تکتونيکي پليټونه

ټیکټونيکي پليټونه

کله چې ځمکه سړه شوه،‌ هغو ګڼو موادو مرکز ته رسوب وکړ چې له درندو عناصرو څخه جوړ شوي وو. سپک عناصر د درندو عناصرو پر سر پاتې شول.‌ او له همدې سپکو عناصرو څخه زموږ د نړۍ لويې وچې جوړې شوې

کله چې زه د یوې لويې وچې په اړه فکر کوم، د صابون د پوقانيو هغه کتار ذهن ته راولم چې پر اوبو لامبو وهي.‌ لويې وچې ارومرو جامدې دي، او پر ډبرينې طبقې ولاړې دي، خو کله چې له دوی لاندې ضخيمې ډبرې حرکت وکړي، لويې وچې سمې ورسره ښوریږي.‌

عناصر هغه وخت نه دي چاڼ شوي چې ځمکه مايع وه، او د مګما طبقې وخت ته اړتیا درلوده چې حرکت وکړي څو سپک مواد د کانويکشن بهير له لارې سطحې ته انتقال کړي.

ساينسپوهان په دې اند دي چې د ځمکې د سړيدو وروسته د ځمکې په اتموسفير کې موجود بخار متراکم حالت درولود او د زياتو پيړيو لپاره باران اوريده.‌ د دې باران يو مقدار اوبه له ډبرو سره مخلوطې شوې او د آتشفشان له راوتلو سره بهر ته ازاده راووتلې.‌ د دې اوبو يو مقدار د هغو لکۍ لرونکو ستورو له خوا راوړل شوي دي چې له ځمکې سره يې ټکر کړی وو. ښايي ځمکه به په بشپړه توګه په اوبو کې پټه وه.‌ فکر کيږي چې په پیل کې يوازې ۱۰ سلنه ځمکه وچې نيولې وه.

ساينسپوهان اوس د ټيکټونيکي پليټونو په اړه فکر کوي. دا تيوري به ۱۹۱۵ کال کې د يوه جرمني‌ اقليم پوه الفريډ ويګنر له خوا وړانديز شوه.‌ که څه هم هغه يو شمير ښه تحقيق شوي دلايل وړاندې کړل خو د دې تيوري منل کيدو يو څه وخت ونيوه.‌

your ads

ساينسپوهان اوس په دې فکر دي چې د ځمکې د سړيدو وروسته د ځمکې سطحه پر ۲۰ لویو ډبرينو تختو بدله شوه چې د ټيکټونکي پليټونو په نامه ياديږي. لويې وچې د ځینو پليټونو پر سر پرتې دي او دا پليټونه ورو ورو د مانټل پر سر خوځيږي. یو وخت دا ټولې لويې وچې سره يو ځای وې او يوه لويه وچه يې جوړوله چې د پانجیا Pangea فرضي وچه يې بلله.  . لويې وچې له يو بل څخه تر بيليدو وروسته بالاخره هغه ځای ته راغلې چې اوس موقيعيت لري. لويې وچې اوس هم د خوځښت په حالت کې دي. نړۍ به په لرې راتلونکي کې يو بل ډول نقشه ولري.

لويې وچې څه ډول خوځيږي؟

 د سمندر په تر ټولو ژوره نقطه کې د ځمکې د قشر د پليټونو تر منځ لويې چاودې موجودې دي. توده لاوا له دې چاودو څخه راوځي او د سمندر د تل په ژوره کې ګډوډ ډبرين غرونه جوړوي. هر څومره لاوا چې د باندې راوځي، هومره نوې ډبرې زړې او يخې شوې ډبرې لرې شړي. نوې ډبرې جوړیږي او ورو روانې شوې ډبرې د سمندر لمن نوره هم پراخه کوي. دې ته د سمندر د تل پراختیا وايي. د پليټونو هغه حدود چې هلته پليټونه له يو بل څخه لرې حرکت کوي د لرې پرتو حدودو divergent boundaries نامه ياديږي.

ځمکه کوروي ده او له دې کبله ډبرې نشي کولی چې خپل جوړيدل او سره لرې پرتو حدودو ته بهيدل روان وساتي. خو بالاخره باید يو ځای ته لاړې شي. د تګ پر مهال دا ډبرې د لویو وچو پليټونه هم له ځانه سره انتقالوي، په داسې حال کې چې لويې وچې يې هم پر سر سپرې وي. دې عمليې ته د لویو وچو ښويدل واي، چې بالاخره د لویو وچو  پليټونه سره يو ځای کيږي. کله چې سره يو ځای شول، له سمندریزو غونډيو څخه راوتونکې ډبرې لويې وچې سره نږدې کوي.‌ دغه ځایونه د يو ځای کوونکو حدود په نامه ياديږي. بيا څه کیږي؟

يو پليټ د بل پليټ لاندې ښويدلی هم شي. دا عمليه د لاندې کولو subduction په نامه یاديږي. کله چې ډبرې ژورې لاړې شي، د ځمکې د منځ تودوخه ډبرې ويلي کوي. کله چې دغه تودې ډبرې بيرته راپورته شي آتشفشان رامنځته کوي.

ځينې وخت د دوه لويو وچو پليټونه سره ټکر کوي. کله چې ډبرې يو د بل پر وړاندې پورې وهل شي، يو د بل پر سر انباريږي. (دوه لانده ځان وچوني ذهن ته راولئ چې يو د بل پر وړاندې کيمنډل شي. بيا وګورئ چې څه ډول پوله کیږي او یو دبل پر وړاندې ډیرۍ جوړوي). د وخت په تيريدو سره د ډبرو دا ډيرۍ همداسې زیاتيږي. هر څومره چې غرونه ستوغ او ريونده شي، تخريبات هومره چټک کيږي.

فکر وکړئ چې د دې ټکر په منځ کې به دې ډبرو ته څه پيښيږي. دا ډبرې د زياتې تودوخې او فشار لاندې راځي او له دې کبله غونځې او قاتیږي. او دا هغه مناسب ځای دی چې ميتامورفيک يا استحالوي ډبرې په کې جوړيدلی شي.‌

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب