حجره او د هغې برخې

حجرې پېژندنه:

حجره د سایتوپلازم او هستې یوه کتله ده،کومه چې د یوې غشا په واسطه احاطه شوې ده.حجره داسې یو مایکروسکوپیک جوړښت دی چې د ژوندیو موجوداتو جوړښتیز او دندیز واحد ګڼل کېږي.ډېری حجرې شونې ده چې یوازې یوه حجره ولري او یا له یوې څخه زیاتې حجرې ولري.دحجرې په تعریف کې د سایتوپلازم، هستې او حجروي غشا څخه یادونه شوې ده، دا هر یو یې په ترتیب سره درپېژنو:

حجروي غشا:

یوه بیولوژیکي غشا ده کوم چې د حجرې دنننۍ برخې د حجرې له چار چاپېر څخه بېلوي او په دې توګه حجره او محتویات یې د شاوخوا محیط څخه ژغورل کېږي .حجروي غشا د پلازمایې غشا او د سایتوپلازمیک غشا په نوم هم یادېږي،چې د شحمو له دوه پوړیو څخه جوړه شوې ده،په دې شحمو کې فاسفوليپیډونه او کولېسټرول شامل دي ،همدارنګه دا غشا د پروټینو لرونکې هم ده چې هم پکې integral protien او هم پکې perepheral protien شتون لري.حجروي غشا د موادو د نفوذ وړتیا لري چې د ځینو موادو په وړاندې نیمه نفوذیه وړتیا او د ځینو موادو په وړاندې انتخابي نفوذیه وړتیا لري.

سایتوپلازم:

د حجرې نیمه اوبلنه برخه ده چې د هستوي غشا څخه بهر او د پلازمایې غشا دننه واقع ده،سایتوپلازم په ایوکاریوټیک حجراتو کې د ټولو ارګانیلونو لرونکی دی.

هسته:

هسته د یو اورګانیل په توګه د ایوکاریوټیک حجرو داسې یو جوړښت دی چې په بشپړ ډول سره د هستوي غشا په واسطه پوښل شوی دی.هسته اکثراً دحجرې د ارثي موادو لرونکی وي چې دغه ارثي مواد د DNA د مالیکولونو په ډول ځانګړی کېږي.

د سایتوپلازم مهمې برخې په لاندې ډول مطلعه کوو:

هستچه یا Nucleluus:

د ایوکاریوټیک حجراتو په جوړښت کې هستچه یو لوی جوړښت دی.هستچه د سیګنال تولیدوونکو حجراتو په جوړښت کې برخه اخلي ،او په حجره باندې د فشار په وړاندې د یو ځواب ویونکي په توګه دنده ترسره کوي،هغه DNA او RNA چې د نوکلیوټایډونو په واسطه تولیدیږي په هستچه کې ځای پر ځای کېږي.

رایبوزومRibosome:

لوی مالیکول لرونکي جوړښتونه دي چې په ټولو ژوندیو حجرو کې لیدل کېږي او د بیالوژیکي پروټینونو په جوړښت کې ونډه اخلي.رایبوزوم له دوه برخو څخه جوړ دی یو یې لویsub unit او بل یې کوچنی sub unit دی.هر یو ددې sub units څخه د یو یا زیاتو رایبوزومي RNA او رایبوزومي پروټینونو لرونکی دی.رایبوزومونه او له دې سره تړلې ملیکولونه د ژباړونکې دستګاه په نوم هم یادېږي.
اندوپلازمیک ریټیکولم endoplasmic reticulum:د حجرې د اورګانیلونو څخه یو هم ER دی چې دا په دوه ډوله دي rough ER یا دانه لرونکي ERاو بل یې smoth ER یا ښویه ER دی. ER د ایوکاریوټیک حجرو په سایتوپلازم کې ځای لري .د ER غشا د هستوي غشا له بهرني مخ سره وصل ده. ER د وینې په سرو حجرو او spermatosoid کې شتون نلري.

ویزیکل Visicle:

د حجرې په بیولوژي کې ویزیکل هغه جوړښت دی چې شونې ده چې یا به د حجرې په دننه او یا به یې بهر ته ځای ولري. دا کڅوړه د سایتوپلازم لرونکې ده هماغه سایتوپلازم چې د شحمو د دوه پوړونو په واسطه راچاپېر شوی دی.کڅوړه په طبیعي ډول یا د افراز(exocytosis)،(endocytosis) ،دپلازمایې غشا څخه د موادو د تېرېدو په پایله کې رامنځته کېږي.

ګولجي اجسامGolgi apparatus:

دغه جوړښتونه د golgi complex په نوم هم یادېږي .دا اورګانیل په ډېری ایوکاریوټیک حجراتو کې شتون لري .دا جوړښت د سایتوپلازم د داخل الغشایي سیسټم یوه برخه ده چې په اصل کې د یو ډول کڅوړو یا cisterna د مجموعې څخه رامنځته شوی دی ،په سایتوپلازم کې د اندوپلازمیک ریټیکولم سره څنګ کې او د هستې سره نږدې ځای لري.

مایتوکاندریاMithocondria:

دحجرې دانرژۍ زېرمتون دی چې ورته power house of cell وایي.نوموړی اورګانیل په حجره کې داسې رول لوبوي لکه د انسان په بدن کې چې هضمي سیسټم رول لوبوي داسې چې غذایي مواد په کوچنیو ټوټو ویشي او بیا یې غني مالیکولونو لکه د شحمو او خوږو لرونکي مالیکولونه تر څو د انرژۍ په توګه ورڅخه ګټه واخلي.

سنټریولونهcenterioles:

د حجرې په بیلوژي کې سنټریولونه د حجرې استوانه ای ډوله اورګانیلونه دي چې د اساسي پروټینونو څخه چې ټیوبولین نومېږي ترکیب شوي دي.سنټریلونه په ایوکاریوټیک حجرو کې موندل کېږي خو په ټولو کې نه د بېلګې په ډول ظاهرالبذره نباتات،ډېری فنجي او angeo sperm کې.هر سنټریول له نهه عدده کوچنیو مایکروټیوبولونو څخه جوړ شوی دی.

سایټوسکلېټونCytoscleton:

یوازې په ایوکاریوټیک حجرو کې د intermediate filament, microfilamen او microtuboul له مجموعې څخه عبارت دی چې د حجرې سکلېټ هم ورته ویل کېږي او د ټولو حجراتو په سایتو پلازم کې لیدل کېږي .نوموړو جوړښتونو د هستوي غشا څخه تر پلازمایې غشا پورې پراخوالی موندلی او په بېلابېلو اورګانېزمونو کې له بېلابېلو پروټینونو څخه جوړ شوی دی.

واکیولVacule:

واکیول هم د حجرې له اورګانیلونو څخه شمېرل کېږي کوم چې په نباتاتو ،حیواناتو ،پروتستا ،بکټریایي حجرواو فنجي کې ليدل کېږي.واکیول په اصل کې د حجرې په غشا کې یو بند مالیکول دی چې د اوبو په واسطه ډک شوی دی چې په دې اوبو کې اورګانیک او غیر اورګانیک مالیکولونه د انزایمونو او محلولونو په ګډون شتون لري .په هر حال په ځینو پېښو کې واکیول شونې ده چې د یو جامد جسم په بڼه وي  چې په غوپه شې شکل به شتون ولري.

سایټوزول Cytosole:

سایتوزول ته داخل الحجروي مایع او یا cytoplasmic matrix هم ویل کېږي دا یو ډول مایع ده چې د حجرې په دننه کې پیدا کېږي.دا مایع د غشاوو په واسطه په برخوبرخو وېشل شوې ده .سایټوزول مایع مواد دي چې د حجرې د اورګانیلونو شاوخوا ته پراته دي.په پروکاریوټاوو کې د مېټابولېزم ډېری کېمیاوي غبرګونونه په سایټوزول کې صورت نیسي چې دا د periplasmic ساحې ډېره کمه برخه نیسي دلته موخه د periplasmic ساحې څخه داده: periplasm یو ډول مشتق شوي geal ته ورته مواد دي چې دداخلي سایتوپلازمیکي غشا او د بهرنۍ بکټېریایي غشا تر منځ پرته ده.
خو په ایوکاریوټیک حجرو کې څرنګه چې ډېری مېټابولیکي پتوې ګانې په سایټوزول کې صورت نیسي نو له همدې له امله زیات ځای نیسي. سایټوزول د ځینو موادو له ترکیب څخه چې پهېاوبو کې حل دي جوړ شوی دی نو اوبه د سایټوزول په جوړښت کې لویه ونډه لري.په سایټوزول کې چې د ایونونو لکه د پوتاشیم او سوډیم کوم غلظت موجود دی د خارج الحجروي مایعاو له غلظت سره توپیر لري دا توپیر د یو شمېر پروسو لکه osmoregulation، cell signaling او action potential په رامنځته کولو کې رول لري.
وړانګه اکبر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب