جنوب لويدیځه آسیا – د ځمکې طبيعي جوړښتونه او منابع

د ځمکې طبيعي جوړښتونه سيمې سره ويشي

مړه بحيره ولې مړه ده؟

جنوب لويديځه آسیا د يوه داسې پل حيثيت لري چې آسیا، افريقا او اروپا سره نښلوي. دا سيمه پر یوه لوی ښويدونکي ټيکټونيکي پليټ پرته ده. د جنوب لويديځې آسیا تر ټولو څرګند طبيعي جوړښت عربي ټاپووزمه ده.‌ دغه ټاپو وزمه په جنوب لويديځه خوا کې د افريقا له لويې وچې د سرې بحيرې په واسطه او د ختيځ له خوا د فارس خلیج په واسطه بيله شوې ده.‌ په دې سیمه کې بله طبيعي‌ ځمکه د اناتوليا ټاپووزمه ده. دغه ټاپو وزمه اوس د ترکيې د هيواد په ولکه کې ده.‌ د آسيا د لويې وچې پیل له همدې ځايه کيږي.‌

دغه دواړه ټاپووزمې له ستراتيژيکو بحري لارو سره پولې لري. سره بحيره د عربي ټاپووزمې جنوب خوا کې مديترانې سمندر ته يوه ستراتيژيکه لار لري، چې د سويس کانال دی.

له جنوبي او ختيځې آسیا څخه سوداګريز اجناس له همدې بندره اروپا او شمالي افريقا ته رسیږي.

د اناتوليا ټاپووزمه د تورې بحيرې او مديترانې سمندر تر منځ پرته ده. د دې ټاپووزمې په لويدیځه برخه کې د بيړيو د چلند دوه لارې د نریو تنګو په ډول موجودې دي.

your ads

دا د باسپورس او ډارډنيلز تنګې دي. د دې تنګو کنټرول د هغې سوداګرۍ او ټرانسپورټ د کنټرول په معنی دی چې د روسيې او د آسيا د ننوتځي يا دروازې تر منځ روان دي.

د  عربي ټاپووزمې زياتره برخه دښتو نیولې ده. دا سيمه وچه، ریګزاره او باد لرونکې ده. زیاتره ځمکه يې شاړه ده له دې کبله ډیره لږ کارول کیږي. دښتې د ټيټو غونډيو، تپو او خوړونو له خوا به بیلابيلو ځایونو سره ويشل شوي ده.‌ خوړ د سیند هغه مسير ته وايي چې د باراني موسم پرته په نورو وختونو کې وچ پاتې کيږي. د دې ټاپووزمې په جنوب لويديځ ګوټ کې د غرونو يوه لړۍ له ځمکې راپورته شوې ده. دا د حجاز غرونه دي.

په جنوب لويديځه سوريه کې کوچني ارتفاعات دي چې د ګولان ارتفاعاتو په نامه يادیږي. دغه غرنیز ارتفاعات چې د الجولان په نامه هم يادوي، د اردن او جليلية پر سيندونو پراته دي. دا طبیعي ځمکنيز جوړښتونه د ستراتيژيک موقيعيت له کبله د څو لسيزې راهيسې په جنوب لويديځې آسیا کې د سياسي اختلافاتو ګرځيدلی دی.

د ایران مرکز داسې ارتفاعات لري چې د غرونو له خوا چاپیر شوي دي. دغه جلا شوې او لوړه ځمکه له تيږو، ريګونو او ښورې څخه ډکې دښتې لري. خو د ارتفاعاتو چاپیره د غرونو په بیخ کې پرتې غونډۍ د ځينو حبوباتو د کرکيلې لپاره مساعد دي.

د اناتوليا د ټاپووزمې زیاتره برخه هم ارتفاعاتو نيولې ده. ځینې سيمې يې کرهڼې لپاره مساعدې دي. نورې سيمې يې بيا د ميږو او وزو د رمو لپاره ښې ورشو ګانې جوړوي. د افغانستان شمالي دښتې ښې خړوبه شوې کرهڼيزې ځمکې لري. ‌دا سيمې په لوړو غرونو چاپیره شوي‌ دي چې د سيمې له نورو برخو څخه يې جلا کوي.‌

د هندوکش غرونه د نورو غرونو له سلسلو سره نښتلي دي.‌ همدا غرونه جنوبي آسیا احاطه کوي. افغانستان په وچه کې حصار او غرنيز دی له دې کبله یې بهرنۍ نړۍ سره تماس ستونزمن دی.

جنوب لويديځه آسیا نږدې ټوله په اوبو حصاره شوې ده.‌ دغه اوبه سوداګريز بندرونه جوړوي.‌ او همداراز د نړۍ نورو برخو ته د لاسرسي لپاره هم لاره هواروي.‌ خو وچ اقلیم لري.‌ له دې کبله په دې ټوله سيمه کې یوازې څو سيندونه بهيږي.

د دې سيمې دوه تر ټولو مهم سیندونه دجله او فرات دي چې يو وخت يې ګڼ لرغوني مدنيتونه چې د دې سیندونو په مسیر کې اوسيدل خړوبه کړي‌ دي. دجله او فرات اوس د ترکيې، سوريې او عراق په خاوره کې بهيږي. د دې سيندونو وادي ګانې حاصلخيزه او د کرهڼې لپاره مناسب دي.‌

د اردن سيند د هرمون غره ته څیرمه د لبنان له غرونو رابهيږي.  د جنوب پر لور د بهير پر مهال دغه سيند د اسرائيل او اردن تر منځ يو طبيعي سرحد جوړوي. د اردن سيند مړې بحيرې ته ور لويږي. مړه بحيره په وچه کې حصار يو مالګين جهيل دی. ددې بحيرې د مالګې غلظت دومره زیات دی چې هيڅ ژوندی موجود پکې ژوند نشي کولی.

مړه بحيره د سمندر له سطحې څخه ۱۳۴۹ فوټه ټيټه ده ـ چې دا د ځمکې د قشر پر سر تر ټولو ټيټه نقطه بلل شوې ده.‌

د يوې معاصرې نړۍ لپاره منابع

د ځمکې څه مقدار تيل دلته پراته دي؟

تيل د دې سيمې تر ټولو پریمانه منابع دي. د تيلو تر ټولو لويې زیرمې په عربي ټاپووزمه، ايران او عراق کې پرتې دي. د طبیعي ګاز منابع هم په دې سیمه کې دي.‌ د سون دغه فسيلي منابع د ټولې نړۍ ګاډي، ټرکونه، کارخانې او بريښنا کوټونه چلوي‌. له دې کبله هغه هیوادونه چې د نفتو زيرمې لري د دې هيوادونو لپاره د عايداتو لويه برخه جوړوي.‌

نن ورځ د نړۍ د تيلو دوه پر درې برخې زیرمې به جنوب لويديځه آسیا کې موقيعيت لري. دغه زیرمې د خليج فارس او په ور لرې کيندل شويو سيمو کې موندل کیږي. همدې زيرمو دې سیمې ته ډیر اهمیت ورکړی دی. د امریکا د متحده ايالاتو په ګډون د نړۍ ګڼ هیوادونه د همدې سيمې پر تيلو ډډه لګوي.

د جنوب لويديځې آسیا په ځينو برخو کې اوبه يوه ارزښتناکه منبع بلل کیږي. د ترکيې، ايران، لبنان او افغانستان په څیر غرنيزو سیمو کې د نورې سیمې په پرتله اوبه پریمانه دي.  به دې ځايونو کې اوبه د بريښناکوټونو لپاره کارول کیږي.

په نورو ځايونو کې اوبه يوه نادره منبع جوړوي. بايد چې په پرله پسې توګه وساتل شي او په خورا پاملرنې سره وکارول شي. د اوبو د ساتنې لپاره هڅې خورا مهمې دي.  دغه دود ددې سيمو خلکو د زرګونو کلونو ساتلی دی.

جنوب لويديځه آسیا نور منابع هم لري. په دې سیمه کې د  ډبرو سکرو، مس، اشقار [پوتاس] او فاسفيټ زيرمې موجودې دي. دغه زیرمې تيتې او دومره لويې نه دي. خو ايران او ترکيه د ډبرو سکرو لويې زيرمې لری.

پر دې برسيره، د مړې بحيرې چاپیره د کلسيم کلورايډ پام وړ زیرمې موجودې دي. دغه مالګې په توليدي کارځایونو او کيمياوي بهيرونو کې کارول کیږي. د دې زيرمو زیاتره برخه تراوسه هم نه ده پلټل شوې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب