حجاب د قياس له ليد لوري

له قياس څخه دليلونه:

يوولسم دليل: صحيح او منل شوى قياس، هغه دليل دى، چې په محمدي کامله شريعت کې شتون لري، چې د مصالحو له برقرار ساتلو، وسيلې يې او پر هغه له هڅولو همدارنګه د مفاسدو د له منځه وړلو او وسيلې يې او همداراز د هغه له زجر څخه عبارت دى. پر دې بنسټ، هر هغه څه چې مصلحت يې د فساد په پرتله خالص يا راجح وي، نو د ايجاب يا استحباب په امر مامور به وي او هر هغه څه چې د مصلحت په پرتله يې فساد خالص يا راجح وي، له هغه څخه نهى، تحريم يا تنزيه صورت موندلى. که د نامحرمو نرينه وو په وړاندې د ښځو د مخ لوڅونه او بربنډتوب په تړاو، لږ سوچ او فکر وکړو، دې ته رسو، چې د ښځو د مخ بربنډتوب او لوڅوالى د ډېرو مفاسدو او فتنو سرچينه ده. که پر دې موضوع لږ مصلحت هم نغښتى وي، نو د زياتو مفاسدو ترڅنګ هېڅ نه څرګنديږي. د مخ د لوڅوالى يو شمېر مفاسد په لاندې ډول يادولى شو:

١. فتنه:

 کله چې ښځه، ځان سينګار کړي او د خپل مخ پر ښکلا او ښايست لګښت وکړي او د فتنې د رامنځ ته کېدو په مظاهرو ځان راڅرګند کړي، نو په دې صورت کې، ځان په فتنه کې اچولى. د ښځې دغه ډول سينګار او راڅرګندېدل، د شر او فساد د سترو دواعيو په ډله کې شمېرل کېږي.

٢.  له ښځې څخه د حيا زايلېدل:

د ښحې د مخ په لوڅولو او بې ځايې او بې محرمې بربنډتوب سره، حيا چې له ايمان او د فطر ت له غوښتنو څخه دي، له ښځو څخه زايلېږي. په داسې حال کې چې ښځې د حيا له پلوه ضرب المثل ګرځېدلي، لکه څرنګه چې وايي: ((په خپله پړوني کې تر پيغلې نجلۍ له حيا ډکه وه.)) او له ښځو څخه د حيا زوال، د هغه په ايمان کې نېمګړتيا رامنځ ته کوي او له فطرت څخه د وتلو په مانا ده.

درېيم: د نرينه وو پر فتنه او فساد اخته كول:

د ښځو د مخ او لاسونو په لوڅوالي سره نرينه پر فساد او فتنې اخته كېږي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې ښځه د ښايست او ښكلا خاونده او وخاندي، چې له دې چارې څخه ټوكې او ملاعبت رادمخه كېږي، لكه څرنګه چې ډېرى بې سترې ښځې په همداسې بڼه مشاهده كېږي. له همدې امله ويلي دي، چې: (( نظرت فسلام، فكلام فموعد فلقا)) يعنې لومړى نظر او لېدنه ده، ورپسې سلام، بيا خبرې او په پاى كې وعده او ملاقات دى.

ځكه چې شيطان د انسانانو په رګونو كې د وينې په څېر حركت او جريان لري، نو د ډېرو خبرو، خنداوو او ټوكو په پايله كې د نرينه وو زړه ښځې او د ښځې زړه نرينه وو ته لېوالتيا پيدا كوي، چې له امله يې شر او فساد رامنځ ته كېږي، چې بيا مخنېوى يې ګرانه وي. له لوى خداى (ج) څخه غواړو، چې موږ له دې شر څخه په امن ولري.

څلورم: له نارينه وو سره د ښځو اختلاط:

كله چې ښځو خپل مخونه لوڅې كړي، نو په لوڅولو كې يې ځانونه له نارينه وو سره مساوي بولي، چې له نارينه وو سره د يو ځاى كېدو په ترڅ كې او په يو دفتر او ځاى كې سره ګډ كار او دنده ترسره كولو په نتيجه كې، حيا او شرم يې زايلېږي، د دې چارې په لړ كې لوى فساد او فتنه رامنځ ته كېږي.

يوه ورځ ګران پيغمبر (ص) له جومات څخه د وتو په حال كې وو، ګوري چې ښځې او نرينه په گډ ډول په لاره روان دي، پيغمبر ( ص) د دې وضعې په لېدو سره وفرمايل: (( تاسې ښځې له نارينه وو څخه وروسته شئ او د تاسې لپاره نه ښايي چې د لارې په منځ كې له نارينه وو سره يو ځاى ګام واخلئ، بلكې په څنډو كې بايد قدم واخلئ.)) له دې وروسته ښځې به په داسې توګه پر لارې تګ كول، چې آن ځانونه به له ديوال سره ملصق كول. دغه مسئله ابن كثير د دې آيت په تفسير كې: و قل للمومنات يغضضن من ابصارهن )) ژباړه:  د نور سوره ۳۱ آيه. هم ذكر كړى.

شيخ الاسلام ابن تيميه (رح) د نامحرمو نارينه وو په وړاندې د ښځو پر حجاب حكم كوي، او د خپل هغه فتاوى په دويم جلد كې چې په دې وروستيو كې چاپ شوى، په اړه  داسې راوړي:

(( حقيقت دا دى، چې خداى تعالي (ج) دوه ډوله ښكلا رامنځ ته كړى، ظاهري ښكلا او ناظاهري يانې باطني ښكلا، نو د ښځو لپاره د دې جواز شته چې خپل ظاهري ښكلا د خپل مېړه او محارمو پرته، د نورو په وړاندې هم ښكاره كړي. د حجاب د آيت له نازليدو وړاندې به ښځې له چادرۍ پرته به د باندې راوتلې، چې مخونه او لاسونه به يې د نامحرمو نارينه وو په وړاندې ښكاره وو، خو دا مهال د ښځو لپاره به روا وه، چې مخ او لاسونه يې ښكاره شي او د ښځو مخ او لاسونو ته كتل هم كوم شرعي ممنوعيت نه درلود. خو كله چې د حجاب دغه ايت: (( ياايهاالنبي قل لازواجك و بناتك و نساء المومنين يدنين عليهن من جلابيهن)) ژباره :              ( د احزاب سوره ، ۵۹ آيت) نازل شو، ټولې ښځې له نامحرمو نارينه وو د حجاب پر اغوستلو مامورې شوې. شيخ الاسلام وايي: (( جلباب هماغه لويه چادرۍ ده، چې سر او ټول بدن پرې پوښل كېږي. حضرت ابن مسعود د دغه چادري لپاره د ردا كلمه كارولې او وايي: كله چې ښځې پر دې مامورې دي، چې لويې پړوني واغوندي، څو مخ او لاسونه يې ښكاره نه شي، نو مخ او لاسونه د هغه سېنګار په ډله كې راځي، چې د نامحرمو په وړاندې پر پټولو يې امر شوى. له مخ او لاسونو هاخوا د ښځو جامو ته كتل كوم حرج او ګناه نه دى. د ابن مسعود (رض) راى لومړى دى، يانې دا چې مخ او لاسونه بايد ښكاره نه شي او د ابن عباس مسئله دويم، يانې دا چې د مخ او لاسونو لوڅول جواز لري. ابن مسعود آن دا هم ويلى، چې د لاسونو عكس، قدمين او مخ دى، چې د دواړو ويناوو پر اصح روايت باندې، د نامحرمو نارينه وو په وړاندې لوڅول يې جواز نه لري. بلكې له جامو پرته د بدن د ټولې برخې پټول حجاب دى. د همدې كتاب د همدې ټوك په ۱۱۷ او ۱۱۸ صفحو كې داسې راغلى: ((د نامحرمو نارينه وو په وړاندې د ښځو د مخ، لاسونو او قدمونو له بربنډولو څخه نهى صورت موندلى، خو ښځو كولى شي د خپلو محارمو او نورو ښځو په وړاندې، لوڅې كړي. )) او د كتاب د همدې ټوك په ۱۵۲ صفحه كې پر دې مسئله ټينګار شوى: (( په دې مسئله كې اصل دا دى، چې شارع ترې دوه موخه لري: لومړى د ښځو او نارينه وو ترمنځ د توپير رامنځ ته كول او دويم، د ښځو د عفت او سپېڅلتيا تامينول.))

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب