جاهله ټولنه څه ته وايي؟ او اسلام يې څنګه مقابله کړې؟

جاهله ټولنه د کافرې ټولنې څخه عبارت ده، يا هغه ټولنه چې خپل عبادت د الله تعالی لپاره نه خالص کوي، او د هغه وحدانيت او یو والي ته تسليم ندي جاهله ټولنه بلل کيږي، معنا دا چې نه په عقيدوي ډګر ، نه د عباداتو په ډګر او نه د قوانينو په ډګر کې د هغه وحدانيت ته قايل دي.

په پورتني تعريف سره زياتره اوسنۍ ټولنې په جاهلي ټولنو کې راځي، په لومړي ګام کې ملحده ټولنه چې د الله تعالی د وجود څخه منکره او په الهي نظام کې چې کوم تغيرات او بدلونونه راځي هغه په طبيعت پورې تړي، او په دويم پړاو کې عبادت پرته له الله تعالی څخه يوې ډلې ته لازموي.

په جاهلي ټولنه کې ټول شرکي ټولنې چې په نړۍ کې شتون لري، شاملې دي، که هغه په هند، جاپان، فلپاين ، افريقا او نورو ځايونو کې دي، ځکه هغوی په خپلو عباداتو کې د الله تعالی سره نور آلهه شريکوي، او مختلفو آلهه وو ته عبادت کوي د هغوی معبودان ونه، کاڼی، حيوان، انسان او ټول مخلوقات دي، د نظام په ميدان کې هم هغه قواعد عملي کوي چې د خپلې عقيدې سره يې سمون خوري، د نظام سرچينه يې يا ساحران، فالګر، او کوډګر وي، او يا سيکولر نظام وي.

همدارنګه يهودي او نصراني ټولنې که د نړۍ په هر ګوډ کې شتون لري، په دې مفهوم کې شاملېږي، دا ډلې په محرف او تغير شوي دين باندې عمل کوي، الله تعالی چې کوم دين ورته رالېږلی وو هغه ته يې په خپلې خوښې تغير ورکړی، په هغه کې يې لاس وهنې کړي، الله تعالی ته په هغه وحدانيت قايل ندي چې څرنګه الله تعالی غواړي، بلکې دوی هم شرک کې واقع شوي چې الله تعالی ته ځوی ثابتوي، د درې ګونو آلهه وو عقيده لري، همدارنګه د عباداتو په برخه کې هم بدلونونه او تغيرات راوستي، چې په تحريف شوي دين باندې خپل عبادات مخ پر وړاندی وړي، او نظام يې هم وضعه شوي قوانين دي، مخکې به يې نظام د خپلو مذهبي مشرانو په لاس وو، خو وروسته يې نظام دځان څخه جوړ شوو قوانينو ته تسليم شو. الله تعالی د دې دوه ډلو په هکله فرمايې: { اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ } (سورت التوبة ۳۱)

ځکه چې هغوی ورته له ځانه حلالول او حرامول کول.

هغه ټولنې چې ځان ته اسلامي ټولنې وايې او خپل نظام يې د وضعي او سيکولري قوانينو باندې استوار کړی وي، په جاهلي ټولنو کې شاملېږي، ځکه چې دوی نظام د الهي احکامو په اساس ندی ولاړ کړی، او ټول قوانين يې غربي او ديموکراسي قوانين دي، دين يې له سياست څخه جلا کړی.

نو د دې ټولنو څخه ځينې ټولنې داسې دي چې په ډاګيز ډول يې د سيکولر نظام اعلان کړی دی، او ځينې يې دين ته له احترام سره سره نظام او سياست له دين څخه ويستلی دی، او ځينې ټولنې چې هغوی اسلامي ټولنې دي، ولې ديموکراسي او سيکولر نظامونه پرې حاکم او بروسه دي.

اسلام د جاهلي ټولنو  مقابله کوي، او په هر ډګر کې ورته په کمين کې ناست دی، که دا ټولنه په ښکاره ډول سيکولر او ديموکراسي ټولنه وي، او که سيکولر نظام ته ښه نظام وايې، ځکه دا ټولنې د اسلام له دين سره په ټکر کې دي، او دا ټولنې په مستقيم ډول او يا په غير مستقيم ډول د اسلامي دين په نړولو کې لګيا دي نو په دې اساس اسلام له ټولو سره په مقابله کې دی، او هر مسلمان باندې لازمه ده چې د اسلامي ټولنې د ټينګښتت لپاره د جاهلي ټولنو مقابله وکړي، او په هر ډګر کې هغه ته ماتې ورکړي، او هر نظام او ټولنه چې د اسلامي ټولنې د پراختيا مخه نيسي په هر ډول يې مقابله وشي او له منځه ولاړ شي، که دا ونشي نو خامخا به اسلامي ټولنې هغه رنګ اخلي څرنګه يې چې استعمار او د استعمار ګوډاګيان، غلامان او خادمان غواړي.

الله تعالی دې له اسلامي ټولنو دغه نظامونه چې داسلامي ټولنې مقابل کې ولاړ دي، او اسلامي ټولنه له منځه وړي او يا يې په جاهلي ټولنه بدلوي؛ تباه کړي، او هغه نظام دی راولي چې اسلامي ټولنو ته پراخي او ټينګښت بخښي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب