حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت اوساینس کې

نن سباپه ټوله نړۍ کې داموضوع درسنیولومړې ټکی ګرځېدلی دی، چی اسلامی حجاب دې بندکړل شی، اوپه دې بې شرمانه، غیربشری اوغیرانساني اوغیرقانونی عمل باندی څه کفری اوداسلام ضدعناصرپه دې باندی کامیابه هم شول دفرانسې په شان هیوادکی چی د ټولواروپایی هیوادونوپه پرتله پکښې مسلمانان ډېردی، اسلامی حجاب په رسمی ډول سره منع اعلان کړددې سره جوخت په بلجیم کی هم داسلامی حجاب دمنع اعلان ورسره وشواودااعلان وشوکه چاحجاب وکړهغه به (15ـ25) ایروپوری جرمانه شی اودزندان توری شپې لاهم ورته ګوری، وبل لورته الحمدلله دترکې په شان سیکولرهیوادبیاچی مخکی اسلامی حجاب پکښې بندوواوس ورته اجازه وشوه اودابندیزدجمهوریس اولومړی وزیرپه حکم سره لری شو چی دلومړی وزیرخپله مېرمن هم په اسلامی حجاب کی ګرځی، اواوس نورکفری هیوادونه هم داتکل لری چی دظلم څخه په استفادې سره دمسلمانانولږکیوحقوق ترپښولاندی کړی، هغه مجازات کړی، کړاوونه ورته پیداکاندی، اودمقدساتوتوهین ئې وکی؛ ټول لویدیځ دبشری حقوقو، دیموکراسۍ اوپه ځانګړې ډول سره دښځودحقوقونارې وهی اودخپل ژوندشعارئې ګرځولی دی، خوداصرف دخلکودغولولواوددوی پردماغونودخاوروشیندولوپه معنی دی، داڅنګه انسانی، معقول اودیموکراتیک دولتونه دی چی دمیږی څخه ترزمری پوری دټولوحقوق ورکوی خو!!! دمیلونهاوومسلمانانوبشری اومذهبی حقوق اوکړنلارې ترپښولاندی کوی۔ که یوه غیرمسلمانه ښځه دبې حیایی، عریانۍ، فحاشۍ اوعیاشۍ حقوق طلب کړی هغه ټول حقوق په خوښۍ سره دولت ورکوی اوڅه امتیاز هم وربښی، البته که یوه مسلمانه میرمن دپورڼی دپرسرکېدواوحجاب کولوخواهش وکی، اوحال داچی دامسلمانه مېرمن داخپل حق بولی، فریضه ئې ګڼی، نوبیاولی ددې معصومی مسلمانې ښځې ځواب په څاپیړه، زندان، ظلم، انکاراوتشددسره کیږی؟؟؟ داتش په نامه په بشری حقوقو، دښځوپه ازادۍ اوپه دې بدخونده دیموکراسۍ نورنوداولسونه نشی غولېدلای؛ دادلویځووالولپاره ددوی دافعالواوکړونوپایلی ده چی ودوی ته هرځای جهنم ګرځېدلی دی، اوحتی دوی اوس پخپلوهیوادونوکی لاهم په امن سره شپې اوورځې نشی سباکولای، اوس ددې دجبران دپوره کولوپه منظورغواړی چی کسات دهغولږکیومسلمانانوڅخه واخلی چی ددوی ترتسلط لاندی دی، داهم واسلامی امت ته یوروحی تکان اوپراسلامی اُمت باندی یوفشاردی، چی دوی پخپلوهیوادونوکی شرعی حجاب بندکړ۔ دایومنلی حقیقت دی چی هرعمل عکس العمل لری، اودادووی داټولی ناوړې کړنې اونفرت به ډېرژردخاوروسره خاوری شی دوی دډېرلاروڅخه کاراخلی کله حجاب بندوی، کله دقرانکریم سپکاوی کوی، کله دوی دنورواسلامی مقدساتوتوهین کوی، کله بیاپه اسلامی نړۍ کی دعیسایت برملاتبلیغ کوی، اوپه اخرکی دوی په زورسره هیوادونه مستعمره کوی اوداسی نور۔۔۔

اوس زه غواړم چی پرحجاب باندی یوه دډاډوړڅیړنه چی ماپیل کړیده، پراستدلال اومنطق باندی ولاړه ده، ټول ماخذونه ورسره شتون لری اوکره ده، وړاندی کړم، اونورنوقضاوت ستاسوپه لاس کی دی، اوحجاب داسلام څخه مخکی په عیسایت کی هم وو، دعیسایت څخه مخکی په یهودیت کی هم وو، چی وروسته به ئې په تفصیل سره بیان وکړم؛ چی حجاب په مذهبی کتابونوکی څومره ارزښت لری، اواوسني ساینس په دې اړه څه فیصله کوی اوپرحجاب ئې څومره ټینګارکړیدی۔
حجاب عربی لفظ دی چی (پرده اوپوښ) ته وایی حجاب کول دیوې مسلمانې ښځې فریضه ده، حجاب هغه پرده ده چی دزنا، فحاشۍ، او ناوړو افعالو د تمایل دیوال ړنګوی، داحجاب په طبعی ډول سره لوی څښتن تعالی جل جلاله وډېروشیانوته ورکړیدی، خوزه یواځی په یو څو بېلګو اکتفاکوم:
کیله چی یوه ډېرښکلی اوزړۀ وړونکی میوه ده پرخپل بدن باندی حجاب (پوښ) لری، که دکیلې حجاب لیرې شی نوددې ښکلی مېوې ورنګ، خوند، ارزښت اواصلیت ترپښتنی لاندی راځی اوبدلون مومی۔ دکېلې په شان کوپړه، اوداسی په زرهاوومېوې اوسبزېجات شتون لری چی حجاب لری اودنه حجاب په صورت کی ئې هرڅه له مینځه ځی۔
داملغلره ولی دومره ارزښت لری؟؟؟
ملغلره په یوه کلک زیږحجاب کی ، ددریاب په تل کی موقعیت لری، هغه ملغلره ډېره ارزښت په دې لری چی په حجاب کی نغښتې ده، اوهغه ملغلره چی پوښ ئې مات شوی، یا ئې درځ کړی وی، دهغې یواب دی چی وهغه ته زیان رسیږی، رنګ ئې بدلون مومی، اوهغه ملغلره هیڅ ارزښت نلری، اوصرف دیوې ډبرې اندازه قیمت لری اوبس۔ لوی څښتن تعالی جل جلاله هرشی پخپل پوښ کی خوندی کړیدی، دهغه هرڅه ارزښت ئې په حجاب کی نغښتی دی، لکه انار، کوپره اوداسی نور۔
ښځه هم په اسلام کی دیوې ملغلرې په شان ده، نوددې پرځای چی دښځې وعفت، عصمت، ارزښت اوحیثیت ته زیان ونه رسیږی نوالله جل جلاله ورته دحجاب امرکړیدی اوبې پردې ګې په اسلام کی حرامه دی، چی بدې پایلې لری۔ چی رڼابه پرې واچول شی۔

دزنا، عیاشۍ، عریانۍ اوشیطانی افعالوته دکولو، دتمایل کول اوجلبولوله کبله الله جل جلاله دحجاب امرکړیدی، چی داحجاب دښځې لپاره دحیاجامه ده، دادښځې لپاره دعزت اوویاړسمبول دی، کله چی ښځه په حجاب کی وی داطبعی ده چی کله سړی اوښځه سره یوځای کیږی، یاپه ښاریابل ځای نودښځې په صرف لیدوسره دنرسره دافکرپیداشی چی ورته و ګوری، نودکتلوپرمهال دخلکونظرپرپردې لګیږی چی پرده دلته دسړی اوښځې ترمینځ ددیوال رول لوبوی، اودښځې بدن اویانوره ښکلانشی لیدلای۔ په اروپا اوامریکاکی په کوموځایونوکی مسلمانان وی، اویاحجاب وی نسبتا ترهغوځایوچی هلته حجاب نه وی، دښځوتښتول، غلا،زنا، غیرمشروع جنسی اړیکې، وژل اونورجرمونه اوناوړه کارونه ډېرکم دی، اوهرڅوک په امن سره شپې سباکوی؛ اوداچی لویځ ولی اسلامی حجاب بندوی، ددې یوه وجه داده چی دښځوبې حجابه کول پرټولنې باندی ډېره اغیزه لری، داوفحاشۍ، عیاشۍ، ناوړوکړونوته لاره خلاصول دی، اودښځوبې پردې کول په ټولنه کې ډېرښه دهرقسم فساد، اوزنالپاره ښه وسیله ده، دنارینه وووښه ګمراه کولوته ښه مناسبه لاره ده؛ خومسلمان امت به په دې ونه غولیږی، اوبې لارې به نشی داځکه چی مسلمانې میرمنې په دې لاره کی خپل مرګ منی اوبې حجابې نه قبلوی، اوخپل مرګ شهادت بولی، لکه چی په فرانسه کی دېوې مسلمانې، معصومې ، عفتناکې خوردفرانسې دوحشې پولیسودموټرڅخه راکوزه کړ ه، حجاب ئې ورڅخه ایسته کړ، اوهغې مسلمانې مېرمنې دنیولوپرمهاوخپل مرګ ته ښه راغلاست ووایه، کوځناورودزندان ترتورکړکیوشاته مجازات کړل؛ خوبیاهم لویځ داهوډکړیدی، چی ځوان مسلمان اُمت دتباهۍ، ګمراهۍ، اوفحاشۍ وکندې ته وغورځوی، اوددوی داارمان به پوره نشی، اوددوی داهلې ځلې چی دوی ئې دقرانکریم خلاف، داسلام خلاف، دخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم خلاف اوبشردوښمنه کړنې اوتوطې تړی دابه ډېرژردخاوروسره خاورې شی۔

حجاب په اسلام کې:

حجاب داسلام دخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم دمبارکوبیبیانو(دمسلمانانودمیندو) څخه پیل شو، دحجاب ترټولولومړی حکم په (5) هجری کال کی نازل شو، داهغه وخت ووچی بنی کریم صلی الله علیه وسلم دمسلمانانودموربې بی زینب رضي الله عنهاسره نکاح وکړل؛ اوحکم داسی وشوچی مومنان بایددخوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم وکورته بې له اجازې داخل نشی۔
چی په دې ترڅ کی بنی کریم صلی الله علیه وسلم دټولوبیبیانوپردروازوباندی پردې وځړولې، اودټولوغیرمحرموراتګ بندکړل شو، اوپه یوه روایت کی داسی راغلی دی چی بنی کریم صلی الله علیه دحضرت بې بې عایشې رضی الله عنهاداکازوی طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه دبې بې عایشې رضی الله عنهاسره ملاقات بندکړ۔۔۔
له دې څخه داجوته شوه چی دپردې حکم دلومړی ځل لپاره دمسلمانانوومندوته وشو۔

داسلام څخه مخکی هم حجاب ډېرارزښت درلودی، دهجرت د (3) کال څخه مخکی یویهودی چی دبنی قینقاع دیهودوڅخه دمدېنې منورې څخه په څه واټن باندی پخپل زرګرۍ(دزرو په پلورنځې) کی ناست وو، چی یوه ښځه تېرېدله اومخ ئې پټ وو، دې یهودې ډېرورته وویل چی مخ لوڅ کی، اواخرئې په یوچم سره دهغې حجاب ایستی کی؛ هغې چیغې کړې، اونارې ئې دمدېنې منورې په ښارکی یومسلمان واورېدې، چی هغه راغی اوددې یهودې کارئې وکی، نوریهودراغلل اودامسلمان ئې شهیدکړ، داخبروبنی کریم صلی الله علیه وسلم ته ورسېدې؛ څوسوه یهودراغلل اوبنی کریم صلی الله علیه وسلم ئې محاصره کړ، نبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه یهودی مړنکړ اوهغه دده ټول سامان ئې دغنیمت په توګه ووېشی اوڅه وخت وروسته دایهودې وشام ته ولاړی اوډېرژرهغه مړشو، چی داکیسه مکلمله په (سیرة ابن هشام، تاریخ کامل ابن اثیر) کی راغلی ده۔
ددې څخه دامعلومه شوه چی داسلام څخه مخکی حجاب شتون درلودی اوپوره ارزښت ئې درلودی، چی پردې باندی به زه انشاء په راتلونکوڅپرکوکی پوره رڼاواچوم۔
الله جل جلاله دبشریت سترلارښودته فرمایی:
یآیُّهالبنیُّ قُل لازواجک وبنتک ونسآء المومنین یدنین علیهن من جلابیبهنّ ذلک ادنىٰ ان یعرفن فلایُوءذین وکان الله غفورًارحیمًا۔
ای نبی ووایه ښځوته دې اولوڼوته دی، اوښځو(دنورو) مومنانوته چی خواره دی کاندی پرټولوځانونوخپلوله ټکریو(پورڼو)خپلوڅخه دغه (پټول دبدن) نژدې دی دې ته چی وبه پېژندی شی دوی (چی اصیلی دی) په تکلیف به ونشی رسولی دوی ته (په ګمان دوینځو) اودی الله ښه بښونکی (دخطیاتو) ډېررحم والا(په انعام داجراوثواب سره) سورت الاحزاب 59)۔

your ads

یعنی وروسته دټول بدن له پوټولوڅخه دټکری (پورڼی) څه برخه پرسراوڅه برخه ئې له سرځنی راښکته کی پرخپله څیره باندی ئې وځړوی، په روایاتوکی راغلی دی چی وروسته ددې ایت له نزوله مسلمانانوښځوبه خپلې څیرې اوټول بدنونه په خپلوټکریو(پورڼو) سره پوټول اوبیابه دباندی داسی وتلی چی یواځی به ددوی یوه سترګه ښکاردیه چی په هغه سره لاره ومومی، له دی نه معلومه اوثابته شوه چی دفتنې اوفسادپه وخت کی ښایی چی ازادې اصیلې ښځې خپله څیره هم پټه کړی، اووینځې دشدیدضرورت که کبله نه دی مکلفې؛ حضرت شاه صاحب رحمة الله علیه لیکی: چی ((ښه وپېژندله شی چی داوینځه نه بلکه بی بی ده، دننګ اوناموس مېرمن ده بدبخته اوبدناموسه نه دی، بدذاته نه دی، بلکه دانیکې بی بی اونیکبخته ده، نوځکه بدنیته خلک هغوی ته لاس نه غځوی اوحجاب ئې نښه ده، چی داحجاب دبهترۍ حکم دی، اودحیاسمبول دی۔ (تفسیر عثمانی، دوهم ټوک، 705 صفحه)۔

جلابیب په اصل کی د((جلباب) جمع ده، چی دعام پورڼی څخه غټ اوښځ خپل سرونه اوسېنې په پوټوی، ځینی علماء لیکی چی جلباب وملحفې ته وایی یعنی هغه پورڼی چی ټول بدن پکښې پټ شی۔
(لسان العرب ماده، جلب، ج 1، ص 272)
ملحفه دهغه ټوکرڅخه عبارت ده، چی دژمی په ډېریخ کی ئې سړی پرځان اچوی، اوخپل ټول بدن ئې په پټ کړی وی، ودې ته لحاف وایی۔
(لسان العرب ماده، لحف، ج9، ص 214)
علامه ابن منظوررحمته الله علیه وایی : چی جلب اوجلباب په لغت کی له اره(اصل) څخه وپوټیدوته وایی، چی دلته هرهغه رخت ورڅخه مراددی چی ښځه پکښې ځان پوټوی۔
علامه الوسی رحمة الله علیه لیکی:
چی دحضرت ابن عباس رضی الله عنه دوینا مطابق جلباب وهغه پورڼی ته ویل کیږی چی ښځه ئې دپورته څخه ترکښته پوری پرځان اچوی۔
(روح المعانی ج22، ص 88)

دجاهلیت په وخت کی فاحشو،مینځواونوروحجاب نه کاوه، اوبې له حجابه به هرځای تلې اوګرځیدې، نوالله جل جلاله ددې لپاره چی ددې ښځوڅخه دمسلمانوښځوامتیازوشی نودحجاب امرئې وکی، اوپه دې کی دوه هدفونه نغښتی دی:
1: داچی کومی ښځې چی په حجاب کی ګرځی ددې مطلب داچی داشریفه ښځه دی، اوداحجاب وفاحش سړی ته داپه ګوته کوی چی دافاحشه نه ده، اوورپسې منډې مه وهه۔
2: داچی دهغه بدکاره سړی په ذهن کی داراځی چی خپل ځان دومره پټ کړیدی، نوخپل عورت به څنګه لوڅ کړی، اوددې بدوکارواوزناخوهیڅ سوال نشته داځکه داپرده لرونکی ښځه ده۔
(تفسیر ابن کثیر، ج25، ص 230)

دجاهلیت په زمانه کی ښځې بې پردې ګرځیدې، اوکوم حجاب ئې نه استعمالاوه، اونارینه به په دې ډېرخوښ وه، اودخپل ځان لپاره ئې یوڅوک کتل اودابه ددوی دنده وه، نوالله جل جلاله وخپل رسول ته امروکی چی کله مسلمانې ښځې دضرورت پرمهال وزی نوپرده دی کوی۔
(تفسیر قرطبی، ج 14، ص 243)
علامه ابن جوزی رحمة الله علیه لیکی:
چی دامام قتیبه رحمة الله علیه په قول ددې ایات مطلب دادی:
چی مسلمانې ښځې بایدغټ پورڼی پرسرکړی چی ټوله بدن ئې پټ وی اودامعلوم نشی چی داځوانه ده، بوډاده، شتمنه دی، مسکینه اوکه بل څه؟؟؟
(زادالمیسر ج 6، ص 422)
بل ځای الله جل جلاله فرمایی:
واذاسالتموهنّ متاعًافسئلوهنّ من وّرآء حجاب ذٰلکم اطهرلقلوبکم وقُلوبهنّ
اوکله چی غواړی تاسی له دغو(مطهراتوازواجو) څخه دکوم متاع کارکوم څیزپس غواړی هغه له دوی نه دباندی دپردې دغه(غوښتل دباندی دپردې)د تاسی ډېرپاک ساتونکی دی دزړونوستاسی او(ډېرپاک ساتونکی دی) دزړونوددوی۔ (الاحزاب 53)۔

سوال نه پیداکیږی چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په صحابه کی ددې توهم شوی وای چی دوی دی وازواج مطهراتوته په یوه بڼه سره وګوری، مګربیاهم الله جل جلاله وټولوصحابه ووته چی تاسی چی څه پوښتنه کوی دمسلمانانودمیندوڅخه نودپردې داخواڅخه ئې غوښتنه وکی، اوبل داچی دا دټول امت مسلمه دتعلیم په خاطردپردې اوصول وضعه شول چی بیاالله جل جلاله په دې حکم سره پر زرهاوونیکمرغې پکښې نغښتی دی، چی په راتلونکی کی به پرې پوره بحث وشی۔

الله جل جلاله فرمایی: 
وقل للمؤمنت یغضضن من ابصارهنّ ویحفظن فروجهنّ ولایبدین زینهنّ الاماظهرمنهاولیضربن بخمرهنّ علی جیوبهنّ ولایبدین زینتهنّ الالبعولتهنّ اوابآئهنّ اوابآء بعولتهنّ اوابنآئهنّ اوابنآءبعولتهنّ اواخوانهنّ اوبنی اخوانهنّ اوبنی اخواتهنّ اونسآئهنّ اوماملکت ایمانهنّ اوالتبعین غیراولی الاربة من الرجال اوالطفل الذین لم یظهرواعلی عورت النسآء ولایضربن بارجلهنّ لیُعلم مایخفین من زینتهنّ وتُوبُوآالی الله جمیعًا ایُّه المومنون لعلکم تُفلحون
اوووایه (ای محمده) ایمانداروښځوته چی پټې دی کړی له (نامحرموڅخه) سترګې خپلې اوښه ټینګ دی وساتی فرجونه سترونه خپل (دمحرماتوپه مقابل کښې) اونه دی ښکاره کوی زینت اوښایست (اوځای دښایست) خپل مګرهغه چی ښکاریږی له دغه (زینت څخه په وخت دکسب اوکارکښې) اووادی چوی ټکری(پورڼی) خپل پرګریوانونوخپلو(چی سینه ئ ښکاره نشی) اونه دی ښکاره کوی زینت ، ښایست (اوځای دښایست) خپل هیچاته مګردپاره دمړونو(خاوندانو)خپلوته یازامنواولمسیوخپلوته، یازامنودمړونوخپلوته، یاوروڼوخپلوته یاهغه چاته چی مالک شویدی (دهغه) ښې لاسونه ددوی یاهغوتابعانوته چی نه وی خاوندان دحاجت ښځوته له سړیونه یاهلکانوهغه ته چی نه وی خبر(دوی) پراسرارودښځواونه دی وهی (داښځې) پښې خپلې دپاره ددې چی معلوم کړشی هغه څیزونه چی پټوی ئې دوی له زینت، ښایست (ګاڼې) خپلې اوراجع شی توبه وباسی تاسی الله ته ټول ای مومنانو!!!دپاره ددې چی تاسی ښېګڼه اوخلاصی ومومی( په دارینوکی)۔ (سورت النور 30 ایات)۔
((خمر))دخمارجمع ده، اووهغه ټوکرته ویل کیږی چی ښځه خُان په پوټوی دبېلګې په ډول (پورڼي، نقاب، برقعه اوداسی نور۔۔۔) کله چی وښځې ته داامروشوچی خپلې سینې پټې کړې نومخ خوپکښې په طریق اولی سره پکښې شامل شو، کله چی دسینې پوټول فرض شو نودمخ پوټول هم پکښې راغلل۔

د روم د امپراطورۍ پرمهال حجاب

درومیانوامپرطورۍ چی دټوله اروپادتهذیب اوتمدن زانګوده، ددې امپراطورۍ په عروج اوزوال کی پردې (حجاب)ځانګړې حیثیت درلودی، دنولسمې پېړۍ په دایرة المعارف(Encyclopedia) کی لیکلی دی:
درومیانوښځودنروپه شان کارونه خوښول، اوښځودخپلوکورونوکارکاوه،اودښځوخاوندانو، زامنواووروڼوبه په میدان کی دجنګ همېشه سرونه قربانول، دکوردکارونوڅخه علاوه ښځودټوکرانوجوړول، اوتارونه به ئې ورېشل، رومی ښځوبه سخته پرده کول، اوکله چی دخپلوکورونوڅخه وتلې نومخ پوښ(نقاب) ئې اغوستی اوبیاتلې، اوکله به ئې یوپنډڅادرپرځانواچاوه اوټوله ځان به ئې پوټاوه، چی رومی ښځې په دې نقاب اوڅادروکی نه پېژندل کېدې۔
(مسلمان عورت)، ساینس اورجدیدریسرچ)
دفارس د امپرطورۍ پرمهال دنرګس دګل څخه پرده

درومیانودامپراطورۍ سره په سیالۍ کی دفارس امپرطورې اوسلطنت شتون درلودی، اوپه فارس کی پرده دومره سخته وه چی په ټوله سېمه کی دنرګس ګل نه په سترګوکېده داځکه چی دنرګس ګل په سترګه مشهوره وو، اوپارسیانوداعقیده درلوده چی دی وموږته ګوری، نوځکه دفارس په ټوله امراطورۍ کی دامنع اعلان شوی وو، علاوه ددې سیمی څخه حجاب په یونان، شام اوعربوکی هم ډېرسخت وو، اورواج ئې درلودی۔
دفارس په سلطنت کی حجاب دومره سخت وو، چی دنرګس څخه لاهم پرده کوله نورقضاوت وګرانولوستونکوته پرېږدو۔
دیونان دتهذیب زوال اودهغه اصلی عامل

تاریخ داثابته کړېده چی دیونانی تهذیب دزوال سبب دښځوبې پرده ګۍ، عریانۍ، دنارینه وه سره دبې باکۍ، راشه درشه، ښکلااوزینت، اودبدن دښکلاښکاره کول وو، رومیانوښځه په پردې کې ساتلې وه، چی دښځې وقار، عفت اوعزت ئې هم ورسره ساته، اوکله چی دروم فتوحات پرمخ ولاړل نوښځې یودم دکورڅخه راووتې، دحجاب جنازې پورته شوی، ښځې بې ستره بربنډې په هرځای کی ترسترګوکېدې، اوپه عامومجلسو، محفلواوهرځای دنارینه سره یوځای، اودنارینه وودخوښۍ، شوق اوطبعیت راستګۍ یوه اله شول، اودادفحاشۍ، جنسی اړیکوبازارډېرژرګرم شو، چی ډېرژرئې دنارنیه واخلاق فاسداوختم کړل، دهغوی دجنګ جذبې، ولولې اودبهادرۍ څپې یې ورمړې اوکرارې کړې، دنارینه څخه ټول طاقت واخیستی، اودفوځ ټول جنګی مهارتونه په عیاشۍ بدل شول، اوهغه قوت ، دبدبه اوحیثیت ئې دخاوروسره خاورې شو، دشهوت پرستۍ اوجنس هوسۍ بازارهرځای تودشو، فوځی تربیه، په تنبور، رباب، شرابو، زنا، رقص اوجادوبدل شول، چی داهغه شیان دی چی شجاعت، ازادې، خپلواکې ، زوراودبدبه له مینځه وړی۔
چی دروم دامپراطورۍ په اخرکی ټول دجنګ خلک ددولت لوړپوړې چارواکی دښځوپه لاسوکی ولوېدل، اوهرڅه چی دوی غوښتل هغه کېدل، دټولې امپراطورۍ واک عیاشوښځوپه واک کی و،اوهرڅه ددوی په اختیارکېده، اوهمدالویه امپراطورې ټوټې ټوټې شوه، (پرده اورجدیدریسرچ)

علامه لوئس پېرول په (Review of Reviews) په 11 ټوک، د(Political Corruption) دسیاسی فسادترعنوان لاندی لیکی: دلوړواخلاقودامضبوط دیوال یواځی ښځه نړولای شی۔
په تاریخ کی دښځودبې پردې له کبله ډېرې داسې اوښتنونه راغلی دی، چی زرهاووپاڼې په ډکې دی، خوزه نوردموضوع څخه به وځم اویواځی په دې باندی اکتفاء کوم۔

په پخوانی هندوستان کی حجاب

ښځه بایدلوڅه اوبربنډه نه وی۔ (ادهیا 8، فقره 2)
ښځه بایددډېروکوچنیوبدوکارواوکړووړوڅخه بایدوژغورل شی، داځکه چی غیرمحفوظه ښځه خپل ټبراوبل ټبردواړه بدناموی ۔( ادهیا 9 فقره 5)
دپخوانیوهندوستانیانورواج داسی وو، چی ښځې ئې دباندی نه پرېښودلې اوپه کوروکی ئې بندولې اواجازه ورته نه وه چی بې حجابه ووځی۔
مېرمن (ایف سی داس) پخپل کتاب (پرده) کی لیکی:
په هندوستان کی دښځوپه کوروکی دبندېدواثارپیداشوی دی، اوداددوی (ښځو) نه راوتل، په کوروکی پاتېدل، حجاب کول داپه هغه ټولنه کی داعتماد،شرافت اوعزت سمبول وو۔

پرده په عیسایت کې:

یوه عامه غلط فهمې په اروپا، امریکااواسټرلیاکی داده چی اسلام یواځنی دین دی چی لارښوونه کوی وښځوته چی تاسی به حجاب کوی، ټول بدن به پوټوی، اوپه بل دین، اومذهب کی هیڅ شتون اوریښه نلری؛ دتعجب وړخبره خولاداده چی عیسایت اودعیسایت ریښې اوپه عمومی ډول سره په غرب باندی دعیسایت ښه پوره پرده غوړېدلې ده،اودلویدیځ (90) په سلوکی عیسایان دی، اووخپل دین ته هیڅ ارزښت نه ورکی، اوحال داچی دعیسایت ټیکه داران دوی دی، اودابایبل چی دوی په (2000) ژبوڅخه لااضافه ژباړلی دی، خوبیاهم لویدیځ دخپل دین(عیسایت) احکام ترپښولاندی کوی، اواوس داوهرچاته جوته ده چی دوی ته عیسایت دیوه نخودپه اندازه ارزښت نلری، نه ئې احکام منی، اونه ئې هم عملی کوی، اوس بایبل یواځی دواتیکان ترتاخچوپوری محدوددی، اوپه یوڅوموزیموکی پروت کی اوبس۔ داچی دوی وایی چی موږدصلیب اوعیسایت لپاره چوپړکوو، دادوی عام عیسایان غولوی، اودخپلونارواموخوته درسېدوپه موخه له عیسایت څخه کاراخلی؛ اوبله داچی په عمومی ډول سره ئې ټوله عیسایی نړې داسلام پرضدپه لومړی قطارکی درولې ده، اوداعیسایت ته خواخوږی دی خپل بایبل چی هر(ورژن) وی خلاص دی کی اودې ایاتوته دی وګوری۔

ددې لیکنې موخه داده چی ټوله اروپا، امریکااوپه شمول د استرلیادوی ځانونه ترعیسایت قربانوی، دصلیب پرنامه سرښندنه کوی، اوداافتخاربولی چی صلیب ئې په غاړه وی، اوپه عراق اویاهم په افغانستان کی ووژل شی، دوی دادصلیب سره ژمنه بولی، اوخپل دخلاصون خوب پکښې وینی، اوس پوښتنه داده چی په کوم بایبل چی دوی ایمان لری، دوی ئې خپل شعاربولی، دوی ئې خپل مقدس کتاب بولی، دوی ئې خپل دخلاصون واک بولی، دوی ئې په مینه خپروی، ایادوی ورته ژمن هم دی؟ ایادوی پخپل دې ویناکی چی موږپربایبل ایمان لرورېښتنې دی؟ ایادوی دژوندپه هروخت کی ددوی ددې کتاب پیروی کوی؟ ایاهغه څوک چی په بایبل باندی قسم واخلی لکه چی بارک اوبامااونوردامریکااونورولویدځوهیوادونه مشران چی په (King James Version Bible) (کینګ جیمز ورژن بایبل) چی دادجیمز په وخت ،دجیمز په پیسواوهلوځلوکی ولیکل شو، دوی په دې بایبل باندی قسم اخلی اوداوایی چی موږبه داعملی کوو، اوددې هرحکم به په ټولنه کی عملی کوو ایاداروښتیاده؟ ایاپه مجموع کی داټوله عیسایی نړې وعیسایت ته ژمن اوهوډ من دی؟ عیسایت یواځی ترواتیکانه پوری محدوددی اوکه په نوروهیوادوکی هم شته؟ ایادواتیکان څخه فارغه شوی راهبان وعیسایت ته خدمت کوی؟ اوداسی نورپه زرهاووپوښتنی بې ځوابه دی اوځوابه ئې (نه هیڅ کله نه؟؟؟!!!!)۔
لکه څرنګه چی زه اوس غواړم چی دحجاب په هکله څه ولیکم نودموضوع څخه نه وځم اوپرحجاب باندی بحث کوم، اوهغه داچی داهیوادونه چی اوس ئې حجاب منع اعلان کړیدی، لکه فرانسه، بلجیم اونورې هلې ځلې هم پیل شویدی چی په نوروعیسایی هیوادوکی هم داکاروکی اووخپلوشوموموخوته ځانونه ورسوی، ایاداحجاب یواځی په قران کی شته؟؟؟ نه هیڅ کله نه بلکه په ټولوالهی دینوکی وو، اوزه اوس دبایبل څخه هغه ایاتونه لیکم چی دحجاب په اړه پکښې حکم پکښې دی۔ په هندومذهب کی حجاب شته چی کوم الهی دین نه دی؟؟ نوپه عیسایت کی څنګه نشته!! دتعجب خبره ده، چی داسلام دمبارک دین څخه مخکی حضرت عیسی علیه سلام په حجاب باندی ټینګارکړیدی، اوهغه څخه مخکی حضرت موسی علیه سلام ورباندی احکام راوړیدی، اوامرئی کړیدی، چی ښځه بایدحجاب وکی، نواوس ئې داپه نامه عیسایی هیوادونه ولی دبایبل ، دسال (پولس)، اودحضرت عیسی علیه سلام چی دوی وایی چی ده ځان زموږلپاره قربان کړ، ولی دده خبره اوقول نه منی؟ ولی دبایبل احکام غورځوی؟؟؟ څه وروسته به وتاسوته جوته شی چی مادڅوبایبلوڅخه داایات رااخیستی دی، اوددنړې په (2000) ژبوچی بایبلونه لیکل شوی اوهرو(ورژن) چی وی، پکښې دی۔

په ټول الهی دینوکی دپردې امرشویدی، دحضرت عیسی علیه سلام په وخت کی هم حجاب رواج وو، چی په اوسنی بایبل کی دبرقع لفظ راغلی دی په دې ډول سره:

حضرت عیسی علیه سلام وایی: 
و تاسو ته ویل شویدی چی وښځوته مه ګوری، وماته وګوری زه وتاسوته وایم چی ددوی پربرقعو هم خپل نظرمه اچوی۔
کله چی داوسنی بایبل مطالعه وشی نوداجوتیږی چی پرده په هغه وخت کی په فارس، مداین اونوروځایوکی عامه اورواج وه۔
دتورات په پیدایش 24، باب کی راغلی دی:
اسحاق راووتی اخوااودې خواته ئې کتله، دماښام پرمهال یوه قافله په نظرورغله، چی په هغه کی ښځې وې کله چی ده ورته وکتل هغوی برقعې راواخیستې اوپرده ئې وکړل۔
دغه لاندی ایات په اول خط دکورنتیانوپه نوم په یوولسم باب کی، اود(سال) لخوالیکل شوی دی، چی په انګلیسی کی ورته (Paul) (پاول) وایی، داهغه سړی دی چی داوسنی عیسایت بنسټ ده ایښی دی،مسیحت اروپاکی ته دده په وسیله داخل شو اوپه اروپاکی ئې دخپرولوکارپیل کړ؛ مرحوم شیخ احمددیدات په حواله داوسنی بایبل (45) په سلوکی یواځی (سال) لیکلی دی، اودی داوسنی عیسایت مؤسس دی، اودادده حکم اوامردی،چی په ټولوبایبلوکی دنړې چی دکلیساوله خواڅخه چاپ شویدی شتون لری:

اوکومه ښځه چی سرتوری دُعاکوی هغه خپل سربې عزته کوی، ځکه چی هغه دسرخرییلې په شان ده، که ښځه پورڼی نه پرسرکوی نوویښتیان دی هم پرېکړل شی، که دښځې دپاره ویښتیان پرېکول اوسرخریل دشرم خبره وی نوپورڼی دی پرسرکوی۔ (اول کورنتین یوولسم باب 7ـ5)
داایات په ( NKGV,NASB,KJV, RSV, MKJV, LITV, Darby, NT, Wey, Young, CEV, TEV, RVR 1960, ISV NT, NAB, Rotherham) بایبلوکی په مختلفوبڼوسره بیان شوی، تفسیرشوی، اوژباړل شویدی، چی زه ئې یوڅوبیلګل لیکم:
په ( RSV, MKJV, LITV, Wey NT, Rotherharm, NAB) بایبلوکی په لاندی ډول سره راغلی دی:
ښځه بایدحجاب وکی، کچیری حجاب نه کوی نودهغې سردی وخریل شی اویادی هم ویښتیان ورڅخه پرېکړل شی، کچیری دادسرخریل اویاهم وېښتیان پرېکول ښځه دځان لپاره لعنت اوشرم بولی نوحجاب دی وکړی۔
په (National King James Version) بایبل کی داایات داسی لیکلې دی:
کچیری یوه ښځه پټه نه وی، سردی وخریل شی اوکه چیری دادسرخریل ددی لپاره دشرم خبره وی نوځان دی پټ کړی۔
په (NASB) بایبل کی داایات داسی دی:
که چیری ښځه خپل سرپټ نکړی، ددې سردی وخریل شی اویادی دسروېښتیان ایسته کړل شی، که داعمل داوخپل ځانته دشرم نه ډک یوه بې عزتی بولی نوسردی پټ کړی۔
په (CEV) بایبل کی داایات داسی راغلی دی:
ښځه بایدخپل سرپټ کړی، اودښځې لپاره دسرخریل اووېښتیان غچی کول یولعنت، ظلم اوشرم دی، که چیری ښځه دسرپوټول اوحجاب ردکړی نوددې ښځې وېښتیان دی غچی اوسردی وخریل شی۔
په ځینوبایبلوکی تردې هم ورباندی ټینګارشویدی، اوډېره سخته سزارئې ورته لیکلې ده، بل ځای په بایبل کی راغلی دی:
سړی دښځې نه نه دی بلکه ښځه دسړی نه ده، اوسړی دښځې دخاطره نه بلکه ښځه دسړی دخاطره پیداشویده، نودفرښتوپه سبب ښځې ته پکارده چی پخپل سرداختیار(اطاعت، کمینۍ) نښه (پورڼی) کښیږدی) (5: 14)
ددې پورتنیوایاتوڅخه لاندی کرښې په لاس راځی:
1: سرتورسریاحجاب نه کول په عیسایت کی دومره بدشرم دی لکه دیوې ښځې ویښتیان چی پریکړل شی اویاهم وخریل شی۔
2: لوڅ سردښځې لپاره یولعنت دی۔
3: په لوڅ سردُعااونورعبادات نه قبلیږی۔
4: دسروېښتیان دښځې لپاره ترټولومهمه ښکلاده، چی داطبعی ده، اودهرې ښځې پخپلووېښتیان ډېره خوابدیږی، که وخیژی، کم شی، ضایع شی، خوکه حجاب نه وی نوداښکلادی له مینځه یووړل شی۔
5: ښځه دنرڅخه اودنرلپاره پیداشوې ده۔
6: لکه څرنګه چی ښځه دنرڅخه پیداشوېده، نودې ته په کاردی چی دنردطاعت لپاره اوهغه ته دسرکښته کولوپه موخه پورڼی پرسرکی، چی داداطاعت نښه ده۔ خوداسلام په مبارک دین کی حجاب دعفت، عزت، شرافت، سرلوړی، دسرتاج، اودخدای جل جلاله داطاعت نښه ده۔
7: ښځه دفرشتې سره مقایسه شوېده، لکه څرنګه چی فرشتی دخدای جل جلاله اطاعت کوی، نوښځه هم بایددنرداطاعت نښه (پورڼی) پرسرکی۔ خواوس برخلاف اوس چی موږولویدیځ ته ګورونوددې پرځای چی ښځه دنراطاعت وکی، په مجموع کی په عیسایی نړۍ کې نردښځې اطاعت کوی، اودهغې ترتسلط لاندی دی، چی وروسته به بیان راشی په نوروڅپرکوکی، چی یوه وړه بېلګه ئې وړاندی کوم اوهغه داچی په هرکال کی په زرهاوومړونه طلاقیږی، چی دایواځی دښځوله خواطلاقیږی، داځکه چی خاونددښځې پوره اطاعت نه کوی نوځکه ښځه ورته طلاق ورکړی، د(News Week) په حواله په اروپا اومریکاکی په سلوکی (98) طلاقونه دښځوله لوری دی، اویواځی په سلوکی (2) دنارینه له لوری نه دی، دلته اوس تاسی ګران لوستونکی قضاوت وکی چی نردښځې اطاعت کوی اوکه ښځه دنر؟!!
وبل لوری ته عیسایی ننی( ښځې راهبې) دمسلمانانوپه شان حجاب کوی، اودکاتولیکانوپه کلیساکی تر (1960) میلادې پوری په کلیساکی حجاب اړین وو، اوکه چیری چاپورڼی نه وای پرسرنووهغې ښځې ته وکلیساته دداخلیدواجازه نه وه، اودکلیساپه هیڅ مذهبې مراسموکی ئې ونډه نشوای اخیستلای، اوبل موږوټولې عیسایی نړۍ ته وایوچی ستاسوپه ټولوکلیساووکی چی تاسودبې بې مریمی رضي الله وعنهامجسمې جوړې کړېدې، داولی په حجاب کی ده؟؟؟ که حجاب په تاسوکی اوس عیب اوشرم دی، نوتاسې چی بی بی مریمی ته دخدای مور(نعوذ بالله) وایاست داولی په حجاب کی ده، ؟؟؟ستاسوبایبل ولی پرحجاب ټینګارکوی؟؟؟ سال(پولس) ولی پرنه حجاب باندی دومره لعنت کړیدی؟؟؟ دنه حجاب سزاولی دومره سخته کړېده؟؟؟ ایابایبل دخدای کتاب نه دی؟؟؟ که بایبل دومره ارزښت درته نه لری نوبیاولی دومره زیارورته باسی؛ هیوادونه قبضه کوی، بې ګناه خلک وژنی، اودادبې شرمۍ، غروراوداسلام سره ددوښمنۍشعارمووهرچاته معلوم دی چی تاسوهرځای لیکلې دی، ((موږدعیسایت ونه دمسلمانانوپه وینوشنه ساتو)) ، اوس ستاسوپه دې باولوهڅوهرمومن مسلمان خبردی، اووپورتنی پوښتنوته دی اوس عیسایی نړۍ ځواب ووای۔
اوس موږدعیسایت څخه دانتیجه اخلو!!!
یابه بایبل دخدای کتاب نه دی، اوعیسایت هیڅ الهی دین اومفکوره نه ده،دخیالاتو، پوچوخبرو، اودفکریوخیالی ټال دی، نوځکه وعیسایانوته هیڅ ارزښت نلری۔

حجاب په یهودیت کې:

ډاکټر(Dr. Menachem) چی دبایبل یوپروفیسر دی اود یشواپه پوهنتون (Yeshiva University) کی استاددی، دی پخپل کتاب (یهودې ښځه دیهودوپه ادبیاتوکی) (The Jewish Woman in Rabbinic Literature) کی داسی لیکی:
دادیهودومذهبی کلتورووچی کله یهودی ښځه دکورڅخه دباندی وتله نوپورڼی ئې پرسرکاوه، اوکله به ئې ټول بدن پوټاوه، یواځی یوه سترګه ئې ښکارېده، دی زیاتوی چی پخوانیویهودو علماوواوصول داسی وواوداسی ئی ویل:
هغه ښځه یهودی لورنه ده چی دکورڅخه دباندی وځی اوحجاب نه کوی، پرهغه سړی دی لعنت وی چی دښځې وېښتیان ئۍ څرګندښکاری؛ هغه ښځه چی دخپلې ښکلالپاره خپل وېښتیان ښکاره کوی دادمسکینې سمبول دی، اوداښځه به مسکینه شی،

ګوری چی په یهودیت کی پرحجاب باندی څومره ټینګارکوی، اوداوایی چی هره هغه ښځه چی بې پردې وی هغه دیهودوددین څخه نه ده، اوداښځه دیهودیت څخه وتلې ده، خوبلې خواته وحشی یهودوپه میلونهاوو، مسلمانې میرمنی به عفته، اوبې حجابه کړې؛ چی داپه فلسطین کی ورځنی کارګرځیدلې دی۔ هلته نه دتورات احکام شته، نه انسانیت شته، نه دبشرحقوق شته؛ بلکه یواځی وحشت، اوحیوانیت شتون لری اوبس

د یهودو شرعی قانون وایی:

که چیری دښځې بربنډسروی، نوپه داسی حالت کی درحمت غوښتنه کول، یادُعاکول، یادخدای څخه څه غوښتل، داټول بې ځایه اومنع دی، ترڅوچی ښځه حجاب کوی۔
ددې څخه دامعلومیږی چی که حجاب نه وی، نوټول عبادت بې ځایه دی، اوددې ښځې هیڅ هم نه قبلیږی، اوداخولاپرېږده چی دبې حجابه ښځې څه نه قبلیږی؛ بلکه که یوه بې پردې ښځه دنارینه ووپه ټولۍ کی وی، نوددې ټولونارینه اوښځینه ووهیڅ عبادت، نیرا، ژړااوغوښتنه نه قبلیږی، دلوڅ سرې داسی سزاده په یهودیت کی۔
(Dr. Brayer) وایی: دښځې حجاب ددې دعزت اووقارلپاره دی، اوکه داپخپله خپل عزت اخلی اوسرنه پوټوی نوسل روپۍ دجرمانې په ډول سره ورڅخه واخلی، داځکه چی دفاحشې اودرستی یهودې ښځې ترمینځ توپیرهمداحجاب دی، داځکه چی زناکارې ښځې حجاب نه کوی، اوداحجاب ددې ښځې پرشرافت، پاکوالې اومعصومیت باندی دلالت کوی۔
دډاکټر(برایړ) ویناښه په ډانګ پییلې ده، اوحجاب دزناکارې، اوعفتمنې ښځې ترمینځ دیوال ولی، اوهرهغه ښځه چی بې حجابه وی، هغه د(یهودیت) په اندزناکاره، بې عزته، بې حیا اوبې شرفه ده۔  (24 Ibid, P, 139)
په تورات کی راغلی دی: که چیری دیوې ښځې سرلوڅ وی، نوداددې لپاره لوی شرم اوبدنامې دی، اوله همدې کبله بایدعالم (یهودی عالم)داشکمنه زناکاره ښکاره کړی۔ (عدد، پنځم باب، 16ـ 18)
ګوری په مقدس کتاب تورات کی څومره ټینګارورباندی شویدی، اودادتورات ساتونکی، ځان ترقربان کوونکی اوورته چوپړکوونکی ولی سترګې ورڅخه پوټوی؟؟
هو!!! ددوی سترګې پټۍ دی، اودوی هیڅ شی په سترګونه وینی، اووخپل مقدس کتاب ته دیوې وړې وربشې ارزښت لاهم نه ورکوی، عام یهودخولاپرېږدی؛ مذهبې لارښوونکی ئې هم دجهل عینکې پرسترګواویواځی ئې دین دخپلوشخصی ګټواولاسته راوړونووسیله ګرځولې ده اوبس
(St. Tertullain) پخپله یوه مشهوره مقاله دپېغلوپرحجاب (On the Veiling of Virgins) کی لیکی:
ای ځوانوښځو!!! په کوڅوکی حجاب کوی، تاسی بایدخپل حجاب په کلیساوکی وکی، تاسی بایدخپل حجاب دنااشناخلکوپه مخکی وکی، اوحتی تاسی بایدحجاب دخپلووروڼوپه مخکی هم وکی، اودکاتولیکانو شرعی اوسنی قانون همداسی دی، چی په کلیساکی بایدحجاب وشی۔
(Clara M. Henning, Cannon Law and the Battle of the sexes in Rosemary R. Ruether, ed. Religion and Sexism: Images of Woman in the Jewish and Christian Traditions, New York: Simmon and Schuster, 1974, p. 272.)
د (Albalagh Monthely International Vol. 21 No.6, June 2010) په حواله۔
اوسنی ارتودوکس عیسایی ښځې حجاب کوی، په ځانګړی ډول سره په کلیساکی، چی همدارنګه په یونان، په روسیه ،منځنی ختیځ، اوغربی اروپاکی دوی حجاب کوی، ددې لپاره تاسی کولای شی (70) صفحې کتاب چی د
( Woman in Islam Versus Woman in the Judaeo-Christian Tradition) کی وګوری، چی داکتاب شریف عبدالعظیم لیکلی دی۔
ښځه په اسلام کی پوره عزت، شرف، عفت اوارزښت لری، اوداحجاب ددې لپاره یوویاړ، دخدای جل جلاله دامرمنل، اودیواځی الله جل جلاله څخه بېره ده، نه دنرلپاره سرکښته کول لکه په عیسایت کی چی دی، اوپه یهودیت اوعیسایت کی وښځې ته داسی مقام ورکول شویدی چی دیوه حیوان ارزښت لاهم ورباندی ډیردی، زه دبېلګې په ډول سره یوڅولیکې را اخلم:

دیهودو او عیسایانو شرعی او مذهبی علماء دښځې په هکله وایی:

ښځه ددرواغواودوکې لورده، اوددوږخ پېره داره ده، دسولې دوښمنه ده، نوځکه ادم جنت له لاسه ورکی۔
(St. John Damascene)
په یادباید ولرو چی دالیکنه د یوه کتاب څخه چی نوم ئې. ((What Did Jesus Really Say???)) دی رااخیستل شویدی
ښځه دشیطان یوه اله ده چی شیطان زموږروحونه اوملکیتونه په ګټی۔ (St. Cyprian)
ښځه دشیطان دلاس سرچینه ده، اوددې ګناوې دماردشیشنی په شان اواز کوی۔ (St. Anthony)
ښځه دغالبوزی په شان زهرلری، اوکرکه اونفرت ئې دښامارپه شان دی۔ ( St. Gregory)
(St. Tertullian) چی وخپلې ګرانې لورته ئې دعقېدې په اړه خبرې کولې داسی ورته وویل:
تاسوپوهیږی چی تاسې ښځې هره یوه بی بی هوایاست،، ستاسوسره به ګناه ضروروی، غلطې به درسره مله وی، تاسی دشیطان دروازه یاست، تاسی دمنع شوی ونې مهرمات کړ۔ تاسی دلومړی ځل لپاره الهی قانون مات کړ، تاسی په هغه چا ګناه وکړل چی په هغه شیطان هیڅ هم نشوای کولای، تاسی په اسانۍ سره دخدای داجوړشوی (ادم) ویجاړکړ۔
(St. Augustine) یووخت وخپل ملګری ته ولیکل:
دمور، ښځې اودبې بی هواترمینځ څه توپیرنشته، موږبایددهرې یوې (ښځې) سره هوښیارواوسو، داځکه چی دوی هوس پرسته، اوشهوت پرسته دی۔

یهودي نارینه پخپل ورځني دُعا کې داسې وایي:

ای دمخلوقاتوپاچا(خدایه!) پرموږدی څومره رحمت کړیدی، چی ښځې کړی دی نه یو۔
(Memories of an Orthodox youth, in Susannah Heschel, ed. On being a Jewish Feminist, New York: Schoken Books, 1983, pp. 96-97)
(Albalagh International)
د یهودو د مقدس کتاب (تالمود) په حواله: 
ښځې نشی کولای چی تورات ولولی،
په لومړۍ میلادی پېړۍ کی دیهودوعلماوداسی فیصله کړیده:
هغه څوک چی وخپل لورته تورات وایی، داداسی دی لکه دی چی وخپلې لورته شهوت پرستې، اوجنس بازی وایی۔
(Leonard J. Swidler, Women in Judaism: the Status of Women in Formative Judaism, Metuchen, N.J: Scarecrow Press, 1976, pp.83-93)
په بایبل په عهدقدیم کی (ددوی په اند تورات) کی داسی لیکلی دی:
دکومې ښځې چی سرلوڅ وی دهغې سره کرکه ښکاره کی داځکه چی دادلعنت په زانګوکی زانګې، اوعلماء باید داشکمنه زناکاره ښکاره کړی وعاموخلکوته۔
(اعداد، 16ـ 18)
داپه عیسایت اویهودیت کی دښځې مقام اودرجه ده، نوځکه په اروپا اوامریکاکی هغه شمېرنوی مسلمانان چی پرانټرنیټ باندی خپلی لیکنې ورکوی، اواسلام قبلوی په سلوکی(70)ښځې دی، داځکه چی داوسنی تحریف شوی، عیسایت اویهودیت څخه نورنوخلک ستړی ستومانه، ددوی عزت پکښې پایماله ، اخلاق ئې فاسد، ژوندئې تریخ اوزړونه ئې زنګو نیولې دی، همداوجه ده چی هره ورځ په سلهاووخلک داسلام په مبارک دین باندی مشرفه کیږی، اوخپلې لیکنی دنړیوال جال پرمخ باندی خپروی۔ اسلام هغه رېښتنی دین دی دټولنې وهرغړی ته (نراوښځې) ته برابرحقوق ورکوی، دسوکاله ژوندڅښتن کوی ئې، په ورځنی کارکی ورته الهی نصرت ورپه برخه کوی، دناخوالوڅخه ژغوری، ددې دنیااواخرت ښې ګڼې ورپه برخه کوی، اسلام دژوندیوه بې مثله ضابطه ده، اودژوندهرڅه پکښې نغښتی دی، خلاصون یواځی اویواځی په ریښتنی دین اسلام کی دی، اوس مهال دنړی ټول دینونونه که الهی دینونونه دی اوکه نورپه دوی کی هیڅ پاته نه دی، بلکه خرافات، وهمیات، پوچوالی، کوتاوالی اوکه په لنډوکی درته ووایم دژوندهیڅ ارزښت اودکړاوونوحل پکښې نشته بیله اسلامه۔ داځکه چی هغه دینونه چی الهی وه دبېلګې په ډول سره (یهودیت اوعیسایت) هغه ټول تحریف شوی، اوپه لاسولیکل شوی پاڼې دی، اوهغه چی الهی نه وه،لکه بودائئ، زردشتی، هند مذهب اونورداټول دمخلوق قانون دی، چی دتناقصاتو، نواقصواوغیرانسانی مفکورونه ډک دی، چی دژوندهیڅ حل نه پکښې ترسترګوکیږی، اواسلام یواځنی الهی دین دی چی الله جل جلاله ئې زمه اخیستې ده چی (انانحن الذکرواناله حافظون) موږداقران نازل کړی دی اوموږئې ساتنه کوو( له دې څخه چی څوک بدلون پکښې راولی)؛ لکه څرنګه چی اوس دساینس اوټکنالوجی دوردی، نوپه زرهاووکتابونه پر (اسلام اوساینس) باندی هم لیکل شویدی، اوپه میلیونهاووعیسایانو، یهودانو، هندوانو، کمونستانو، ملحدینواونورو۔۔۔ په اسلام کی دڅیړنو په پایله کی اسلام قبول کړیدی۔
اوس به وګوروچی په اسلام کی دښځوحقواوارزښت څه دی؟؟؟

پرنړیوال جال باندی پردې باندی ډېرکتابونه شتون لری،خوزه صرف په یوڅوقرانی مبارکوایاتوباندی اکتفاکوم:
اوشته دې ښځولره(حقوق پرمېړونوباندی) په شان دهغو(حقوقو) چی په دوی دی(دخاوندانو) په معروف (ښه وجه) سره اوشته نارینه ولره په دې ښځوبهتروالی۔ (البقره 228)
په دې ایات مبارک کی داښکاره ده چی لکه څرنګه چی خاوندپرښځه باندی حق لری هم دغه شان ښځه پرخپل مېړه باندی هم حقوق لری، اویوپربل دحقوقو په درلودلوکی کوم توپیرنلری۔  پس قبولی کړی دوی لره (دادعاوی) رب ددوی (په دې شان چی) بې شکه زه نه ضایع کوم عمل دهیڅ عمل کوونکی له تاسی که نارینه وی اوکه ښځه وی، ځکه چی ځینی ستاسی دی له ځینونورو(اوماته په مکافات کښې ټول سره یودی)۔ (ال عمران 195)
ددې ایات مبارک څخه معلومیږی چی په عمل کولوکی دنراوښځې ترمینځ هیڅ توپیرنشته هرڅوک چی ښه عمل وکی دخپل ښه عمل مېوه به لاسته ورځی، هغه که نروی اوکه ښځه؛ نراوښځه په ټولنیزژوندکی سره ګډد به شته نارینه ولره برخه په سبب دهغه عمل چی کړی وی دوی اوشته ښځولره خپله برخه په سبب دهغه عمل چی کړیدی دوی اوسوال کوی تاسی له الله نه له فضل اومهربانۍ دده بې شکه چی الله دی پرهرشی ښه عالم ۔ (النساء 32)
اوهرڅوک چی عمل وکړی له نارینه واوله ښځوحال داچی مومن وی نودغه (نیکوکاران) داخل به شی په جنت کښې اوظلم به ونشی په دوی دنقیر(پردوی په هیڅ شی کښې هیڅ ظلم نه کیږی) (النساء 124)
اوسړی مومنان اوښځې مومنانی ځینی ددوی دوستانې دی دځینونورو(په ایمان کښې ټول سره یوشان دی) حکم کوی دوی په نیکیو(چی الله اودرسول الله اطاعت دی) اومنع کوی له بدیوچی (دالله اودرسول الله نه مخالفت دی) اودروی(له ټولوحقوقوسره سم اداکوی) لمونځ اوورکوی، دوی زکات اوحکم منی دالله او(حکم منی) درسول الله دغه کسان ژربه رحم وکړی په دوی الله، بې شکه چی الله ښه غالب قوی دی (دحکمونوپه جاری کولوکښې) ښه دحکمت خاوند(چی هرکارپه تدبیراومصلحت سره کوی) (التوبه71)
هرچاکه وکړنیک عمل له نارینه وڅخه یاله ښځې څخه حال داچی دی مومن وی نوخامخاژوندون به ورکړوهرومروهغه ته ژوندطیبه (پاکیزه) اوخامخاجزابه ورکړوهرومرودوی ته اجرددوی په ډېرښه دهغو(نیکیو) سره چی دوی په (دنیاکښې) چی کولی به ئې۔ (النحل 97)
اوځینی له نښو(دقدرت) ددغه (الله) دادی چی پیداکړی ئې دی، تاسی له نفسونوستاسی ښځې (جوړه) دپاره ددې چی مایل شی دوی ته (اومطمئن اوسی) اوګرځولی ئې ده، په منځ ستاسی (اودښځو) کښې دوستی اومهربانی بې شکه په دغه (پیداکولودمودت اورحمت په مینځ دازواجو) کښې خامخاډېرې نښې دقدرت دی دپاره د(هغه) قوم چی فکرکوی (دالله په صنع کی) ۔ (الروم 21)

اسلام یواځینی دین دی چی وښځوته ئې روښانه اوښکلی حقوق ورکړیدی، مخکی موږذکرکړل چی عیسایان اویهودان دښځوپه هکله څه نظرلری؟؟؟ ددوی په مقدسوکتابوکی څه لیکلی دی؟؟؟ ایاددوی داادعاچی موږدښځوحقوق غواړو دوی ریښتنی دی؟؟؟ نه هیڅ کله نه؟؟؟ دایواځی دوی خلک غولوی، داځکه چی په هغوسپیڅلوکتابوکی چی دوی ایمان پری لری په هغوکی دښځوحقوق نشته نودوی به له کومه دښځوحقوق تامین کړی،عیسایت اویهودیت دښځوحیا واخیستله، په ارزښت ئې لوبې وروکړې، دعفت پوښ ئې ورخرڅ کړ، داخلاقوسرمایه ئې ورچورکړل، اودبې حیایۍ، عیاشۍ، بې پرده ګۍ، اودناموس پلورنی یوسمبول ئې ورڅخه جوړکړ، چی اوس ټوله لویدیځ ددې وجبران ته حیران دی؛ زه به ډېرژرداټوله بحث د(دښځوحقوق په قران اوبایبل کی ) لیکنه باندی پوره رڼاواچوم، اودابه وټولولوستونکوته جوته شی چی په بایبل کی دښځې ارزښت څه دی؟ بایبل څه حقوق ورکړیدی؟ اوعیسایت اویهودیت ښځه دژوندپه کوم معیارکی ځوړنده کړېده؟ اوداسلام مبارک دین کوم حقوق ورکړیدی، اوښځه ئې دژوندوکوم لړې مرتبې ته رسولې دې؟ اوزه داپه ډاډه زړۀ سره درته لیکم چی قران چی کوم حقوق وښځې ته ورکړیدی، ودې ټولومذهبونوته چیلنچ دی هغه که اسمانی دینونه دی اوغیراسمانی دی، چی په دوی کی دقران دیوه ایات په اندازه حقوق په دې ټولومذهبونوکی نشته،په یوه حدیث مبارک کی چی کوم حقوق وښځې ته ورکول شویدی په ټولونړیوالوقوانیوکی نشته؛ هغه که دملګروملتو قوانین وی، که دبشری حقوقودسازمانوقوانین وی، هغه که دښځودحقوقودروغژنو مدافعینوقوانین وی، اوداسی نور
اوس داټول مذهبونه وهرچاته معلوم دی چی، دادپټوسترګوخبره نه ده، که څه هم علماء کراموپه دې باندی ډېرې لیکنې کړیدی، خوبیابه هم زه کوښښ وکړم چی خپل پوره تحقیق ترتاسوپوری درورسوم اوزماټولې لیکنې دثبوت سره دی ، اودهرې لیکنې سره پوره ماخذونه دی۔

حجاب او نوی ساینس

خالق جل جلاله چی کوم اوصول دمخلوق لپاره ټاکلی دی په هغه کی ضرورددې دنیااوداخرت ګټې نغښتې دی، اودالهی احکامودپرځای کولوپه صورت کی انسان هم په ژوندکی اوهم په ګورکی بری منددی؛ اوپه قرانکریم کی چی کوم امرشویدی په هغه کی ضرورحکمتونه پېچلی دی، فایدې پکښې جوتې اودانسانانولپاره هغه اوامرترټولوبهترین اوترټولولوړقوانین دی؛ هغه قوانین چی انسانانوپخپلوناقصوفکرواودتشویش نه ډکومفکورواوخیالاتوپوسیله اوسرچینه جوړکړیدی، هغه ضرورنیمګرتیاوې، اودتېروتنوڅخه خالی نه دی، چی دایومنلی حقیقت دی، نوځکه هرکال پخپلو دې ناقصو قوانینوکی ترمیم راولی، کله یوه ماده پکښې زیاته اوکله یوه ماده ورڅخه لیری کړی؛ خوالهی قانون برخلاف دانسانی قوانیوڅخه دی، اوهغه داچی (1400) کاله مخکی چی کوم الهی قانون وضع شوی، اودوحی په واسطه راوړل شویدی، اودانسانیت وسترلارښودحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم ته ورکول شویدی دابه ترقیامته پوری باقی وی، داقانون په هردورکی ترټولوقوانینولوړاودټولوانسانی ښې ګڼومجموعه ده، په دی قانون کی هیڅ داسی تصورلاهم نشی کیدای چی یوڅوک دی ووای چی داځای ئې څه کمزوری دی،العیاذباالله اوهغه داسلام اوبشرضدعناصرچی پراسلام باندی نېوکې اوپرالهی قانون باندی نېوکې لری، امت مسلمه وهغوته غاښ ماتونکی اوقناعت بخښونکی ځوابونه په هره زمانه کی ورکړیدی اوورکوی ئې، دهرې ورځې په تېرېدوسره وټول انسانیت ته جوتیږی چی هغه ښې ګڼې، سوکالې، بری، هوډاونیکمرغی چی په الهی دین کی شته هغه په بل هیڅ قانون اودین کی شتون نلری، داسلام دراتګ سره یوځای بیاتراوسه پوری په زرهاووقوانین اومفکورې راغلی خوټولې داوبولاهوشوېدې، اوهمدااسلام به ترقیامته پوری باقی وی، اوهغه خلک چی داسلام اورمړکول غواړی نودامسلمه خبره ده، چی دوی اسلامی قوانین له مینځه نشی وړلای اونه هم داسلام ومبارک دین ته دیوې زرې په شان تاوان رسولای سی بلکه خپل مخونه به وسوځی چی په دې باندی تاریخ ګواه دی۔
اواوس الحمدلله دقرانکریم پرهرقانون باندی پوره څیړنې شویدی، چی داڅیړنی دمسلمانانوله خواڅخه یواځی نه دی شوی بلکه غیرمسلمانانوهم په دې کی ډېره پوره دلچسپې اومحنت کړیدی، چی په زرهاووټوکه کتابونه ،په زرهاووژبوورباندی لیکل شویدی؛ چی په اوسنی وخت کی زیاتی څیړنی دلویدیځ والوله خواڅخه شویدی اوله همدې کبله په ټول لویځ کی داسلام دمبارک دین شُغلې ډېرې په تېزۍ سره روانی دی، اوهرورځ ډېرخلک داسلام په مبارک دین باندی مشرفه کیږی،اوهم دې ساینس پوهانوداسلام دخلاصون دروازه پرانستې ده، اودخپل علم، پوهې اوفلسفې مطابق څیړنی روانې دی، چی ډېرې څیړنې اوحقایق ئې خپاره شویدی چی په دې ترڅ کی ماهم د(قران اوساینس) یوه لړۍ پرنیټ باندی پیل کړېده، چی ډېرې لیکنې اوحقایق خپاره شوی اولابه خپاره شی چی ډېرژربه دادیوکتاب په بڼه سره هم خپورشی، ماد(قران اوساینس) په رڼاکی پر(روژه، په حیض کی جماع، دزمزم اوبه، ږره، عسل شفاده، دخنځیرغوښه، وینه اوداسی نور۔۔۔) لیکنې خپرې شویدی، چی همدااوس تاسی خواږه لوستونکی ګوری چی پر(حجاب اوساینس) باندی دپوهانو، نړیوالوروغتیاپالانواومحققینوڅیړنی لولی۔

و ټولې نړۍ ته داجوته ده چی حجاب څومره ارزښت ، عزت اوګټې لری، اودادحجاب موضوع په مسلمانه اوغیرمسلمانه نړۍ کی درسنیویوتودبحث ګرځېدلې دی؛ داسلام ضدعناصرداکوښښ شپه اوورځ کوی چی اسلامی حجاب بندکاندی، اومسلمانان چی پریوه الله جل جلاله ایمان لری اویواځی اویواځی دالله جل جلاله قانون ورته غوره اومحبوب دی،اودائې یواځنۍ دژوندارزوده، نوځکه دادالله جل جلاله امر، یوشرعی حکم اویواسلامی امردی اوټوله اسلامی نړۍ حجاب فرض بولی اوفرض دی،حجاب دټولنې لپاره اړین دی، اوداحجاب دلوی څښتن جل جلاله له لوری یوه لورینه ده،چی دمختلفوعلوموپوهانواوڅیړونکوپکښې څیړنې هم کړیدی اودقرانکریم دحجاب وحکم ته ئې نوره ځلااوښکلاوبښله، اوپه حجاب کی نغښتې فلسفه وټولې نړۍ ته روښانه کړل؛ دعلم الاخلاق څیړنوداثابته کړیده چی حجاب دډېروفسادودمخنیوی لپاره یوسپردی، اودزنا، دښځودتښتولو، دښځودبې عفته کولو، دښځوسره دحیوانی چلند اونوروفحاشاوودخپرولولپاره حجاب یواځنی درملنه ده۔

د حجاب په اړوند نوی ساینسې څیړنې:

دټول بدن (40-60%) پوری تودوخه یواځی په سرکی شتون لری نوهغه څوک چی سرئې پټ وی په یخه هواکی (50%) دخپل بدن تودوخه ساتی نسبت وهغه چاته چی سرئې لوڅ وی، اسلامی اوچینایی طب په یوه لیکنه (In the Hua Di Nei Jing) یعنی (The Yellow Emperor*s Classic on Inter and
Medicine)په اوس مهال کی داثابته کړیده،چی دبادحرکت اوخوځښت په بدن کی ډېربدلونونه راولی، چی لوی تاوان ئې دادی چی دبدن موازنه سره ویجاړه وی اودرنې پایلې لری، چی دروغتیالپاره ډېرخطرناکه دی اوکه چیری حجاب وی نوبیادابدې اغیزې نشته، اوسنی ساینس پوهانوداهم ثابته کړیده چی عام زکام اونزله دبادله کبله پیداکیږی، داځکه چی بادبدن وهی اوپه نتیجه کی لومړی نورږی چی بیاکله په زکام اونزلې اوکله بیاهم داکړاوونه دایمی سی، خوکه حجاب وی نوددې ټولومشکلاتوڅخه بیاخلاصون ډېراسانه دی۔
په (الجوازیه) کی پردې باندی ډېربحث شویدی، چی پرانسان باندی اور، اوبه، هوااوخاوره څومره اغیزې لری، اوموږ(ساینس پوهان) وټولوخلکوته دامشوره ورکووچی بایدخپل ځان دباد، شمال، وږمې، دوړواویخنۍ څخه وژغوری چی ډېربدعواقب لری، اووروغتیاته پوره تکان ورکوی۔
اوحجاب ددې ټولوناخوالویواځنی، مفت اوطبعي علاج دی۔
(الحکمةالحجاب فی العلوم العصریه)

د اعصابو یو مشهور متخصص ډاکټر .وې، جي روسین (V.G. Rocine) پخپلوڅیړنوکی لیکی:
په ګرموسیموکی، اوپه ګرم موسم کی دسرپوټول دروغتیالپاره شرط دی، داځکه چی دماغزوفاسفورس په (108) درجوکی دحرارت ویلې کیږی، اوکه یوڅوک ولمرته لوڅ سرګرځی په ډېره لږه موده کی دسردحرارت درجه و(108) درجوته رسیږی چی په نتیجه کی وماغزوته سخت تاوان رسیږی، حافظه خپله جنازه کوی، دماغ کارپرېږدی، داعصابورګونه چوی، چی دمرګ، لېونتوب اوناوړوپایلوسبب ګرځی چی بیائې درملنه ناشونې ده اوکه سرپټ وی، نوبیاددې ټولومرګانی پیښوڅخه هرڅوک ژغورل کیږی۔
پروفیسربرنارډ جنسن (Bernard Jensen) په پخپله طبعی درملنه کی داسی لیکی:
اعصاب اوماغزه ټول په مینرالی فاسفورس پوری تړاولری، چی دافاسفورس ډېرژردګرمۍ له کبله اغیزمن کیږی اواعصاب ورسره فلجیږی۔ داپه هغه وخت کی چی کله سرپټ نه وی، اوهواګرمه وی۔
پروفیسرجی، وی، سټار(G.V. Star) وایی:
که غواړی چی خپله غذادزهروڅخه وژغوری نودخوراک داماده کولواوپخولوپرمهال وېښتیان پټ کړی ترڅوورنه لویږی۔ اوکه چیری حجاب وی، اوسرپټ وی نوبیاددې خطره نه پیداکیږی، چی وېښتیان دی وغذاته ولاړشی اودناوړوناروغیوسبب دی وګرځی۔
ډاکټرایم۔ جوزف (M. Josef) وایی: 
لکه څرنګه چی دنړۍ تودوخه ورځ په ورځ زیاتیږی،شین کوریزه غازونه داوزون برخه ورځ په ورځ خرابوی، اودلمرزهرجینې وړانګې ومځکې ته ځان رارسوی، نودملګروملتوله لاری بایدوهرچاته داامروشی چی سرپټ کړی، اوکه امکان وی نوسراودملاتېردی هم ترکالوڅخه په ښه رخت پټ کړی، که نوداسی وخت به راورسیږی چی انسانان به مړه کیږی اوڅوک به نه په پوهیږی، خلک به لېونیان کیږی او ډاکتران به نه په پوهیږی چی داټول ددې زهرجینوشعاوواغیزې دی؛ نوزمامشوره داده چی ملګرې ملتونه پخپل منشورکی ودې ته پام وکی، اونړېواله روغتیایی سازمانونه هم بایدپه دې فاجعه خبرشی، اوپوره ونډه پکښې واخلی ترڅودمځکې دکُرې دمخ زیات انسانان به له لاسه ورکړو۔
(International Health Canter and Service G. T)
الحمدلله اسلام څومره ښه دین دی، چی څوارلس پېړې وروسته عقلاخلک ودې ته هڅول کیږی چی حجاب وکی اوکه نودبدمرغیوپه زانګوکی به وزانګی اوددې دنیادژوندڅخه به بې لاسونه لنډاوبې برخې شی۔
لوی څښتن تعالی جل جلاله په هرشی کی یوحکمت نغښتی دی اوهغه داچی اوسنی ساینس پوهانوداتجربه کړېده چی دنه حجاب کولوڅخه سرطان پیداکیږی چی په دې ښځوکې (13) په سلوکی دپوستکی سرطان دنه حجاب له کبله سره دی، که دیوچاسره داسوال پیداشی چی ولی نارینه دپوستکی په سرطان نه اخته کیږی؟؟؟ نوځواب ئې خپله طب ورکړیدی اوهغه داچی دنراودښځې دپوستکی په جوړښت کی ډېرتوپیرشته، چی دابېله موضوع ده۔

د یوه نړیوال روغتیاپال(ډاکټر) په ویناچی داروپاهرشخص (30) واړه زخمونه لری چی دادلمردشعاووله کبله څخه دی، چی داواړه زخمونه اکثره وخت په سرطان بدلیږی، همدغه ډاکټرپخپله یوه اوږده لیکنه کې زیاتوی، چی دلمرحرارت دانسان دفاعی نظام کمزوری کوی، اوولمرته بربنډګرځېدل دومره خطرناک دی چی لکه یوڅوک چی په یوه بنده کوټه کی کلف کړل شی، اوبیاسګریټ ورته ولګول شی نوپه داسی حالت کی داڅومره خطرناکه عمل اوپایلې لری اوحجاب دښځولپاره په ځانګړی ډول سره یوه طبعی طبی طریقه ده، دلمرددې شعاووله کبله په ځانګړی ډول سره پرغاړه اومخ باندی دسرطان داغونه چی کله دومره واړه داغونه وی چی په سترګونه معلومیږی راښکاره کیږی، اوکه ئې ژردرملنه ونشی نوضروربه دمرګ سبب ګرځی، چی دداسی سرطان ډېرې پېښې موږثبت کړیدی، اوداسرطان دنارینه په نسبت په ښځوکی زښته ډېردی داځکه چی ښځې نسبت ونارېینه وته زیاتې بربنډې دی۔
دداسی سرطان یوقسم داسی دی چی اکثره ددې ښکارښځې دی، چی لوڅې اوبرنبډې ګرځی، اویاهم نازکې جامې ئې په تن وی، چی پربدن ئې ددې کوچنیوزخمونوله کبله خارش پیداکیږی، چی دوخت په تېرېدوسره بیادازخمونه غټیږی، وینه ورڅخه بهیږی اونتیجه ورڅخه داراځی چی درملنه ئې ناشونې شی، چی خپله ومرګ ته ښه راغلاست ویل دی، اوددې شخص د ژوندشیبې ختمی شی؛ ددې سرطان یوبل شکل داسی دی چی دغنموددانوپه بڼه سره دانې پرسر، شونډانو، غوږواوپرلاسونوباندی راښکاره کیږی اوکله چی ددې دانوسره دلمرشعاوې نورې هم په تماس کی شی نوداوهلاکت ته نوره بلنه ده چی په برطانیه کې هرکال دداسی سرطان څخه (2600) کسان خپل ژوندله لاسه ورکوی، چی همدااندازې ورځ په ورځ په زیاتېدوده۔
(ازادې نسوان دهوکه یاحقیقت)

هغه ښځې چی حجاب کوی دخولې اوپزې دډېروناروغیوڅخه دژغولوپه جال کی دی، داناروغۍ دبېلګې په ډول سره نزله، زکام، اوداسی نورې سارې ناروغۍ دی، چی حجاب علاوه ددې څخه وېښتېان هم دهرډول ناروغیوڅخه ژغوری، دویښتیانو ناروغۍ لکه درځ کول، ماتېدل، رژېدل، رنګ له لاسه ورکول، اوداسی نو۔۔۔ داځکه چی حجاب وېښتیان دګرد، غبار، دوړو، ګرمۍ اویخنۍ څخه ساتی، نوموږروغتیاپالان وټول خلکوته داتوصیه کووچی کله دباندی وځی نوبدن موبایدپټ کړی، که نه نودداسی افت ښکاربه شی چی علاج به ئې ناشونی وی، اوبله داچی ګرد، غبار، دوړې، اودلمرشعاوې پرمخ باندی دانې پیل کوی، اوبیاهغوته وده ورکوی چی په دې سره دانسان ښکلاله مینځه ځی اوداموږته ښه معلومه ده چی دحجاب کوونکوښځواودنه حجاب کوونکوښځوترمینځ توپیردمځکې اواسمان په شان شتون لری ۔
(حجاب اورجدیدریسرچ)

دبرطانې دسترګومتخصص ډاکټرجان مارشل وایی:
ډاکټرجان مارشل چی دبرطانې دسترګودناروغیومتخصص اوپه (University of Technology) کی پروفیسرهم دی وایی: دچاچی سرپټ وی، نسبت وهغوچاته چی سريې لوڅ وی ډرلږدسترګودناروغیوسره لاس اوګرېوان وی۔
دپوستکې یومختصص ډاکټرمتی، ایم نایس وایی:
دوېښتیانو دلپاره دلمرشعاوی، چټلې اوهغه اوبه چی کلورین پکښې زیات وی زیات مضردی، چی داپورته عوامل وېښتیان دنرموالې څخه کلکوالې ته بدلوی، ځلایئ ورختموی، ښایست ئې له مینځه وړی، ماتوی ئې اودرځونه پکښې پیداکوی، اوبل داچی ویښتیان همواره نه ساتی، چی ددې ټولولپاره بهترېن قدرتی اسانه درملنه حجاب دی۔
د(British General Medical) په اسنادوکی چی خپاره شوی دی، راغلی دی چی دبرطانې په هغوښځوکې چی کارکوی د(V-Daises) دوباء په شان خپرېږی، په ځانګړې ډول سره دسینې سرطان مخ په وړاندی ځی، چی په همدې ناورین دکانترولوپه موخه دوی مختلف قسم ورزشونه اولوبی هم کوی، رنګارنګ کریمونه اودرمل هم ورسره استعمالوی چی داهرڅه بیاهم تسلی نشی راوستلای اوداټول دښځې دبدن دپوره نه پوټوالې پایلې دې، دسردنه پوټولوپه صورت کی اعصابی تکان، دسردرد، سترګوددیدکمزورتیااودبدن عمومی دفاعی نظام کمزوری کیږی، ددې څخه علاوه په (50) کالوکی په ځانګړی ډول سره چی ښځه دیوې رقاصې په ډول سره وټولنې ته معارفی شوې ده، خپله حیااوعزت ئې غورځولی دی، پرټوله نړۍ ئې داخلاقې فسادجال غوړولې اواوس ئې عواقب ډېردردناکه، خطرناکه اوبې علاجه دی اوځینی خوئې لاداسی دی چی مهلک اونه کنترول کېدونکی دی۔

د امریکې دمشی ګن یوپروفیسر دښځوپرلباس باندی څیړنې کړېدې اوداسی لیکی:
که چیری دښځې بدن پټ نه وی، اویائې په پایجامه تربجلکوکښته نه وی نودښځې ښځینه هارمونونه کمیږی، وهغوته نقصان رسیږی اویاهم داهارمونونه ډېریږی چی په نتیجه کی
(Vaginal Inflammation) یعنی دمهبل التهاب،(Backache) یعنی
دملادرد، اعصابی نیمګړتیاوې اوکمزورېانې ښکاره کیږی۔
د(Mount S. Medical Center New York) دپوستکی یومتخصص ډاکټر(رونالډشرمن، ایم۔ ډی) وایی:
دلمرزهرجینی شعاوې چی کله پرمخ لویږی نودمخ پوستکی ګونجې، ګونجې کوی، اوددې څخه علاوه دپوستکی دسرطان زیات امکان شته داپه ځانګړې ډول سره په ښځوکی ، اوداددوی لپاره ښه مشوره دی چی مخ پوټی استعمال کی ترڅودمخ ښکلائې له مینځه ولاړه نشی۔
دلمردشعاووله کبله پوستکی تورېږی، سختیږی چی بیاداپوستکی دیخنۍ په موسم کی پرې کیږی، چوې اودرنګارنګ دپوستکودناروغویوښکارکیږی ۔ البته حجاب پوستکی نرم، ساتی چی ددې ټولوناخوالولپاره ښه علاج دی۔

فخرالموجودات حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایی: لعنت دی وی پرهغوښځوباندی چی داسی جامې اغوندی لکه دوی چی لوڅې وې۔
ددې څخه مطلب دادی چی ښځې هغه کالی واغوندی چی هغه نازک وی اویاهم داسی تنګ کالی وی،چی بدن له ورایه معلومیږی چی په دې دواړوصورتوکی داښځه لوڅه ښکاری۔
داچی پردې ښځې باندی دلوی څښتن استازی خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم لعنت ویلی دی؛ داڅومره دفکرخبره ده، اوهغه چاته چی پېغبرصلی الله علیه وسلم بدویلی دهغه ددنیااواخرت ددواړونیکمرغیواوخوښیوڅخه بې برخه شویدی؛ اوشرمنده شوی دی الله جل جلاله دی مسلم امت دداسی بې شرمۍ اورسوایۍ څخه وساتی۔
دحجاب په هکله دامریکې یوه میرمن (میرې واکر) وایي:
دشیطان دوسوسوڅخه دژغورولوپه موخه حجاب یواړین کاردی، له همدې کبله انسان دناوړواعمالواوافعالوڅخه ژغورل کیږی، ځان ساتی، اودیوه الله جل جلاله پوره رضاء پکښې نغښتې ده؛ اودحجاب سره دکایناتوپنځونکی خوښې مله ده۔ ښځه په حجاب کی خپل ځان دحیا، عفت، عزت اوعصمت په جال کی بولی اوهمداسی ده، دناوړوفکرواوکړووړوڅخه حجاب سړی راګرځوی؛ خوزمامشوره داُمت مسلمه ولوڼوته داده چی حجاب وکی، دخدای حکم پرځای کی، دهوس، نفس اوشیطان لاره خپله نکړی داځکه چی حجاب سترګې په پوښو کی رانغاړی، اوزړۀ هم په پوښ کی رانغاړی، اوبل داچی حجاب یوزېوردی، اوزه چی هرځای سفرکوم په ډېراطمنان سره سفرکوم اودهیڅ اندېښنې احساس لاهم نکوم؛زه ولوی خدای ته دادُعاکوم چی دحجاب سکون اوښایست دی وهرې مسلمانې خورته ورنصیب کړی۔
دامریکې یوه وتلې خبریاله ((هیلن)) دحجاب په هکله داسی وایي:
دښځواونرومخلوطه ټولنه ناسم کاردی، چی کوم حالت په اروپااوامریکاکی دی داډېرشرموونکی اونه زغمونکی دی، حجاب نشته، نراوښځې هرځای ګډکارکوی، ګډتعلیم کوی اوګډګرځی؛ دموراوپلاراحترام نشته، ځان وژنې زښته ډېرې دی، دجرمونواوفسادونوګراف ورځ په ورځ مخ په لوړه ځی ، چی درسنیوتاوده ټکی هرورځ همداشیان ګرځېدلې دی۔
ای دمسلمانانوټولنې!!!
شاباش!!! ستاسوپراخلاقو، قوانینواوبنسټونوچی نراوښځه موبېل کړل، حجاب عملی کوی، دمشر، کشرخپلوانو، موراوپلاراحترام اودشفقت پوره جال درپکښې غوړېدلی دی، اوداښکلی اخلاق پوره درپکښې شتون لری؛ هغه جرمونو، فسادونه اوله کرکې نه ډک کارونه چی دلته په نامه متمدنه نړۍ کې شته په تاسوکی صفردی، تاسی دناخوالوڅخه خلاص اوهرڅه ته احترام لری، واقعا هغه قانون چی ستاسولپاره وضعه شوی دی هغه الهی قوانین اودبشریت دټولوستونزوحل دی۔ زماتوصیه درته داده ای مسلمانوخویندو!!! پخپلومذهبی قوانینوپوره عمل وکی اوکه چیری ای مسلمانانو!!! تاسی هم داروپایی اوامریکایی ټولونوپه پله ولاړشی، ددوی رنګ خپل کړی نوضروربه تاسی هم ددوی په شان داخلاقی، روحی، مذهبی اواجتماعی زوال سره مخ شی ، چی بیابه موهیڅ علاج نه وی۔

د (سرجان بېکټ) تبصره پر حجاب باندی:

په اسلام کی چی کوم اوصول دښځودژوند، استوګنې اوهرڅه په اړه وضع کړل شویدی دبېلګې په ډول سره حجاب ، داکوم ظلم نه دی بلکه عین لطف اودلوړواخلاقویولوړنظام دی؛ اسلام تل دښځوسره دښه سلوک امرکړیدی، اواسلام یواځنی الهی دین دی چی ښځې ته عفت اولطف وربښی، داکوم اوصول چی اسلام پرښځولګولی دائې پرښځونوره اسانې راوستی ده اودوی ئې دهرډول ناوړوکړووړوڅخه دخلاصون په جال کې نغښتی دی، حیا، عفت، عصمت اوژوندئې دهرډول ګرداوغبارڅخه ورژغورلی دی۔
داطبعی خبره ده چی ښځه په طبعي جوړښت اوظاهرشکل کی کمزورې ده نوځکه اسلام نراوښځې سره بیل کړیدی۔
دمصرپه المنار مجله کی دیوې انګرېزۍ ښځې انګېرنه اوحجاب:
دانګلستان ښځوخپل عفت اوعصمت له مینځه یووړ، اوډېرې لږداسی ښځې به وی چی خپل عفت اوحیائې نه ده خرڅه کړې، اویاهم دناوړوپه ډنډکی غوټه نه وی؛ دوی دومره ازادانه ژوندکوی چی حیا، عفت اوعصمت نه پېژنی، اوکه په یوه جمله کی ئې درته رالنډه کړم ، نودوی دانسانیت ددایرې څخه وتلی دی۔
زماپه مسلمانوښځوباندی ډېرقصدکیږی، چی څومره ښه ژوندلری، په حجاب کی ګرځی، دخاوندانوترفرمانونولاندی دمینې اومحبت شپې اوورځی تېروی، اوښه خولاداچی دعصمت پلورولوڅخه پاکې دې؛ چی داډېردویاړځای دی اوداهم درته وایم چی دانګلستان دښځوعفت اوشرف یواځی اویواځی اسلام ساتلای شی اوبس۔
دلویدیځ فلیسوف ((هملټن)) دحجاب په هکله داسی وایی:
اسلام دښځې په هکله هرڅه واضح اوروښانه ویلی دی ، چی داهرڅه دښځې دعزت دساتلوپه موخه سره دی، اوښځه ئې دبې عزتۍ اوضرررسولوڅخه ژغورلې ده، اسلام دښځې وساتنې ته ځانګړې توجه کړېده؛ ځینی مفکرین په دی انددی چی حجاب یوتنګ نظری ده، بلکه زماپه عقیده داحجاب دښځې لپاره دغیرت، مروت اوویاړنمونه ده اوبایدداترویج شی، ولسونه اودولتونه په دې کی پوره ونډه واخلی۔

مېرمن عایشه جوزف دحجاب په اړه لیکی:

موږچی په استرلیاکی دښځوپرستونځوڅه لیکو، څیړنې پرکوو اویائې دښځوڅخه پخپلوغوږواورو، هغه دطلاق مسئله ده؛ چی دادهلاکت، بې اعتمادۍ اوبې باورۍ جال ورځ په ورځ غوړیږی۔ حجاب هغه یواځنی شی دی چی دیوه فامیل اوټولنې ولونه ټینګوی اومحکم ئې ساتی اوبرعکس بې پردګې هغه شی دی چی دټولنې داټینګ تناوونه شلوی اوټولنې داښکلې خیمه له مینځه وړی؛ په اسټرلیاکی په هغوځایو، سیمواوکلیوکی چی حجاب وی هلته طلاقونه لږاوڅومره چی بې حیایی، بې پردګې اوبربنډتوب په یوه سیمه کی وی هلته طلاقونه دومره بې شمېره دی چی اندازه ئې نه کیږی؛ حتی چی یوه بربنډه ښځه می ولیدل چی دائې (64) میړه وو، اوداټول دطلاقونتیجه، داسلام نشتوالی اودحجاب نه کول دی۔
طبعی خبره ده چی په کومه سیمه کی حجاب وی هلته مسلمانان میشت دی، اواسلام پرعفت اوحجات ټینګارکړیدی، اوپه عمومی ډول سره دمسلمانوفامیلوترمینځ اعتمادشته؛ طلاق هغه مهال واقع کیږی چی کله دیوه خاونداوښځې ترمینځ دعفت اواعتمادپرده جنازه وکړی اوله مینځه ولاړه شی۔
داڅومره دبې حیایۍ، بې عزتۍ اوپوچه خبره ده چی دښځې څخه خپل بنسټیزکارونه لکه دکورکار، داولادروزنه، فامیل جوړونه،دخاوندچوپړ، دټولنې تناوونه ټینګول ، تعلیم کول اوداسی نور۔۔۔داهرڅه ورڅخه پاته شی اودشهوت په ساحل کی ولامبی۔ ددې لعنتی ژوندڅخه دی ټول مسلم اُمت الله جل جلاله وساتی۔ امین
دګل اوملغلرې دزړۀ خواله ،دحجاب ارزښت

يووخت ګل اوملغلرې ددرياب پرغاړه په يوښه شنه ځای کی دزړۀ خواله کوله، چي په دې ترڅ کی ملغلرې ورڅخه وپوښتل 🙁 ای ګله ! ژوند دي څنګه دی؟ اوانسانان څه ارزښت درکوي؟)
ګل پخپل ارزښت اوژواک باندي وملغلرې ته داسي ځواب ورکړ:
(موږدمځکې پرمخ يوډېرغټ خاندان يو، چي مهم غړی مودګلاب ګل دی چي ډېرښه بوی، زړۀ راښکونکی رنګ اوښکلې څېره لري؛ همدارنګه دنرګس ګل، دچمبېلې ګل،دلاله ګل، اوپه ميلنهاونور۔۔۔)
کله چي ګل داخبرې کولې په لومړی ځل ډېرخوشحاله اوپه څېره کې ئې تازګې اودښکلاڅرک له ورايه جوتېده، خوددې خبرې په اوږدو کي ئې اوازپه لړزېدو، دمخ رنګ والوتې اوپه ډېرافسوس سره ئې خپل بيان ته په ژړغونی اوازسره داسي ادامه ورکړه:
(موږوانسانانوته هيڅ ارزښت نلرودوی موږ ددې لپاره کري چي دوی موصرف بويوی، ښه عطرونه اوسينټونه راڅخه جوړوی، دښکلی رنګ څخه موګټه اخلې اوخپل زړونه په موږ باندي تازه اوروښانه کوي، خوددې اړتياوودپوره کېدونه وروسته موږپه کوڅواوچټلوځايوکي غورځوی ترڅودخاوروشومه شوبل داچي همېشه دخلکودپښوپايماله يو۔۔۔۔۔ځکه نووانسانانوته هيڅ ارزښت نه لرو۔)
په دغه بوګنونکی حالت، ژړااوافسوس کي ئې دملغلرې څخه وپوښتل:
(ته پخپل ژوندڅه رڼاواچوه اوخپل دژوندارزښت راته بيان که؟)
ملغلری په روښانه مخ، خندېدونکې خوله،اوخوږه ژبه سره داسي ځواب ورکړ:
(زه وتاته ښه معلومه يمه چي ددرياب په پای کي په ډېريوپټ ځای کي، بياپه يوخړ، زيږ اوکلک پوښ کي په خواږه خوب ويده يمه، ددې سره ـ سره چي دومره پټه يمه بياهم انسانان زمادومره ارزښت لري چي زه ئې هيڅ تصورنشم کولای؛ هغه داچي دوی په شپوـ شپو ځينې وختونه په اونيوـ اونيواوکله خوپه مياشتوـ مياشتوپه ماپسې لټون کوی چي دلټون پرمهال دوی دمختلفوستونزواوکړاوونوسره لاس اوګرېوان دی دبېلګې په ډول: دوی کله دشارک کب سره مخ کيږي اوهغه دانسان لپاره دژوند دختمېدوګواښ دی، کله خوددرياب ترټولوغټ ژوی (لوی شين نهنګ) ورسره مخ کيږی اوورته ګواښ دی، دژووڅخه علاوه کله زه په داسي ځای کي يمه چي هلته ټول زهرجن واښه شتون لري چي داټول د انسان لپاره مرګوني ګواښونه دي خوددې ټولوکړاونوسره ـ سره مامومي اودميندلوڅخه وروسته زمادغه ښکلاچي ماساتلې ده هرڅوک ئې نشي رانيولای، اوکه مي رانيسي نومي په تاج کي پرسرباندي ايږدي اويامي زړۀ ته نژدې پر سينې باندي ديوافتخار اودائيمي ښکلاپه ډول سره ځوړنده کوي، چي زه دخپل ژونداوارزښت څخه ډېره زياته خوښ خوشحاله يمه۔)
ګل ورته وويل:( زه که دچاسره دهغه په خوښيوکې دبېلګې په ډول واده، کوزدې۔۔۔۔ کې دچا سره غاړې په غاړې هم شم خوديوې شېبې لپاره قدرلرم اودلنډمهال وروسته بې ارزښته سم، خزان اودخاوروسره خاورې شم ۔ اوس ته داراته ووايه چي ای ملغلرې ! تادادومره ارزښت له کومه پيداکی؟
ملغلرې بياپه روښانه تندي، غوړېدلې مخ اوخوښۍ سره ځواب ورکړ اوداسی ئې ورته وويل:
(زماګوښه والی اوپټوالي له خلکوڅخه زماارزښت ډېرکړی دی، په ځانګړی ډول سره دازماخړ، زيږاوکلک پوښ چي زه پکښې نغښتې يمه همداپوښ بې قېمته اوبې ساري ارزښت رابښلی دی۔)
اوس موږدګل اوملغلرې ددې خبروڅخه څه لاسته راوړو؟
ګل هغه ښځه ده چي بې پردې ګرځې، اوملغره هغه ښځه ده چي په پرده کې ګرځي۔

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب