تور زیړي یا هیپټایټس بي څه ډول ناروغۍ ده؟

ینه یا ځیګر د انسان دبدن یوه حیاتي غړی دی ، چې په بدن کې ډیرې دندې ترسره کوي لکه په بدن کې د زهرجنو درملو او توکو بې ز هره کول ، د پلازما د پروټینو په جوړښت او هضمي کړنو کې اړین رول لوبوي .

ینه د بدن په استقلاب کې ارزښتمن رول لري چې په بدن کې یو شمیر کړنې لکه د ګلایکوجن زیرمه ، د هورمونو تولید، د پرین لاندې د تریخوب یا صفرا په نوم ماده تولیدوي چې د شحمیاتو په تجزیه کولوکې ارزښتمن رول لري همدارنګه ینه د سره کرویاتو په تجزیه کولو کې هم عمده رول لوبوي .

ینه یا ځیګر ته په لاتین کې هیپا ټیټ وایي نو دینې ناورغیو ته ته په لاتیني ژبه کې هيپاټيټیس وایي .

هیپاټیټس بي چې هیپا په مانا د ینې او بي د ویروس په مانا دی همدارنګه هیپا ټیټس بي ته په ولسي ژبه کې تور زیړي وايي .دغه ناروغي يوه ساري ناروغۍ ده چه په مختلفو لارو ديوه انسان څخه بل انسان ته انتقالیږي .

د تور زیړې دانتقال لارې:
د تور زیړی ویروس چاپیریال ککړولای شئ او تر اوو ۷۷ ورځو پورې په لاړو، وینه،سیمین ( دنارینه د سپرم هغه مایعات چې فرکتوز او مالګې لري) اوښکو او د رحم دخولې افرازاتو کې ژوندې وي چې د پوستکې او مکوزا سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږي.

ځینې وختونه د ټپونو او زخمونو له لارې لکه د پوستکې د لړمۍ کیدلو او د زخم ژیړ رنګه کیدلو سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږي.

د ځینو شیانو یو ځای کارونه لکه د غاښونو برس ، ککړ شوي مسواک او د ږیري خریلو وسایلو له لارې چې دناروغ کس په وینه ککړ شوی وي د انتقالیدو خطر یی ډیر دی.

ناروغ کس که روغ کس باندې غاښ یا خوله ولګوي نو د انتقالیدو خطر یی شته.

دوینې د ورکونۍ توکي ، وینه ورکونکې کسانو او وینه اخیستونکو کسانو له لارې تور زیړی انتقالیږي.

د جنسې اړیکو له لارې ( که ښځه یا نر پرې اخته وي نو د جنسي اړیکو پر مهال تور زیړی د ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالیږي)

د سلمانۍ د قیچۍ ، یا ککړ شوي پاکۍ او چړي له لارې تور زیړی انتقالیږي .

د ناروغ مور څخه ماشوم ته د حامله ګۍ په وخت کې تور زیړی انتقالیږي.

هغه معتادین چې په نشه یی توکو روږدي دي او د ککړو پیچکاريو په واسطه یو بل ته نشه یی توکي پیچکاري کوي نو یو بل ته تور زیړي انتقالوي.

که چیرې د مور په وینه کې تور زیړی مثبت (شتون ولري) وي او دماشوم په وینه کې هم مثبت (شتون ولري) وي ، د تورزیړي د ناروغۍ انتقال شانس ۹۰ سلنه زیاتوي.

د ماشوم دزیږون په وخت کې ددې ناروغتیا انتقال خطر ډیر زیات دی.

تور زیړي په لاندې حالاتو کې نه انتقالیږي !

تور زیړې د تشو متیازو له لارې نه انتقالیږي.

تور زیړي دهغه لوښو څخه چې ناروغ ګټه پورته کوي تاسې وکاروئ یا ورسره په ګډه ډوډۍ وخورئ نو روغ کس ته ناروغتیا نه انتقالیږي.

تور ژیړی وايروس دروغبړ کولو په واسطه نه انتقالیږي .

له ناروغ کس سره یوځای ناسته او ښکلول یا مچې کولو په واسطه نه انتقالیږي.

د ناروغ کس سره لاس په لاس ګرځيدلو او يو ځاي خواړه خوړلو په واسطه نه انتقالیږي.

که ناروغ کس په عمومي حمامونو کې ولمبیږي ، یا عمومي حوضونو څخه ګټه پورته کړي ، نورو کسانو ته د تور زیړي ناروغۍ نه انتقالیږي.

د ناروغ د درملنې په وخت کې دناروغ د بدن سره دتماس په پایله کې نه انتقالیږي.

په نړۍ کې ۳۵۰ میلیونه انسانان په تورزیړي ناروغۍ اخته دي.

تور زیړی یو ډول ویروسي ناروغۍ ده ، چې ددغه ویروس دفعالیت او زیاتیدنې اصلي ځای ینه ده.

کله چې د تورزیړي ویروس بدن ته داخل شي، نو ینه کې ځای نیسي او په ینه کې په فعالیت پیل کوي، چې د څو اونیو په تیریدو سره یعني تر ۱۲ اونیو پورې یی شتون په وینه کې څرګند یږي، چې د ینې د میکروبي کیدلو او تخریب کولو لامل ګرځي.

په ټولیز ډول تور زیړی په ځینو خلکو کې تر ۶ میاشتو پورې دوام کوي او بیا د ناروغ بدن پخپله ددې ویروس په مقابل کې معافیت ترلاسه کوي او ناروغ ښه کیږي ، مګر که د تور زیړي ویروس په بدن کې تر ۶ میاشتو زیات وخت لپاره پاتې شي او بدن پخپله دهغې په مقابل کې معافیت تر لاسه نه کړئ نو ممکن ویروس په مزمن تور زیړي بدلې شئ او تر ډیرو اوږدو کلونو پورې دناروغ په بدن کې پاتې شئ چې باید په دغه مرحله کې ناروغ تر لازمې درملنې لاندې ونیول شئ.

که د مزمن تور زیړي درملنه ونه شئ نو ممکن ناروغ د ینې په سیروسس او دینې په سرطانونو اخته شئ .

که چیرې ناروغ دینې په سرطانونو یا سیروسس اخته شي نو بیا د د رملنې لپاره یی د روغ کس ځیګر باید نارو غ کس ته انتقال شئ چې د ینې انتقال یوه پیچلې کار دی ، ځکه چې د ینې پیداکول او دهغې نقلول یوه لوی ستونزه ده.

د تور زیړی نښې :

د ډیر ستړیا احساس کول
خوا ګرځیدنه یا سر ګرځیدنه
د بدن وزن له لاسه ورکول
د خیټې پړسوب
د زړه بدوالی او کانګې
د تشو متیازو توروالي
د ډکو متیازو خاورین رنګه کیدل
دبدن د پوستکې زیړوالی
دبدن پر پوستکې دانې راختل
د سترګو زېړ رنګه کیدل
د بدن د بندونو دردونه
د سر او نس دردونه
بې اشتهایي
تبه او لړزه
پر بدن خارښت لګیدل
اسهالات او قبضیتونه
.
د تور زیړې تشخيص :

د تور زیړی ناروغۍ دقيق تشخيص په وينه کي دلاندي معايناتوپه واسطه ترسره کيږي.

HBsAg test
له یو څخه تر ۱۲ اونیو پورې د تور زیړې د ناروغتیا د ښودلو لپاره استعمالیږي ، که ناروغتیا تر ۶۶ میاشتو زیات د ناروغ په بدن کې دوام ومومي نو دا په دی مانا دی چې ناروغ په مزمن تورزیړي اخته شوی دی.

د مزمن تور زیړي د پوهیدو لپاره لاندې درې حالتونه مطالعه کوو.

د تور زیړي د معافیتي زغم پړاو :
په دغه پړاو کې
مثبت وي . HbsAg
دناروغ دوینې په سیروم کې الانین انزایم نارمل وي.
د ینې التهاب او فایبروسس نه شتون یا په حاد شکل.
چې د تور زیړی دغه پړاو ډیری وختونه په ماشومانو کې او دوخت په تیریدو سره په ځوانانو کې ډیر لیدل کیږي.

د تور زیړي د معافیتي فعال پړاو :
په دغه پړاو کې
مثبت وي . HbsAg
دینې التهاب د فایبروسس سره یا پرته له فایبروسس کیدلو څخه.
دینې دحجرو زیانمن یدل.
اندازې پورته کیدل . ALT /AST د
که دغه پړاو په ناروغ کې دوام ومومي نو ناروغ په مزمن تورزیړي ، سیروزس او دینې په سرطانونو اخته کیږي.

دتور زیړې معافیتي غیر فعال پړاو :
مثبت یا دویروس شتون والۍHBsAg,
منفي یا دویروس نه شتون والۍ.HBeAg-
مثبت یا شتون والۍ .Anti-HBe,
دینې پړسوب او فایبروسس کیدل .
په دغه پړاو کې نسبتا د ناروغ لږ خطر شتون لري چې ناروغ د ینې په سرطانو او سیروز اخته شئ.
د تور زیړي د ناروغۍ مخنيوي او درملنه :

د تور زیړې درملنه پيچلۍ ده ،ځکه تر درملنې مخکې د ناروغ عمومي څیړل او ناروغ درملنې لپاره اماده کول یو اړین کار دی .
هغه خلک چې واده لري که یوه له دوي څخه په دي ناروغۍ اخته وي، نو روغ کس بايد واکسین شئ او يا دجنسي اړيکو پر وخت دکانډم یا پوکاڼۍ څخه استفاده وکړئ.

که چیري دناروغ په وینه کې (هیپټایټس سرفس انتي جن ) شته والۍ تر ۱۲ اونیو پورې یا یی په بدن کې نه شتون هم باید د تور زیړې واکسین واخلئ .

دناروغۍ دمخنیوی په خاطر که چیرې د مور او ماشوم په وینه کې د ۷ ورځو لپار ه مثبت نه وي نو بیا امینو ګلوبولین ورته ورکول کیږي.

تور زیړي په خاص ډول کوم مالوم درمل نه لري مګر بیا هم د خطر فکتورونو د مخنیوي لپاره یي دغه درملونه کاروي.

د تابلیت په بڼه :
په ځوانانو کې تور زیړې درملونه :
لامو ویډین درمل
100mg (Epivir HBV)
150mg (Epivir)
300mg (Epivir)
د مزمن تورزیړې لپاره :
Epivir HBV: 100 mg PO qDay

په ماشومانو کې دمزمن تور زیړې د درملنې لپاره :

ددوه کلو څخه کم ماشومانو لپاره د دغو درملو کارونه خوندې نه ده.

که له دوه کلو ماشوم لوی وي نو باید د ماشوم د هر کیلو لپاره ۳ ملي ګرامه د خولې له لارې په ورځ کې ۱۰۰ ملي ګرامه درمل ورکول کیږي.

همدارنګه ځینې وختونه دغه درملونه لکه Telbivudine (Tyzeka) and Entecavir (Baraclude) همدارنګه د دتور زیړې په درملنه کې کارول کیږي.

 ډاکټر انتظار احمد همدرد

—————————————- –

اخذ لیکونه:
Essentials of Human Physiolog
Zakim, David; Boyer, Thomas D. (2002). Hepatology: A Textbook of Liver Disease (4th edd.).

Zakim and Boyer’s Hepatology: A Textbook of Liver Disease
by Arun J. Sanyal MBBS MD and Thomas D. Boyer MD
Hepatitis A, B, and C Center: Symptoms, Causes, Tests, Transmission, and Treatments. Webmd.com (2005-08-19). Retrieved on 2016-05-10.
Dancygier, Henryk (2010). Clinical Hepatology Principles and Practice of. Springer. pp. 895–. ISBN 978-3-642-04509-7. Retrieved 29 June 2010

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب