جنډر څه ته وايي؟ څه غواړي؟

جندر څه ته وايي؟

جندر يوه انګليسي کلمه ده او په اصل کې له لاتيني ژبې څخه اخستل شوې ده،چې د نارينه او ښځينه جنس په معنا ده او په معاصرو ادبياتو کې جندر د ښځينه او نارينه جنسونو هغه ټولنيز خصوصيتونه او په ټولنه کې  د ونډي درلودلو حالت دى چې د اقتصادي، ټولنيزو، ديني، تمدني او توکميزو توپيرونو پر بنسټ رامنځ ته کيږي. برسيره پر دې د عمر او فرهنګ توپير هم د ښځينه او نارينه د دندو په اړه نيغ په نيغه اغيز لري. د جندر پلويان وايي چې د نارينه او ښځينه ترمنځ د دندو ويش دوه ډوله دى، يو ډول هغه دندې دي چې د بيولوژيکې توپيرونو پر بنسټ يو جنس ته سپارل کيږي، لکه زيږونه د ښځينه دنده.  او بل ډول هغه دندې دي چې د نورو پورته يادو شويو اسبابو پر اساس يو جنس ته سپارل کيږي، چې لومړى ډول دندې تغيير نه مومي، او دوهم ډول دندې د تغيير او بدلون وړ دي. دوې د دغه توپيرونو دښه وضاحت لپاره د بيولوژيکي توپيرونو لپاره د sex کلمه د جنس په معنا استعمالوي، او د دوهم ډول توپيرونو لپاره د Gender کلمه د اجتماعي نوع په معنا استعمالوي. په لنډه توګه د جندر تعريف داسې کولاى شو چې دا د نارينه اوښځينه تر منځ هغه اجتماعي، سياسي، فرهنګې او ديني  اړيکي دي چې د تاريخ په اوږدو کې دانسان له خوا رامنځ ته شوي دي.
د پورتني تعريف په رڼا کې د جندر  د مساوات د  رامنځ ته کولو  لپاره درې اساسي بنسټونه راڅرګنديږي:
1. د ښځې او نر تر منځ  د اړيکو د څرنګوالي تحليل او په سمه توګه پيژندنه.
2. د هغو اسبابو، دندو او مسؤوليتونو پيژندنه چې د د وى په آند يې  د ښځې او نر تر منځ دغه نا انډوله  د  نارينه د زورواکۍ  يا مرد سالارۍ  نظام رامنځ ته کړى دى.
3. د جندر د مساوات لپاره په عملي ډګر کې ګامونه پورته کول، او د ښځې او نر تر منځ د اړيکو د نوي سيستم رامنځ ته کول.
د لومړي ځل لپاره دغه اصطلاح په ١٩٩٤م کال کې د قاهرې په کنفرانس کې راڅرګنده شوه، چې په څلورمه ماده کې د جندر د ټولو توپيرونو د له منځه وړلو لپاره يې غږ کړى دى، په پيل کې دغه اصطلاح د نارينه او ښځينه په معنا واخيستل شوه، بيا په کال ١٩٩٥م کې د پکينګ په کنفرانس کې دغه کلمه تقريبا ٢٣٣ ځله تکرار شوه، خو د معنا په اړه يې د اسلامي هيوادونو لخوا انديښنه څرګنده شوه، د دې اعتراض په ځواب کې د جندر د تعريف لپاره يو ځانګړى پلاوى وټاکل شو، پلاوي وروسته له ډير بحث څخه پريکړه وکړه چې دغه اصطلاح  کوم څرګند تعريف نه لري.
د بريتانيا دائره المعارف د جندر هويت(Gender Identity) په اړه وايي : دا په حقيقت کې هغه شعور او احساس دى چې نارينه يا ښځينه يې له ځان سره دخپل جنس په اړه لري، دغه شعور او احساس د نفسي او ټولنيزو لاملونو پر اساس رامنځ ته کيږي، له همدې کبله دغه توپيرونه په بيلابيلو ټولنو کې سره جلا دي، او د نفسي او ټولنيزو بدلونونو له لارې کولاى شو چې دغه شعور او احساس تبديل کړو.

له همدې کبله تر ټولو لومړنى سوال چې د جندر په ورکشاپونو کې مطرح کيږي دا دى چې: تاسې څه وخت د لومړي ځل لپاره په ځان پوه شوې چې تاسې ښځينه يا نارينه ياست؟ او دوهم سوال يې دا وي، چې څه وخت مو د خپل جنس پر اساس په ټولنه کې د خپلو دندو او ونډې اخيستلو حالت تشخيص او وپيژنده؟ بيا دا سوال مطرح کوي: هغه کوم شيان دي چې د جنس د تعيين پر اساس پر تا لازم شوي دي خو ته ترې کرکه لرئ؟او هغه کوم شيان دي چې بل جنس ته سپارل شوي د ي، خو ته غواړئ چې ترسره يې کړئ؟ نو که چيرې په يوه ټولنه کې نارينه د ښځې کار وکړي، او ښځه د نارينه کار وکړي، په دې سره به دغه احساس او شعور له منځه ولاړ شي، او د جنسونو د اختلاف پر ځاى به يوه نوع رامنځ ته شي، چې همدې نوع ته جندر وايي، په دې صورت کې به د نارينه او ښځينه د وظايفو ويش او ټاکنه د يوې نوعې له خوا پرته له کوم تبعيض او يا توپير څخه کيږي، او د بيولوژيکې توپير تاثير او اغيز به په کې نه وي.
لدې سره چې د جندر کلمه د نارينه او ښځينه دواړو  جنسونو ته شامله ده، خو په عملي ډګر کې جندر په حقيقت کې د فيمينزم ( ښځينه پلوه) خوځښت  له خوا رامنځ ته شوې کلمه ده او ستره موخه يې دا ده چې په دې نامه خپل هغه اهداف  ترلاسه کړي، کوم چې په تيره گڼه کې مو د هغې يادونه کړې وه.

جندر څرنګه رامنځ ته شو؟

په شلمه پيړۍ کې د ښځې د آزادۍ بيلابيل خوځښتونه راوټوکيدل چې تر شا يې بيلابيلې فلسفې يا استراتيژۍ پرتې وې. په همدې لړۍ کې  د جندر کلمه هم په پيل کې د يوې لغوي اصطلاح په توګه رامنځ ته شوه ، چې د ښځې او نر په اړه  يې په ځانګړيو ژبو او قالبونو کې د لغوي اصلاحاتو غږ پورته کړ ، له  کومو څخه چې د دوى په آند د توپير بوى راته، بيا وروسته دغه اصطلاح  د يوې ځانګړۍ فلسفې بڼه غوره کړه، په دوهم پړاو کې د جندر پلويانو دا خبره رامنځ ته کړه چې ښځينه او نارينه په خپل منځ کې دوه ډوله توپيرونه لري، چې يو يې بيولوژيکي او دوهم ډول يې اجتماعي او ټولنيز توپير دى، په دريم پړاو کې يې دا خبره راپورته کړه چې هغه توپيرونه چې د ټولنې لخوا رامنځ ته شوي دي، د تغيير او بدلون وړ دي، او هغه بايد له منځه ولاړ شي. خو لدې سره چې د ټولنپوهنې علماو دا خبره په کلکه رد کړه چې د ښځينه او نارينه تر منځ د بيولوژيکي او ټولنيزو توپيرونو په نامه د دندو ويشل يو محال او ناشونى کار دى، ځکه چې دغه دوه ډوله توپيرونه يو له بل سره کلک نښتي دي، خو د دغه خوځښت پلويانو سترګې پټې کړې او خپل آواز يې نور هم پورته کړ ، تر دې چې اوس يې د ملګرو ملتونو د وثايقو بڼه خپله کړې ده.
 

د جندر مساوات څه ته وايي؟

د جندر پلويان وايي چې د جندر د مساوات معنا دا ده چې د نارينه او ښځينه تر منځ د حقوقو او مسؤوليتونو ويش بايد د جنس- نارينه يا ښځينه توب- پر بنسټ ونشي، بلکې دواړو ته بايد د ژوند په ټولو ډګرونو کې يو شانته فرصتونه ورکړل شي، او په دې توګه دغه خوځښت ، لکه څنګه چې د هغو توپيرونو پر ضد مبارزه کوي چې د ټولنې لخوا د نارينه يا ښځينه  لپاره د حقوقو يا دندو په توګه ټاکل شوي دي ، په همدې ډول دين هم يوه ټولنيزه پديده گڼي، او د دين لخوا ايښودل شوي توپيرونه هم نه مني، او پر ضد يې کلکه مبارزه کوي.
 

جندر څه غواړي؟

دجندر پلويان په عمومي توګه په درې محورونو ترکيز کوي:
1. د جندر پلويان وايي  چې د ښځې او نارينه ترمنځ د کورنۍ په نامه جوړې شوې اړيکې، د نارينه لخوا د ظلم او زور پر بنسټ رامنځ ته شوي دي، دوى وايي چې نارينه د خپل ځواک څخه په استفادې په دې توانيدلى دى، چې ښځې تر خپلې ولکې لاندې وساتي، او له يو لړ حقوقو څخه يې بې برخې کړي. له همدې کبله د جندر پلويان د ښځې دحقوقو د له منځه وړلو په اړه تر ټولو زيات د کورنۍ نظام تورن ګڼي،او وايي تر څو چې د کورنۍ نظام موجود وي، ترهغې د جندر د مساوات تحقق ممکن نه دى. دا چې جندر د فيمينزم لخوا د خپلو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره رامنځ ته شوى دى، پر همدې بنسټ دا ټول نظريات تر شا يو لړ فلسفي ليدونه لري، چې په تيره ګڼه کې مو ورته اشاره وکړه.دوى د نارينه او ښځينه تر منځ د کورنۍ په چوکاټ کې د تکامل تصور نه مني. او د کورنۍ د ړنګولو سخت پلويان دي، چې يو شمير ډلې يې دغه موخه  په ډاګه اعلانوي، خو ځينې نورې  يې بيا په ښکاره دا خبره نه کوي، خو د اعمالو او کړنو په نتيجه کې د لومړۍ ډلې سره يو هدف تعقيبوي.

2. دوى د ښځينه او نارينه تر منځ د جنس، عمر، دود، ټولنيزو ارزښتونو او ديني تعليم پر بنسټ د توپيرونو پر ضد مبارزه کوي، همدا ډول د کورنۍ او ټولنې په جوړښت کې د ټولو اديانو سره په جګړه کې دي، دوى هڅه کوي چې لومړى دغه ډول توپيرونه په کلي توګه له منځه يوسي، او بيا د ښځينه او نارينه تر منځ اړيکي په نوې بڼه د جندر(ټولنيزې نوع) پر بنسټ تنظيم کړي. په دې توګه د انساني تاريخ څخه يو لړ کلمات، لکه کورنۍ، ټولنيز ارزښتونه، خپلوي او قرابت او داسې نور ونړوي، چې په پاى کې به يې د پلار، مور، زوى، لور، او داسې نور ټکي هم له منځه ځي، بيا  به هيڅوک حق نلري چې د پلارولۍ ، مورولۍ يا نورو نومونو پر اساس چاته نصيحت وکړي، هغه ته  نه،  ووايي، او د هغه په اړيکو او روابطو کې نيوکه وکړي، بيا که نارينه د نارينه سره جنسي اړيکې  درلودې، يا ښځينه د ښځينه سره، هيڅوک حق نلري چې د دين، يا ټولنيزو ارزښتونو په نامه په هغه بنديز ولګوي، يا ورته پيغور ورکړي. په دې اړه تر ټولو زيات د دين څخه سخته کرکه لري، او د خپل دغه هدف په لاره کې يې ستر خنډ ګڼي، له همدې کبله په نړيواله سطحه د اديانو بيا لوستنه او مراجعه او د ديني نصوصو له سره تفسيرول، په داسې توګه چې د دوى د غوښتنو سره سم وي، د دغه حرکت د کار اساس او بنسټ تشکيلوي، او په عملي برنامه کې يې تر هر څه زيات په همدغه ټکو ټينګار کوي، نن سبا هم چيرته چې د جندر په نامه ورکشاپ جوړيږي ، يا کوم سيمينار تنظيميږي په بيلابيلو بڼو د اسلامي احکامو او نصوصو په اړه، لومړى شکوک او شبهات راولاړوي، او بيا د دين د نوي تفسير غوښتنه کوي. په دې اړه د فيمينزم خوځښت په ډيره چټکې سره  خپل جوړ شوي ارزښتونه، مفاهيم او فلسفې، د ملګرو ملتونو د تړونونو او پريکړه ليکونو په توګه نړيوالو ته د دين او ټولنې د بديل په توګه وړاندې کوي، او په ټوله نړۍ يې ورتپي.

3. د دوى د کار دريم ډګر ، په نړۍ کې د سياسي او قانوني اصلاحاتو راوستل دي، کوم چې د دوى د اهدافو خدمت کوي، لدې برسيره دوى هڅه کوي چې ټکنالوژيک پرمختګونه، او د اجتماعي علومو ټولې څيړنې او اقتصادي بدلونونه په همدې محور وڅرخوي،او نړيوالو ته يې په داسې بڼه کې  وړاندې کړي چې دوى يې غواړي. له همدې کبله په ټوله نړۍ کې د ښځو په اړه د قوانينو د بدلولو يوه زوروره څپه رالوتي ده، په دې اړه تر ټولو زيات اسلامي هيوادونه د فشار او ګواښ لاندې دي، او د همدغه فشار پر اساس ګورو چې  د افغانستان او پاکستان په پارلمان کې د  ښځو ټاکلې ونډه په ټوله نړۍ   کې اوچته ده .

دا څرګنده ده چې د جندر مسئله يوازې د ښځينه او نارينه تر منځ د حقوقو او دندو د ويش په چوکاټ کې نه خلاصه کيږي، بلکې دا د  يو لوى او پراخه نظام او  د ژوند په اړه د يوې ځانګړې  فلسفې يو اړخ دى،  هغه چې لويديځ تمدن پرې  ولاړ دى، لدې کبله د جندر د مساوات لپاره دا اړينه ده چې د ژوند په اړه بشپړ نړۍ ليد، نظام، ارزښتونه، او اړيکې له سره ترتيب او جوړې شي او پر همدې بنسټ يوه نوې نړۍ  چې په سياسي لحاظ پرې د لويديځ ديموکراسي !!! او په ټولنيز لحاظ په کې لبرليزم او فرد پالنه حاکمه وي، د اقتصاد تر شا يې د فرد پالنې  individualism   د لذت فلسفه Hedonism ماديت ګرايې Materialism  پرته وي او په ديني لحاظ د عقل پالنې Rationalism او د شک skepticism په فلسفه ولاړ وي. دا هغه فلسفې دي چې په خپل منځ کې هم سره ګوزاره نشي کولاى، او ډير ځله د عملي ژوند په ډګر کې د فلسفې بڼه د نظري ويناوو سره په سلهاوو ميله واټن لري،  چې د همدغه تضاد او ټکر په پايله کې نننى انسان  د ژوند په هر ډګر کې د بيلابيلو ستونزو سره مخ او په کې ښکيل دى.

جنډر د افغانستان په پرمختيايي ستراتيژي کې

له دې سره چې په هيڅ ټولنه کې د جندر فلسفه په زيات شمير پلويان نلري، بلکې په هره ټولنه کې خورا  لږ خلک د دغه نظرېې لپاره کار کوي، خو دوى په دې توانيدلي دي چې د ملګرو ملتونو په موسساتو او نورو غيردولتي موسساتو کې خپل نفوذ زيات کړي چې دوى ورته   Gender Mainstreaming .وايي: له همدې لارې دوى وکولاى شول چې د جندر په مفهوم کې نوي ابعاد او مفاهيم راداخل کړي، د بيلګې په توګه:
1. په ټولنيز، فرهنګي او  د ژوند په ټولو اړخونو کې  جندر تر ټولو زيات موثر ښودل او د پلان جوړونې، تنفيذ، ارزونې او بالآخره په ټولو پرمختيايي پروژو کې د يو اساسي عنصر بنسټ په توګه معرفي کول، چې د افغانستان  استراتيژي يې ښه مثال دي.
2. هر انسان ته د خپل جنس د اختيار حق ورکول چې له ځان څخه نارينه جوړوي که ښځينه، او په دې توګه جنسي شذوذ او بي لاري د انسان د فطري او مسلم حق په توګه منل.
3. جندر او له هغه سره تړلي مفاهيم بايد د  اديانو په اړه د معيار او تلي په توګه وګڼل شي، چې په رڼا کې يې ټول اديان بايد له سره تفسير او تشريح شي  تر څو د هغه حقوقو، دندو او مسؤوليتونو سره سم شي، کوم چې د جندر فلسفه يې ښځينه يا نارينه ته ټاکي.
دا د جندر لنډ تعريف ، پړاوونه او غوښتنې وې، په راتلونکې گڼه کې به انشاء الله په لنډه توګه د فيمينزم او جندر په اړه نيوکې ذکر کړو.


مولوي محمد نعيم جليلي په کابل کې مېشت ديني عالم، دعوتګر او ليکوال دى.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب