توکل پرخالق، نه پرمخلوق!‎

درې پیغمبرانو خپل کارونه انسانانو ته سپاریلي، چي هغه سم ځای ته نه دي رسېدیلي .

لومړی : موسی علیه السلام چي کوه طور ته دالله جَل ّجلالهُ حضور ته دراز لپاره تی، نو ئې خپل اُمتّ وخپل ورور هارون علیه السلام ته ور وسپاره .
کله چي بیرته راغی اکثرا اُمتّیان ئې سامري چي یو د ده د اُمتّیانو څخه وو،ساحر وو؛ په خپل طلایـي ګیلګي ئې ډېر اُمتّیان دموسی (ع) ګمرهان کړي او له ده څخه ئې اړه ولي وه .

دوېم : یعقوب علیه السلام دی . خپل ګران په زړه پوري زوی یوسف (ع) ئې پر خپل زامنو چي د یوسف علیه السلام نا سکه وړونه وه وې سپاره . هغو هم یوسف علیه السلام څاته ځني واچاوه او په پایله کي پخپله یعقوب (ع) پسې ړوند سو .

درېم : حضرت سلیمان علیه السلام دی، چي خپله دحکمته ډکه ګوتمۍ ئې پرخپل «نوکر» وسپارله،چي دهغه څخه په پایله کي «دیب» واخسته او و « سِنّد» ته ئې ور واچوله .

پر الله جل علا شانهُ سپارل :

کله چي د موسی علیه السلام مور، موسی (ع) په صندق که ایږدي او اوبوته وراچوي او پر خدای (ج) باندي ئې سپاري بېرته روغ رمټ ورته راځي .
بیا څرنګه چي یعقوب علیه السلام تجربه پیدا کوي او خپل بل زوی چي سکه ورور دیوسف (ع) «بن یمین» دی، دا وار ئې پر الله جل علا شانهُ سپاري؛بیرته روغ رمټ ورته راځي .
که غواړو چي کار مو جوړسي نو توکل پر خالق کوو نه پر مخلوق ئې .ثبوت ئې لوړ وینو.


لیکونکی محمدسرور وکیلي
لیدل سوي کتابونه
۱:- القران الکریم وترجمه معاینه وتفسیره الی لغة البشتو سورتونه : قصص،طه،شعراء
۲:- « « « ««««سورت : ص ۳۴او۳۵ ایات
۲:- احسن القصص تفسیرادبی وعرفانی سوره
یوسف (ع) مؤلف : پروفیسورعبدالله ابراهیمی «جامی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب