ربوبیت)

۲-د الوهیت توحید(توحید الوهیت)

۳-د نومونو او صفتونو توحید (توحید اسماء اوصفات)

د ربوبيت توحيد څه ته وايي؟

ربوبیت له رب توري څخه اخېستل شوی دی چې(رب) دالله جل جلاله له نومونو څخه یو نوم دی، دلغت له پلوه رب ډیرې معناوې لري ۱-پالونکي (المربي) ۲-مرسته کوونکي (الناصر) ۳-څښتن (المالک) ۴-اصلاح کوونکي (المصلح) ۵-بادار (السید) ته رب ویل کیږي.

او دشرعې په اصطلاح کې توحید ربوبیت دې ته وایي، چې بنده عقیده ولري چې الله جل جلاله یو دی،دبندګانواو کائناتو پیداکوونکی، روزي ورکوونکی، ژوندورکوونکی، اومرګ ورکوونکی یوازې الله جل جلاله دی، او په دې ایمان ولرې چې هرڅه دالله جل جلاله په پرېکړې او دهغه له اندازې سره سم ترسره کیږي.

د ربوبيت توحيد دليلونه

دقران هر ایت دربوبیت دتوحید دلیل دی؛ خو دبېلګې په توګه یو څو دلیلونو ته په لنډه توګه اشاره کوو.

۱-الله جل جلاله دقران په لومړي سورت فاتحه کې فرمایي: الحمد لله رب العالمین.

ژباړه : دټولو ستاینو وړ یوازې دکائناتو پالونکی الله جل جلاله دی.

دفاتحې سورت ایت شمېره: ۱

۲-الاعراف سورت کې فرمایي: اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِيْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِيْ سِتَّةِ اَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَي الْعَرْشِ يُغْشِي الَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُه حَثِيْثًا ۙ وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُوْمَ مُسَخَّرٰتٍۢ بِاَمْرِه ۭاَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ ۭ تَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِيْنَ .

ژباړه : بېشکه چې ستاسو رب هغه دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پیدا کړي دي او بیا یې پرعرش استوا وکړه. شپه لکه دپردې غوندې پر ورځ غوړوي هره یوه په تلوار سره بله غواړي او لمر او سپوږمۍ او ستوري دهغه فرمان لاندې دي (پیداکړي دي) هو، پیدا کول او حکم کول یوازې دهغه کار دی الله برکت لرونکی، دکائناتو پالونکی دی.

۳-دبقرې سورت په نهه ویشتم ایت کې الله جل جلاله وایي : ھُوَ الَّذِىْ خَلَقَ لَكُمْ مَّا فِى الْاَرْضِ جَمِيْعًا ۤ ثُمَّ اسْتَوٰٓى اِلَى السَّمَاۗءِ فَسَوّٰىھُنَّ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ ۭ وَھُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيْمٌ

ژباړه : الله هغه ذات دی چې تاسو ته یې دځمکې ټول شیان پیدا کړي دي ، بیا یې پورته خوا ته پام وکړ او اووه اسمانونه یې برابر کړل او دی په هرڅه پوهېدونکی دی.

۴-ذاریات سورت کې الله جل جلاله فرمایي: اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِيْنُ.

ژباړه : بېشکه الله جل جلاله روزي ورکوونکی دی، دځواک څښتن او زورور دی.

دتوحید په دې ډول نژدې ټوله نړۍ په یوخوله ده ان تردې چې مخکنیو مشرکانو هم دربوبیت توحید منه او پرې اقرار یې کاوه؛ خو ځینې پخواني دهریه، اوسني ماده لمانځونکي، سائینس پوهان او کمونستان ددغه توحید انکار کوي.

دغه راز دتوحید ددې ډول په منلو انساني عقلونه هم اعتراف کوي؛ ځکه چې عقل دا نه مني چې اغېزه پرته له اغېزکوونکي څخه شتون ولري، کار دې پرته له کارکوونکي وشي، مخلوق دې له خالقه پرته وي، که چېره موږ یو ستن وینو نوپه یقیني توګه دا منو چې دا ستنه کوم انسان جوړه کړېده او په خپله نه ده جوړه شوې، چې دیوې وړې ستن په اړه دا نشومنلی چې دا دې خپله جوړه شوې وي؛ نو د دومره سترنظام، ځمکه، اسمانونه، غرونه، سېندونه لمرېز نظام، خلا، فضا او دا ټول کائنات چې انساني عقلونه یې حیران کړي دي او په نظم او ترتیب کې یې یوستن هومره توپیر هم نه راځي، په اړه څنګه ویلی شو چې دا ټول پرته له نظم کوونکي او پیداکوونکي په خپله منځ ته راغلي دي.

یوعالم له کوچي څخه پوښتنه وکړه چې دالله جل جلاله په شتون کوم دلیل لرې؟ هغه ورته په ځواب کې وویل : يا سبحان الله، إن البعرة لتدل على البعير، وإن أثر الأقدام لتدل على المسير، فسماء ذات أبراج، وأرض ذات فجاج، وبحار ذات أمواج؟ ألا يدل ذلك على وجود اللطيف الخبير؟

ژباړه: سبحان الله ، بېشکه پچه په اوښ دلالت کوي، دپښو چاپونه په تلونکي دلالت کوي؛ نو برجونو والا اسمان، او پراخي والا ځمکه، او موجونو والا سیندونه، ایا دلالت نه کوي ډیرو دقیقو اسرارو باندې پوه او په هرڅه باندې خبرلرونکي ذات باندې؟؟.

مشرکانو هم د ربوبيت توحيدمنه

مشرکانو هم دربوبیت توحیدمنه ځکه چې هغوی په دې اعتراف کاوه چې الله جل جلاله پیداکوونکی، روزي ورکوونی، دهرڅه مالک دی؛ خو په عبادت کې ورسره نور شیان شریکول.

الله جل جلاله لقمان سورت کې فرمایي: وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَيَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ۭ قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ۭ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُوْنَ .

ژباړه: او که ته له دوی څخه وپوښتې، چې اسمانونه او ځمکه چا پیداکړي دي؟ هغوی به هرومرو ووایي : الله. ووایه ټوله ستاینه الله لره ده؛ خو له هغوی څخه ډیر نه پوهیږي.

د توحيد ربوبيت حکم

ربوبیت توحید انسان په اسلام کې نه داخلوي، او نه یې هم وینه او مال خوندي کوي، دغه راز دقیامت له عذاب څخه یې هم نه ژغوري؛ ځکه چې دا توحید دټولو انسانانو په زړونو کې پروت دی، هغوی ټول دالله جل جلاله په ربوبیت اقرار کوي؛ نو ترڅو پورې چې دتوحید دوهم ډول توحید الوهیت ونه منو ترهغه مو عقیده نه سمېږي او نه مسلمانان بلل کیدای شو.

د الوهيت توحيد (توحيد الوهيت) څه ته وايي؟

الوهیت له (اله) توري اخیستل شوی دی چې په لغت کې منل شوي اوحق معبود ته ویل کیږي، لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمایي: اَللّٰهُ لَآ اِلٰهَ اِلَّا ھُوَ ۚ اَلْـحَيُّ الْقَيُّوْمُ بقره.

ژباړه : الله (چې دی) له هغه څخه پرته بل کوم معبود نشته، ژوندی، تلپاتې او همیشه قایم دی.

او دشرعې په اصطلاح کې : عبادت سره یوازې الله جل جلاله ځانګړی کولو ته دالوهیت توحید ویل کیږي په دې معنې چې دهر ډول عبادت مستحق او وړ یوازې الله جل جلاله دی، هغه سره په عبادت کې هیڅ څوک شریک نه دی.

دبېلګې په توګه لمونځ، روژه، زکاة، حج، ذبح (حلاله) نذر، وېره (خوف)، هیله (رجاء) محبت او داسې نورې ټولې هغه کړنې چې بنده یې دعبادت په توګه ترسره کوي او په ترسره کولو یې دالله جل جلاله خوښي غواړي باید یوازې دالله جل جلاله لپاره یې ترسره کړي او هغه سره بل څوک شریک نه کړي چې همدې ته دالوهیت توحید ویل کیږي.

د الوهیت توحید له دوو اصولو پرته منځ ته نشي راتلی :

لومړی اصل: دټولو عباداتونو که ځاني دي، مالي او یاهم له دواړو مرکب دي، مستحق یوازې الله جل جلاله دی، او په هیڅ ډول عبادت کې هغه سره هیڅ مخلوق شریک نه دی.

هر ډول عبادت یوازې دالله جل جلاله دی، له هغه پرته بل چا ته نه لمونځ کیږي او نه هم سجده، نه له هغه پرته په بل چا لوړه کیږي، او نه به هم دبل چا په نوم نذر نیول کیږي، او نه هم له الله پرته په بل چابروسه کیږي، یعنې هرډول عبادت به یوازې او یوازې دالله جل جلاله کیږي.

د الوهيت توحيد غوښتنه

دالوهیت توحید غوښتنه کوي چې بایدعبادت یوازې الله جل جلاله ته ځانګړی شي، عبادت دژبې اوزړه له قول څخه عبارت دی او یا هم دزړه او د بدن دغړو کړنو ته عبادت ویل کیږي چې دا ټول باید یوازې الله جل جلاله سره ځانګړي شي.

دوهم اصل: یوازې دالله جل جلاله عبادت کولو سره سره باید عبادت دالله جل جلاله او دهغه درسول الله صلى الله عليه وسلم له لارښوونه سره سم ترسره شي په دې معنی چې بنده دقران او محمدصلى الله عليه وسلم دویناوو تابع شي چې همدا دواړه شیان دتوحید دکلمې دوه برخې تشکلیوي.

دتوحید دکلمې لومړی برخه اشهد ان لا اله الا الله (ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته دعبادت وړ معبود نشته) غوښتنه کوي چې عبادت به یوازې دالله جل جلاله کوئ او دهغه خبره به منئ اوله هغه څه به ځانونه ژغورئ چې هغه ترې منع کړي یاستی او دکلمې دوهمه برخه واشهد ان محمدا رسول الله (ګواهي ورکوم چې محمدصلى الله عليه وسلم دالله جل جلاله رسول او استازی دی) غوښتنه کوي چې په هر عبادت کې به دمحمدصلى الله عليه وسلم لارښوونې منئ او هغه په ژوند کې تطبیقوئ او دهغه په پل به پل ږدئ.

د الوهيت توحيد غوښتنې

۱-اخلاص : دا چې بنده په خپلو ټولو ظاهري او باطني ویناوو او کړنو کې یوازې دالله جل جلاله خوښه او رضا وغواړي، نه داچې له مخلوق څخه یې بدله وغواړي دمعاوضې، مرتبې او یاهم دستاینې په صورت کې.

کله چې انسان له مخلوق څخه بدلې غوښتنې ته لیواله شي؛ توحید یې نګه نه پاتې کیږي، ځکه چې دې سره دبنده په زړه کې ریاء ځای نیسي او ریاء دتوحید ضد یو صفت دی چې همدې ریاء ته وړوکی شرک (شرک اصغر) ویل شوي دي.

۲-توکل (يوازې په الله جل جلاله بروسه کول).

توکل له وکالت څخه اخیستل شوی دی چې معنی یې خپل ټول کارونه او کړنې الله جل جلاله سپارل دي او په ټولو کارونو کې یوازې هغه باندې بشپړه اعتماد او بروسه کولو ته توکل ویل کیږي.

يوه تېروتنه او اصلاح يې

ځینې خلک دتوکل معنی داسې کوي چې یوه پښه په بله واړوه اوکښېنه، الله به هغه څه درکوي چې ته یې ترې غواړې چې په حقیقت کې دا ناپوهي او د توکل سهي معنی نه پېژندل دي، توکل وایي دیته چې ته اسباب او وسائل په کار واچوې او پایله یې په الله جل جلاله پرېږدې یعنی وسائلو څخه ګټه اخېستل دتوکل په تعریف کې داخل دي نه دا چې وسائل اختیارول دتوکل ضد خبره ده البته له وسائلواختیارولو وروسته پائله په وسائلو پرېښودل دتوکل منافي او ضد خبره ده.

۳-الله جل جلاله سره مينه

الله جل جلاله سره مینه دالوهیت توحید له سترو غوښتنو څخه یوه ده چې ورسره دالله جل جلاله په هرامر عمل کول اسانېږي او په عبادت کې مو خوند پیداکیږي.

۴-له الله جل جلاله څخه وېره او هيله

الله جل جلاله څخه وېره او هیله دتوحید له مهمو بنسټونو څخه بلل کیږي؛ نو په بنده واجب دي چې یوازې له الله جل جلاله څخه ووېرېږي، او له هغه پرته له بل چا څخه ونه وېرېږي.

دوېرې ځای زړه دی خو دوېرې نښې دبدن په غړو ښکاره کیږي او ترهغه یومسلمان بریالۍ کیدای نشي؛ څو چې یوازې له الله جل جلاله څخه و نه وېرېږي.

۵- صبر

صبر د توحید له سترو مرتبو څخه شمېرل کیږي، دا ځکه چې بندګان په دوام داره توګه له ناخوالو سره لاس او ګرېوان وي، نو که په دغو ناخوالو او جنجالونو کې الله جل جلاله ته صبر وکړي؛ نو دا ددې ښکارندویي کوي چې بنده دالله جل جلاله په پرېکړو خوښ او راضي دی چې د الله جل جلاله په پرېکړه رضا او خوښي دایمان برخه ده او که خدای مه کړه په ناخوالو او جنجالونو کې بنده بې صبره شي؛ نو دا ددې ښکارندوینه کوي چې بنده دالله جل جلاله په پرېکړه ناخوښ او ناراضه دی چې دا دانسان د ناکامي او کفر لامل ګرځي.

د صبر ډولونه

صبر په درې ډوله دی:

۱-دښو او نيکو کارونو په کولو صبر (صبر علی الطاعات)

یعنې هغه حکمونه چې الله جل جلاله یې بنده ته دکولو ویلي دي باید بنده دتل لپاره هغه حکمونه په ځای کړي او په نه پرځای کولو کې یې دنفس او شیطان خبره ونه مني، بلکې تل یې په ترسره کولو صبر وکړي چې همدې ته صبر په ښوکارونو صبر (صبر علی الطاعات) ویل کیږي.

۲-له حرامو او ناروا کارونو څخه صبر (الصبر عن المعاصي والمحرمات)

یعني هغه څه چې له ترسره کولو یې الله جل جلاله او دهغه رسول منع کړي یو، دهغو له کولو څخه ځانونه وژغورو او په نه ترسره کولو یې صبر وکړو.

۳-د الله جل جلاله په پرېکړو صبر (الصبر علی اقدار الله یا الصبر علی المصائب)

دانسان طبعیت دی چې په هغو پرېکړو خوشحاليږي چې د ده په کې ګټه وي او په هغو پرېکړو خفه کیږي چې ظاهرا د ده په کې تاوان وي، چې دا کومه بده خبره نه ده ځکه چې دا دانساني طبعیت یوه برخه ده؛ خو په بدو پیښو کله کله دانسان خفګان دومره زیات شي یا داسې حد ته ورسېږي چې دالله جل جلاله په پرېکړو نیوکه کوي او وایي چې “ای الله! تا یوازې زه لیدلای یم” دا دالله جل جلاله په پرېکړې نیوکه ده چې انسان کفر ته رسوي بلکې بنده ته پکار ده چې په داسې ټولو پېښو صبر وکړي او له الله جل جلاله څخه یې دبدلې اوثواب یایې دلرې کولو دعاوې وکړي.

۶-شکر او ستاينه

د توحید له غوښتنو څخه یوه هم شکر او دالله جل جلاله ستاینه ده ځکه چې شکر دنعمت په بدل کې کیږي او انسان له سرڅخه تر پښو دالله جل جلاله په نعمتونو کې ډوب دی؛ نو ځکه باید دتل لپاره بنده دالله جل جلاله ستاینه او حمد بیان کړي، علماء وایي: نیم ایمان شکر او نیم هم صبر دی.

۷- د بنده غيرت او غوسه بايد د الله جل جلاله لپاره وي

داسې چې هغه کړنې چې باید یوازې دالله جل جلاله لپاره یې ترسره کړي په هغو کې الله جل جلاله سره څوک شریک نه کړي، او هغه وخت چې دالله جل جلاله له عبادت څخه یې پرته تېرکړی وي، پرې خفه شي، او کله چې دالله جل جلاله له حکمونو څخه سرغړونه کیږي پرې غوسه شي.

۸-دعاء

دعاء هم دتوحید له غوښنو غوښتنو څخه یوه ده داسې چې بنده خپله هره اړتیا که ددین په چارو کې وي او که ددنیا په چارو کې باید یوازې له الله جل جلاله څخه وغواړي، له الله جل جلاله پرته له بل چا څخه خپلې دعاوې غوښتل یاترې فوق الاسباب (داسې غوښتنه چې دانسان په واک او توان کې نه وي لکه زوی غوښتل) سوال کول شرک دی.

دعاء ډيرې ګټې لري، دعا کې بنده دالله جل جلاله په وړاندې خپله بندګي څرګندوي، الله جل جلاله ته خپل احتیاج او اړتیاوې بیانوي، دالله جل جلاله ستاینه کوي، الله جل جلاله بشپړه واکمن او اختیارمن ګڼي، خپله عاجزي او بې بسي دالله په وړاندې ښکاره کوي، له همدې کبله دعا دبندګي نښه ده.

۹-لوړه (حلف)

څرنګه چې په لوړه کې بنده دهغه څه لویي ښکاره کوي چې دی پرې لوړه کوي؛ نو ځکه لوړه هم یو عبادت دی چې باید یوازې دالله جل جلاله لپاره ترسره شي؛ همدا لامل دی چې له الله جل جلاله پرته په بل چا لوړه کولو ته محمدصلى الله عليه وسلم شرک ویلي دي.

په حدیث کې راځي: ابْنُ عُمَرَ إِنِّى سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللَّهِ فَقَدْ أَشْرَكَ ». ابوداود

ژباړه: ابن عمر رضي الله عنهما وایي چې ما له محمدصلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ویل یې : څوک چې له الله جل جلاله پرته په بل څه لوړه وکړي؛ هغه شرک وکړ.

۱۰-نذر او نياز

دالوهیت توحید غوښتنه ده چې دعبادت ټول ډولونه باید یوازې الله جل جلاله ته ځانګړي شي؛ او نذر هم یو عبادت دی؛ ځکه نو علماء وایي څوک چې له الله جل جلاله پرته دبل چا په نوم نذر ونیسي هغه مشرک دی.

توحید الوهیت دتوحید هغه ډول دی چې له کبله یې الله جل جلاله انسانانو ته رسولان او نبیان رالېږلي دي، او په همدې توحید هر رسول او نبي خپل قوم ته بلنه پیل کړېده، دهمدې توحید له امله الله جل جلاله کتابونه اوصحیفې نازلې کړي دي، اسمانونه اوځمکې، جنت او جهنم یې پیدا کړي دي، دهمدې توحید له کبله جهاد روا (مشروع) شوی دی او دهمدې توحید په سر دمسلمانانو او مشرکینو تر منځ جنګونه شوي دي.

د الوهيت توحيد لنډيز

د الوهیت توحید لنډیز دا دی چې بنده دنورو له عبادت، مینې، وېرې، او اطاعت څخه یوازې دالله جل جلاله په عبادت، مینې، وېرې، او اطاعت بسنه وکړي او الله جل جلاله سره په اراده کې، مینه کې، وېره کې، هیله کې، لوړه کې او نه هم په نذر کې څوک شریک وګرځوي.

۳-د الله جل جلاله د نومونو او صفتونو توحيد (توحیدالاسماء والصفات)

دالله جل جلاله په هغو ټولو نومونو او صفتونو ایمان رواړل چې په قران او صحیح احادیثو کې یې یادونه شوې ده.

هرهغه نوم او صفت چې الله جل جلاله خپل ځان ته کارولی دی یا الله جل جلاله ته محمدصلى الله عليه وسلم په خپلو ویناوو کې کارولی وي، الله جل جلاله ته هماغه نوم اوصفت پرته له تحریف، تمثیل، تعطیل او تکییف څخه ثابتولو ته دنومونو او صفتونو توحید ویل کیږي.

لکه څرنګه چې الله جل جلاله دشوری سورت په یولسم ایت کې وایي وایي: لَيْسَ كَمِثْلِه شَيْءٌ ۚ وَهُوَ السَّمِيْعُ

ژباړه: هیڅ شی هغه ته ورته نه دی او همدی اورېدونکی او لیدونکی دی.

ددې ایت لومړی برخه (لیس کمثله شیئ یعنی هیڅ شی هغه ته ورته نه دی) په تمثیل او تکییف باندې رد دی او دوهم جز یې (وهو السمیع البصیریعنی همدی اورېدونکی او لیدونکی دی) په تعطیل او تحریف باندې رد دی.

دهمدې ایت په استنادعلماء وایي چې پرته له تشبیه څخه په هغه ټولو صفتونوایمان رواړل اړین دي چې الله جل جلاله ځان ته ثابت کړي دي.

امام ابوحنیفة رحمه الله په فقه اکبر کې وایي : له ید ووجه ونفس ذکر تعالی في القران من ذکر الید والوجه و النفس، فهو صفة له بلاکیف.شرح العقیدة الطحاویة ۲۱۹

ژباړه : الله جل جلاله لاس، مخ او ذات لري لکه څرنګه چې په قران کې دلاس، مخ او دذات یادونه شوېده، دا ټول پرته له کیفیت څخه دالله جل جلاله صفتونه دي.

د الله جل جلاله د نومونو او صفتونو توحيد په دوو بنسټونو ولاړ دی

لومړی دا چې دالله جل جلاله ټول نومونه او صفتونه توقیفي دي یعنې له قران او احادیثو څخه ثابت دي؛ نو باید په دغو ټولو نومونو او صفتونو ایمان راوړو او دغه نومونه او صفتونه په انساني نومونو او صفتونو قیاس نشي او نه هم انساني نومونه او صفتونو سره یې تشبیه ورکړل شي.

دوهم دا چې انساني عقل دالله جل جلاله دنومونو اوصفتونو له بشپړه درکولو څخه قاصره دي نو ځکه باید دالله جل جلاله دصفتونو دبشپړه درکولو هیله ونه لرو لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمایي: يَعْلَمُ مَا بَيْنَ اَيْدِيْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيْطُوْنَ بِه عِلْمًا

ژباړه : الله جل جلاله په هغه څه چې بندګانو په مخ کې دي او یا یې ترشا دي په ټولو پوهیږي او خلکو ته دهغه په اړه بشپړه معلومات نشته.

له همدې کبله کله چې امام مالک رحمه الله څخه ددې ایت (الرحمن علی العرش استوی) دتفسیر په اړه پوښتنه وشوه هغه دحیاء او له الله څخه دوېرې له امله خپل سر یوه ګړی ټیټ کړ او بیا یې وفرمایل : الاستواء معلوم، والکیف غیر معقول، والایمان به واجب، والسؤال عنه بدعة.

ژباړه: په عرش باندې دالله جل جلاله استواء معلومه ده، خو کیفیت یې عقل نشي درک کولای، او ایمان پرې واجب دی، او په اړه یې سوال بدعت دی.

دالله جل جلاله دصفتونو په اړه دصحابه وو، تابعینو او اسلافو مذهب دا دی چې هغه نوم اوصفت چې الله جل جلاله ځان ته کارولی دی یا ورته محمدصلى الله عليه وسلم په خپلوویناوو کې کارولی دی په هغه کې دقران او حدیث له مفهوم څخه نه زیاتوالی کوي او نه هم دجهمیه وو او معتزلوو په شان په په کې کوم تاویل کوي، معتزله او جهمیة وایي چې دالله جل جلاله صفت “ید” دنعمت او لورینې په معنی دی او “استواء” دقدرت او غالبېدلو په معنی ده؛ خو اهل سنت علماء وایي: “له ید لاکایدینا” یعنې الله جل جلاله لاس لري، نه زموږ لاسونو په شان، مخ لري نه زموږ مخونو په شان استواء معلومه ده خو کیفیت یې مجهول دی موږ یې په عقل نشو درکولای چې همدا عقیده دصحابه وو، تابعینو او تبع تابعینو او مشهورو امامانو لکه دامام ابوحنیفة ، امام شافعي، امام مالک، امام احمد بن حنبل، امام بخاري، مسلم، ترمذي، نسائي، ابوداؤد، ثوري، ابن عیینة رحمهم الله او د داسې نورو علماوو او دحدیث پوهانو ده.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب