حجاب د څلورو مذاهبو د امامانو له نظره

د غرب په بربنډ او له فحشا، زنا او جنسي بېلاریو ډک تهذیب په ځانګړې توګه د ښځو اړوند موضوعاتو ته زیاته توجه لري، په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ هیوادونو کې دا موضوع له مختلفو لارو پر مخ وړي، زموږ په ټولنه کې الحمد لله د اسلام ریښې ژوري دي په ځانګړې توګه حجاب زموږ د کلتور او رواج برخه ګرځېدلې ده خو غربپال او سیکولریستان دلته هم د بربنډتوب کوښښونه کوي او تر خپله وسه د حجاب پر ضد لګیا دي، بده یې لا دا چې په دې اړه د شرعي دلایلو کوښښونه هم کوي، دلته د حجاب او په ځانګړې توګه مخپټي په اړه په لنډه توګه د څلورو مذاهبو د معتمدو امامانو خبرې رااخلم.

د حجاب فرضيت

لومړی د حجاب د فرضيت په اړه د حجاب ایت له لنډ تفسیر سره رااخلو، قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: اې پېغمبره! (صلی الله علیه وسلم) خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چي پر خپل ځان باندې د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چي هغوی وپېژندلای شي او ونه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دى.
يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ قُل لِّأَزْوٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلٰبِيبِهِنَّ ۚ ذٰلِكَ أَدْنٰىٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا. [سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 59]. مفسرین په دې ایت کې لیکي چې جلباب هغه لویې جامې ته وایي چې د ښځې ټول بدن پټوي، [ انظر تفسير ابن كثير3/679] سيوطي رحمه الله وایي: دا د حجاب ایت د ټولو ښځو په اړه دی او په دې سره د سر او مخ پټولو وجوب ثابت شوی دی.

بل ځای قرانکریم کې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: او [اې پېغمبره! (صلی الله علیه وسلم)] مؤمنو ښځو ته ووايه: چي خپلي سترګي تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. او خپله ځان جوړونه او سينګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چي په خپله څرګند شي، او پر خپلو سينو دي د خپلو پوړنو پلوونه واچوي. هغوى دي خپله ځان جوړونه (سينګار) نه ښكاره كوي، پرته ددې خلكو په وړاندي: مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزيان)، وروڼه، ورېرونه، خوریان، د خپلي طبعي ښځي، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندي نارينه چي ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چي لا تر اوسه پوري د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوى نه وي، یعني په دغو ماشومانو کي جنسي غریزې نه وي را ژوندۍ شوي. او هغوى دي پر ځمکه باندي په زوره پښو وهلو سره په داسي شان تګ نه كوي چي د هغو د پټ کړي سينګار خلكو ته معلومات وشي. اې مؤمنانو! تاسي ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايي چي برى درپه برخه شي. وَقُل لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰى جُيُوبِهِنَّ ۖ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ ءَابَآئِهِنَّ أَوْ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَآئِهِنَّ أَوْ أَبْنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ إِخْوٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ أَخَوٰتِهِنَّ أَوْ نِسَآئِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُهُنَّ أَوِ التّٰبِعِينَ غَيْرِ أُولِى الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلٰى عَوْرٰتِ النِّسَآءِ ۖ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوٓا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ. [سُوۡرَةُ النُّور : 31]

عائشة رضي الله عنها د دې ایت په اړه وایي: الله دې د مهاجرینو په لومړیو میرمنو رحم وکړي کله چې دا ایت: ( وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ ) نازل شو هغوی خپل څادرونه څيري کړل او په هغو یې مخونه پټ کړل. رحم الله النساء المهاجرات الاول لمانزلت ( وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ ) شَقَقنَ مُروطَهُن فَاختَمَرنَ بِهَا. رواه البخاري.
د احنافو علماو نظرونه:

امام ابو بکر الجصاص رحمه الله پخپل تفسیر کې لیکي: ځوانه ښځه باید له پردي سړي مخ پټ کړي او له کوره د وتلو په مهال بايد ستر، پرده او عفت مراعت کړي، څو د شکمنو او بدنیته خلکو تمه ورته پیدا نه شي. ( المرأة الشابة مأمورة بستر وجهها من الأجنبي، وإظهار الستر والعفاف عند الخروج؛ لئلا يطمع أهل الريب فيها ) – أحكام أهل القرآن 3/458.

امام شمس الأئمة السرخسي رحمه الله وایي: د نظر حرمت یې د فتنې لامله ده، او د فتنې ویره یې مخته په کتلو کې ده، او د بدن د ټولو اعضاو په پرتله یې په مخ کې ښکلا زیاته ده. ( حرمة النظر لخوف الفتنة، وخوف الفتنة في النظر إلى وجهها، وعامة محاسنها في وجهها أكثر منه إلى سائر الأعضاء ) – المبسوط10/152.

علاء الدين الحنفي رحمه الله وایي: ځوانه ښځه باید د سړیو په منځ کې د مخ له لوڅولو منعه کړل شي. ابن عابدین رحمه الله وایي: مطلب دا چې له مخ لوڅولو باید منعه کړل شي څو یې سړي مخ ونه ویني چې په فتنه کې ونه لویږي. ( وتمنع المرأة الشابة من كشف الوجه بين الرجال ). قال ابن عابدين المعنى: تمنع من الكشف لخوف أن يرى الرجال وجهها فتقع فتنة – حاشية ابن عابدين2/261.

مفتي محمد شفیع صاحب لیکي: فقهي مذاهب او جمهور امت ټول په دې متفق دي چې ځوانې ښځې باید پردیو سړيو ته مخ او لاسونه لوڅ نه کړي، او بوډۍ ښځې له دې حکم نه وتلې دي، ځکه قرانکریم وایي: ( وَالقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء ) المرأة المسلمة 202-.

[irp][irp]

د مالکي علماو نظرونه:

امام ابو بكر ابن العربي، اوالقرطبي رحمهما الله وایي: ښځه ټوله عورت ده، بدن او غږ یې عورت ده، له اړتیا پرته یې باید ښکاره نه کړي. ( المرأة كلها عورة، بدنها وصوتها، فلا يجوز كشف ذلك إلا لضرورة أو لحاجة.. ) – أحكام القرآن 3/1578 والجامع لأحكام القرآن 14/277.

امام ابن المنير المالكي رحمه الله وایي: د حرې ښځې ټول بدن ته د هغې له میړه او محرم پرته د بل چا نظر کول ناروا ده، مکر د اړتیا په وخت روا ده لکه د تداوي او شاهدي ویلو صورتونو کې. إن كل بدن الحرة لا يحل لغير الزوج، والمحرًم النظر إلى شيء منها إلا لضرورة كالمعالجة وتحمل الشهادة.

د شافعي علماو نظرونه:

امام الحرمين الجويني رحمه الله وایي: ټول مسلمانان په دې متفق دي چې د میرمنو لوڅ مخونه لهر وتل منعه دي. ( اتفق المسلمون على منع النساء من الخروج سافرات الوجوه ) – روضة الطالبين 7/24.

امام ابن حجر الهيثمي رحمه الله وایي: د کره روایت پر اساس د پردي سړي په مخ کې د ښځې ټول بدن عورت ده آن مخ او لاسونه هم. ( أن عورة المرأة أمام الأجنبي جميع بدنها حتى الوجه والكفين على المعتمد. تحفة المحتاج 2/112.

ابن رسلان رحمه الله وایي: مسلمانان په دې متفق دي چې ښځې باید لوڅ مخونه بهر ته ونه وځي په ځانګړې توګه هغه مهال چې فاسق او بېلاري خلک زیات وي. اتفق المسلمون على منع النساء أن يخرجن سافرات الوجوه، لا سيما عند كثرة الفساق. – عون المعبود 11/162-

[irp][irp]

د حنبلي علماو نظرونه:

پخپله د حنبلي مذهب مؤسس امام احمد بن حنبل رحمه الله وایي: د ښځې نوک هم عورت ده، کله چې له کوره وځي باید هیڅ شی یې ښکاره نه وي، آن پښې یې هم بايد پټې وي. (ظفر المرأة عورة، فإذا خرجت من بيتها فلا تبن منها شيء ولا خفها ) الفروع 1/601.

ابن تيمية رحمه الله وایي: د ښځو په داسې توګه مخونه لوڅول چې پردي یې وويني ناروا ده. او وایي: د حجاب مطلب هم دا دی چې د ښځو مخونه او لاسونه ونه لیدل سي. ( وكشف النساء وجوههن بحيث يراهن الأجانب غير جائز ) الآداب الشرعية1/280- وقال أيضاً: ( إنما ضرب الحجاب على النساء لئلا تُرى وجوههن وأيديهن ). [ الفتاوى15/372]. ابن تلقین رحمه الله وایي: د ښځې عورت دوه ډوله دی: یو د لمانځه عورت او بل د نظر عورت. حره ښځه کولی شي لوڅ مخ او لوڅ لاسونه لمونځ وکړي. او دا ډول بازارونو او د خلکو نور ګڼ ځایونو ته نشي تلی. ( العورة عورتان: عورة في الصلاة، وعورة في النظر، فالحرة لها أن تصلي مكشوفة الوجه والكفين، وليس لها أن تخرج في الأسواق ومجامع الناس كذلك ) – إعلام الموقعين 2/80.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب