حاکميت که خدمت؟

هغه څوک ،چې دمسلمانانو په منځ کې په کوم مسئوليت او ندې گمارل کېږي او د مسلمانانو د يوړ چارو واگى ورته سپارل کېږي ، بايد دخپلې وظيفې او مسئوليت په انجامونو کې دخدمت احساس وکړي نه دحاکميت.
داسلام له نظره زما ام داري او حکومت داسلامي قانون او شريعت د تحقق او پلي کولومهمه وسيله بلل کېږي او بس . او داسلامي شريعت هدف دا دى ، چې انسان  او انساني ټولنه د حقيقي نيمکمرغۍ  او رښتيني کمال  پولو ته ورسېږي.
د مسلمينو چارواکي مامور او مکلف دي ، چې  لوى خداى عادلانه قانون په ټولنه کې پلي کړي او حاکميت فقط لوى خداى پورې اړه لري  ، ځکه هغه قانون او دستور ، چې ټولنه  دهه پر اساس اداره کېږي د لوى خداى لخوا تعيين شوي دي او مسئول اوحاکم  اشخاص  هغه قانون د پلي کولو او تنفيذ په خدمت کې قرار لري. او د الهي قانون پلي کول په انساني ټولنه کې  د عدالت دخپرېدو ، دامنيت  تامين اود انسان د پرمختگ او ترقۍ سبب گرځي.
نو هغه افراد ، چې ددې کار په پلي کولو کې برخه اخلي په حقيقت کې هغوى دخلکو په خدمت کې دي .
بناءً ځان بايد دخلکو خدمتګار وشمېري نه پر هغوى حاکم.

هرکله ،چې  يوې ټولنې يا يوې ادارې مسئول او واکمن ځان پر خلکو حاکم وګاڼه او پر خلکو يې ځان غوره احساس کړ، په داسې حالت کې ددې پر ځاى ،چې د خلکو نېکمرغي او دعدالت دتحقق په خاطرد اسلامي قوانينو پلي کوونکي وي ، دخپلو نفساني اميالو او آرزوګانو عملي کوونکي ګرځي.
او دغه نفساني هوى او هوس ، چې داسلامي لارښوونو او احکامو ځاى نيسي په ټولنه کې د فساد، تېري ، بې عدالتۍ اوډول ډول ناخوالو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.

دغه حقيقت ، چې ځان غوره ګڼل او پر خلکو ځان حاکم شمېرل په ټولنه کې د فساد او ظلم  د شيوع او خپرېدو سبب گرځي ، قرانکريم د قصص سورت په ٨٣ آيت کې داسې څرگندوي :
(تلک الدارآلآخرة نجعلها للذين لايريدون علواً فى الارض ولافساداً)
يعنې : د آخرت هغه کور هغو کسانو ته ورکوو، چې د ځمکې پرمخ د هېڅ ډول ځان پورته گڼلو او فساد اراده نه لري .
د فساد دکلمې يادونه  ،چې د علو(تسلط او ځان پورته ګڼل) دکلمې نه وروسته شوېده ددې څرګندونکې ده ، چې قدرت غوښتونکي او پر نورو  ځآن پورته گڼونکي حتماً دځمکې پرمخ فساد کوي او په ټولنه کې فساد او ناخوالې راپيدا کوي.
نو په دې اساس مسلمان واکمن ته  ښايي ، چې ځان دخلکو وبولي تر څو وکولاى شي په سمه توګه خپلو نفساني غوښتنو اوهوى او هوس د تطبيق پر ځاى او د اکمنۍ او حاکميت څخه د ناروا ګټې پورته کولو پر ځاى اسلامي قوانين تر اجراء او تطبيق لاندې ونيسي ، چې په نتيجه کې خلک داسلام د ژوند بخښونکي  نظام تر سيوري لاندې نېکمرغه ژوند وکړي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب