تورګوټ الپ څوک و؟ Turgut Alp

دا د عثماني خلافت یو له هغو سرسختو، تکړه او زړورو قومندانانو څخه وو چې تر آخري سلګۍ پورې خپل دښمن په آرامه پرېنښوده. نوموړۍ په عثماني یو له زړورو او جنګالیو او باتحربه کسانو څخه وو.

تورګوټ الپ د ځینو روایاتو له مخې په ۱۲۰۰ میلادي کال او ځینې یې ۱۲۲۵ ښیې خو چې ډېرو خلکو پرې اتفاق کړې هغه ۱۲۰۰ کال دی چې د ترکیې په توربیسې(turbesi) سېمه کې وزېږېده. نوموړۍ د کونور الپ ( konur alp) ځوې وو چې خپله پلار یې هم د عثماني خلافت له تکړه قومندانانو څخه وو خو نوموړۍ د نامعلومو کسانو له خوا په ځوانۍ کې په شهادت ورسېد. او تورګوټ الپ یواځې پاتې شو. وروسته له دې سلېمان شاه چې دا د ارطغرل پلار وو لکه څنګه چې ارطغرل یې ځوې وو نو ده ته یې هم د ځوې په سترګه کتل. وروسته تورګوټ هم سلېمان شاه ته یې پلار ویلې وو. (Adoptive Father)

او وېل کیږي چې نوموړي سره به د جنګ په ډګر کې هر وخت تبر (Axe) وو. په هغې سره به یې جګړه کوله. چې په دې تبر سره زرګونه سرونه د صلیبیانو او مغلیانو پرېک کړې دي.

نوموړۍ په اخره کې د ۱۲۵ کالو په عمر یعنې ۱۳۲۵ میلادي کال کې د ترکیې په اینیګل (Inegol) سېمه کې وفات شو. نوموړۍ یو ښه تکړه، زړور او با تحربه قومدانانو څخه په عثماني خلافت کې حساب شو. او تورګوټ په اینیګل کې د ارطغرل غازي سره بهر خوا خاورو ته سپارل شوې دی.

ژباړه: احمد طه خلیلي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب