حضرت ابو دجانه (رضی الله عنه)

ددي صحابي اصلي نوم سماک کنیه ئې ابودجانه وو .دپلار نوم يي خرشه اودخزرج دقبیلې څخه وو.دهجرت څخه مخکي یې اسلام راوړی اودرسول الله (ص)سره ئې په ټولوغزاګانوکي شرکت کړی دی دخپلوغيرتمندو اوزړه ورو خویونو له کبله ډیرمشهوروو.

په خپل وخت کي دیوسرښندونکي مجاهداوزړه ورقومندان مقام ته رسیدلی وودبدرپه جنګ کي ئې دکفاروپه مقابل کي داسی نمونې وښودلې چی په کفارو به دده دنوم په اوریدلوسره لړزه راتله په غزاکي داسي په میړانه اوجذبه وجنګیدی چی رسول الله (ص) په خاص ډول دده دجنګي پلان (تکتیک)اومیړانې ساتینه وکړه .

داحدپه غزاکي درسول الله (ص)په لاس کي یوه تور اووئې فرمائيل څوک ددغه توري حق پر ځای کولائې شي؟حضرت زبیربن العوام (رض) وویل :زه. دارنګه بغضي نورو مجاهدینویي هم دغښتلوامیدوکړ.په آخیرکي ابودجانه (رض)وپوښتل یا رسول الله (ص)ددي تورې حق څه دی ؟رسول الله (ص)وفرمائيل داتوره به په دښمن دډیروګذارونو له کبله کیږه شي اوپه دغه توره به دهیڅ مسلمان وینه نه بهول کیږي اوته به دکفاروسره جنګ کوې اونه به تښتې .ابودجانه وویل یا رسول الله (ص)زه ددغه تورې حق اداکوم .

رسول الله (ص) توره ابودجانه ته ورکړه . ابودجانه دسور رنګ یوه ټوکره په سروتړل کفاروته مخامخ ئې دپهلوانۍ ننداره وکړه ،انصارومسلمانانوویل ابودجانه دمرګ ټوکره په سر تړلي ده اوس دکفاروخیرنشته .ابودجانه کفاروته مخامخ پهلواني کوله اوداسی اشعار ئې زمزمه کول دچاڅخه چی زمادوست داوعده اخستې ده چی زه به دفوج په آخرصف کي نه یم په داغه توره به دالله (ج) اودرسول (ص)دښمنان وهم .دابودجانه داکړنې رسول (ص) ولیدې اووئې فرمائيل غیرله دغه ځایه څخه داسي کړني الله (ج)نه خوښوې کله چی دوه په دوه جنګ شورع شوابودجانه خپل جنګي مهارت په داسی ډول ښکاره کړ لکه یولوبغاړی چی دلوبو په میدان کي لوبي کوي د دجنګ په میدان کی کفارترتورولاندي کول اوپهلونان ئې دمځکی ویشتل دزمري په ډول داقومندان دمیدان جنګ په یوځای کي هنده بن عتبه ته ورسیدی هغه دده دتوري ترګوزارلاندي وه نیږدې وه چی دهغې سرله تنه جدا کړی لیکن د ته وریاد شول چی درسول (ص)توره په ښځه راایستل مناسب نه دي ښځه که څه هم ددښمن وي خوبیاهم دکمزورۍ سمبول ده دیوشجاع قومندان توره په قوی دښمن باندي ګذارونه کوي.

اوهمدارازدابوبکرصدیق (رض)په خلافت کي ئې د حضرت خالدبن وليد(رض)ترمشر‌‌ۍ لاندي ددرواغجن نبي مسیلمه کذاب په مقابل کی جنګ وکړ په دې جنګ کی مسیلمه په یوه باغچه کی پنااخستې وه تر ده پوري ځان رسول مشکل کاروو حضرت ابودجانه (رض)خپلوملګروته وویل ماپورته کړی اوپه یوډول می باغچي ته وغورځوئ نودمسیلمه دوژل کیدو څه پلان به په لاس راشی کله چی یی باغچې ته وغورځول شودلویدلو په وخت کی ئې پښه ماته شوه .خوهمت ئې له لاسه ورنکړ په څکیدلوسره ددروازي په خلاصولوکي بریالی شو اودمسیلمه په وژلو وْتوانیدی دمسیلمه دوژلوسره سره دده وجود هم ټوله زخمي زخمي شودشهادت دعائي وکړه الله تعالی ج یی دعاقبوله او شهادت یی ورنصیب کړ.

ابودجانه ر(ض)دخپلو جنګي پوهنو،بی مثاله کارنامو او دخپلوغیرتمندو او صافو په بناء دیو لوی قومندان په ډول ددنیاڅخه سترګی پټي اوخپل روح یی سپیڅلي بادارته وسپاره.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب