حج ګټې او تاريخي قدامت!

حج دوه ډوله گټې لري:

ټولنيزې گټې او شخصي گټې:

ټولنيزې گټې:

حج د مسلمانانو د پيژندنې او د دوى ترمينځ د ايماني ورورگلوۍ د ټينگښت او پياړوتيا يوه ښه وسيله ده، حج مسلمانانو ته دا ښيي چې دوى ټول پرته له کوم ژبني، کلتوري او ټولنيز توپيرونه له يو شان حقوقو څخه برخمن دي او يو پر بل لومړيتوب د هغوى د ژبې، رنگ، او هيواد پربنسټ نه، بلکې د پرهيزگارۍ تقوى پراسا دى، همدارنگه حج مسلمانان دې ته هڅوي چې په خپل مينځ کې ټولنيزې کلتوري او اقتصادي اړيکې لا پياوړي او د دښمن پرضد د يو گوند دريځ غوره کاندي.

حج د اسلام د خپرونې لپاره ښه زمينه ده، که رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې فرصت څخه د گټې اخستلو پرمټ وتوانيد چې د خپل دعوت په بنسټ يو اسلامي هيواد تشکيل او بنست يې کيږدي او ددغه دعوت پايلې په اسلامي تاريخ کې د عقبې لومړى او دوهم بيعت په نوم ياديږي، د دنيا د گوډ گوډ مسلمانانو سره د تعارف او پيژندگلوۍ صورت نيسي، چې دا بغير د حج نه محال او ناممکن وي او همدارنگه د حج شخصي گټې، حج د انسان نفس پاکوي، حج په انسان کې اخلاص پيدا کوي کوم چې د انسان د معنوياتو د لوړوالي يو ښه لامل دى.

حج د الله پاک څخه د بنده هيلو ته پياوړتيا ورکوي دغه راز ايمان او هغې ژمنې ته چې په عالم ارواح کې يې له انسانانو څخه اخستل شوې ده هم پياوړتيا بخښيو حج د توبې مرستندو په عبادت دى چې مسلمان پر خپلو گناهونو پښيمانتيا او خفگان ته جوگه کوي او الله جل جلاله څخه يې بخښنې ته اړ باسي، حج مسلمان ته د عزت تير تاريخ ور په زړه کوي څو په خپل راتلونکي ژوند کې د خپلو اسلافو پر پل پل کيږدي او د هغوى په څير په دواړو جهانونو کې برياليتوب څخه برخمن شي.

د حج مفردنو او سفرونو په شان يو سفر دى چې مسلمانان صبر او زغم ته چمتو کوي او د اسلام لپاره هر ډول قرباني او فداکارى ته يې هڅوي، حج د عبادت د يوې ترتيب شوې لړۍ نوم دى چې مسلمان ته د ژوند په چارو کې د مهالويش سپارښتنه کوي څو يې ارزښتناک وخت له ضياع څخه وژغورل شي، بله گټه يې داده چې د حج په مرسته مسلمان د الله جل جلاله د نعمتونو، لکه شتمني، بدن او روغتيا شکر ادا کوي کوم چې عقلا او شرعا پر مسلمان واجب دى.

څرنگه چې په هر دين او ملت کې يو داسې عبادت شتون لري چې په ترڅ کې يې د هغه دين ټول منونکي يوځاى خپل ديني مراسم ترسره کوي او له هغو سپيڅلو ځايونو څخه کتنه کوي چې ديني ارزښتونه ورسره تړلي وي، لکه يهوديانو به له ميلاد دمخه په څوارلسمه پيړۍ د خپل وس سره سم له ځان سره سوغاتونه او ډالۍ اخيستې او هغه ځاى ته به د حج لپاره تلل چې تابوت العهد پکى و، عيسايان د خپل حج مراسم په بيت المقدس او ((تريف)٩ نومې کليسا کې ترسره کوي تريف کليسا به روم کې موقعيت لري او په اړه يې عيسايان عقيده لري چې د عيسى عليه السلام کميس په همدې کليسا کې خوندي شوي هندوان عبادت خپل کلنى مراسم د ((کنگا)) او ((جمنا)) رودونو پر غاړه ترسره کوي.

سپيڅلى اسلام په الهى لارښوونو ولاړ خپلو منونکو ته يو داسې عبادت ورکړچې د مسلمانانو د يوالي څرگندونې سره سره د هغو سپيڅلو ځايونو ليدنه پکې شتون لري څو د الله هغه کور (کعبه) په عبادت اباد کړي کوم چې د دوى ستر نيکه ابراهيم عليه السلام الهى وحماسره سم د حنفي دين مرکز ټاکلى و، څو خپل تير تاريخ ياد په زړه کړي او د خپل ستر نيکه هغه سرښندنې چې د الله په لار کې يې ورکړې وې هر کال ژوندى او هغه ته ښودل شوى عبادت هر کال ترسره کړي.

عبدالله اخي

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب