جومات يو ولسي پوهنځی دی

کومه وګړنيزه پوهنځۍ لکه مسجد ټول په شپه او ورځ او دوبي او ژمي کې را ټاله کوي او هېڅ زده کوونکى زوړ او ځوان بيرته نه شړي او هېڅ تشريفات او خرچه او شرورط نه لري؟
کوم پوهنتون دغسې اعتقادي اصول، عبادي تکليفونه، اخلاقي ارزښتونه، ښه ادبونه او د معاملاتو تګلاره ور زده کوي او د رحمت او برکت څخه ډکې علمي دورې جوړوي او ارام  وبخښي او د فرشتو په وسيله احاطه شوې ده؟

د مسجد علمي ناستې د خالص ديني علومو پورې منحصرې نه دي او عقل او اسلامي فکر پورې تړلې ټولې موضوعګانې لکه ادبي او انساني معارفو ته هم رسيږي. نو ګورو چې د اسلام له سره داسې ټولنې لکه د عبد الله بن عباس ناسته چې د بېلابېلوعلومو او معارفو نيونکې وه، او هره ورځ يې يوې خاصې موضوع ته اختصاص درلود، جوړې ده، او علم عبادت پورې نښتې وه او لوى-لوى پوهنتونونه د مسجد د چتر د سوري لاندې را منځ شوي او پرمختګ يې کاوه. زموږ څخه کوم يو کولاى شي چې د مصر الازهر د پوهنتون علمي ارزښت او د مراکش د قرويين پوهنتون او په تونس  کې د زيتونه او د دغو مسجدونو يا پوهنتونونو د علمي خدمتونو نه چې د اوږ دو پيړيو په اوږدو کې يې سرته رسولي انکار وکړي؟

مسجد يوه تل پاتې ټولنه:

کوم ملي ناستون د دې جومات سره چې استازي يې-((توبه کونکي، عبادت کونکي، ستايونکي، لار موندونکي، راکعان او ساجدان په امر او د بدو منع کونکي او د الله تعالى د سيمو ساتونکي)) دي-برابرښت کولاى شي؟
او هغه مجلس او کنګره (ټولنه) چې چارواکي په هغه کې خپل سياست وړاندې کوي او خپله تګلاره ټاکله او د ملت د ډار پرته هغو سره مخامخ کېدل او خبرې-اترې ورسره کول، ايا تر اوسه مو يوه لنډه ټولنيزه سياسي وينا د کوم دولتي رئيس څخه اورېدلې ده چې د حضرت ابوبکر الصديق رضي الله عنه د وينا په شان او څېر وي چې د خلافت د تر لاسو کولو په وخت يې کړې وه.(( اى خلکو! ماستاسو چارواکي په غاړه واخيسته او ستاسو څخه غوره نه يم، کله مو چې په حقه لاره وليدم مرسته راسره وکړئ او چې په باطله لاره مو وکتلم، نيغې لارې ته مې راواړه وئ، پوه شئ ستاسو بې وسه ماته ځواکمن دى تر څو حق ترې واخلم، تر څو زه د الله تعالى منونکى وم، زما دا منئ او چې د فرمان وړنې له لارې کوږ شوم په منلو ګمارلي نه ياست، دا خبره کوم د الله تعالى څخه د ځان او ستاسو لپاره بخښنه غواړم)).

دا يوه بيان و چې خليفه وړاندې کړ: فرمايي او د دې لارې څخه درواغ نه راځي، وعده ورکوي او تخلف ترې نه کوي، امت هم هغه اوري، او هېڅکله يې نه هېروي او حساب کوي، ځان ته د ډار لار نه ورکوي، څنګه کېداى شي خليفه تخلف وکړي، او يا يې امت هېر کړي، په داسې حال کې چې ټولنه يې د ورځې پنځه وخته ټوليږي او هېڅ وخت د رخصتۍ او معطلۍ په نامه تړل کيږي نه؟

د-يوسف القرضاوي
ژباړه:ع-ن-مرستيال کندهار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب