جرګه او مرکه څه ته وايي؟

جرګه څه شی ده؟

جرګه د پښتنو یو لرغونی دود دی، چې قومي مشران ، علمای کرام، مخور او پوهان په کې د بېلابېلو مسائلو په اړه
سره راټولیږي او پرېکړې کوي.
خو په اصطالح کې جرګه د قبیلوي سپین ګیرو او مشرانو او علماوو هغې غونډې او جرګې ته وایي چې د بېلابېلو
مسائلو د حل لپاره جوړېږي. جرګې تر ډېره د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو قبایلو او یا هم د پښتنو په ټولنو او کلیو
کې جوړې شوې دي. په قبایلو کې د جرګې پرېکړې باید عملي شي، مخالفت او سرغړونه یې ډېرې ناوړې پایلې
لرلی شي.

په جرګو کې واک مطلق د جرګه والو سره وي او فیصلې هم په دواړو غاړو الزمي وی هره غاړه چې سرغړونه
وکړي جرګه یي په مقابل كې ودریګي او خپله پریکړه ورباندې عملي کوي .

د جرګې اصطالحي معنی تر دې هم پراخه ده او د افغانانو هغې تاریخي عنعنوي غونډې ته وایي، چې د اوږدو زمانو
په بهیر کې یې زموږ د اولس ټولې ټولنیزې قومي او ملي، سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، کلتوري او حتی مذهبي
شخړې، ستونزې، ناندرۍ، تاوتریخوالی او خنډونه له منځه وړي او حل کړي او په دې برخه کې یې غوڅې پرېکړې
او فیصلې کړي او کوټلي تصمیمونه یې نیولي دي.

مرکه څه شی ده؟

مرکه تر جرګې وړه حلقه ده، چې د کلي کور واړه موضوعات او شخړې حل کوي او جرګه د لویو او مهمو مسایلو
د حل له پاره جوړیږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب