(جي اته) يا اته لوی صنعتي هيوادونه

د اته لویوصنعتی هیوادونو پیوستون دی دغه ګروپ ټولنه هغه وخت جوړه شوه چی عربو ا وتیلو تولیدونکو هیوادونو اوپک پریکړه وکړه چی تیل د دوسلې په توګه استعمال شی د ۱۹۷۳ ز کال د اکتوبر په ۶ دعربو او اسرائلو ۴ جګړه پیښه شوه په بله ورځ عراق د ایګزون (exxon)او موبل آیل (mob oil)د کمپنیو ۲۳.۷۵ سلنه برخی ملی کړی په همدغه میاشت کی ایران ،عراق ، کویټ ، عربستان او قطر د تیلو په بیو کی ۱۷سلنه ډیرښت راوستلو داکتوبر په ۱۷ داوپک غړو هیوادونو د تیلو وزیرانو د عربو او اسرایلو د جګړی په جریان کی پرکړه وکړه چی تیل د دوسلې په توګه وکارول  شی عربستان ، لیبیا او دتیلو نورو لرونکو هیوادونو پر امریکا باندی د تیلو خرڅول بند کړل په نومبر کی دعربی هیوادونو دمشرانو یوه غونډه وشوه چی په هغه کی پریکړه تایید شوه خو د ۱۹۷۴ ز کال په مارچ کی له لیبیا پرته نورو عربی هیوادونو پر امریکاباندی دتیلو د خرڅولو پریکړه بیرته واخیستله  

دتیلو دوسلې په توګه کارولو وار دواره ښه نتیجه ورکړه خو ورسته یی د امریکا او نورو لویدیزو هیوادونو د جوابی اقداماتو له امله اغیزې کمی شوی ترڅو چی د دغو صنعتی هیوادونو سازمان جوړیدلو د امریکا او لویدیزو هیوادونو اقتصاد دستر بحران سره مخامخ ؤ په ۱۹۷۵ ز کال کی جی اته سازمان جوړ شو د دغه سازمان د جوړیدو غونډې په پټه توګه روانې د دغه سازمان لومړۍ غونډه پاریس ته نیږدی په چیتی دی ریمبولی نوم ځای کی جوړه شوه ددې سازمان موخه دا وټاکل شوه چی دنړۍ مهمې ستونزې او معاملې دی ددغه هیوادونو په یو ځای ناسته او تفاهم حل او اوارې شی څو د دغو هیوادونو ترمنځ د ټکر مخه نیول شوی وی

ترسړې جګړې وروسته  چی د شوروی اتحاد او امریکا او د دوی د ملګرو او اتحادیانو ترمنځ دښمنی له منځ نه لاړه نو روسیې ته هم په دغه ډله کی د ګډون کولو لار اواره شوه چی په ۱۹۹۱ ز کال روسیه هم په  دی سازمان کې ورګډه شوه او جی اوه بیا جی اته شوه  چی ددی سازمان غړی هیوادونه یی عبارت دی له کاناډا ، جرمنی،فرانسه ، ایټالیا،جاپان ، انګلستان ، امریکا او روسیه دی  .

ژباړه روح الله وسیم وردګ

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب