حضرت بلال رضي الله عنه څنګه ايمان راوړ؟

د بيلګي په توګه حضرت بلال رضي الله تعالى عنه څنګه ايمان راوړ؟
هغه کم معلومات او څيړني وې چي دى يې د اسلام سپېڅلي دين منلو وادار کړ؟
ولې حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يوازي اميه بن خلف او د هغه په شان نورو ځناور د داسي تکليفو سره مخامخ کاوه چي د يو بشر سره لا څه چي د يوه حيوان سره هم نه ښکاري؟
حضرت بلال رضي الله تعالى عنه  څه ډول وهل کېدئ؟
د حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه او د اسلام د سپېڅلي دين د ستر دښمن  اميه بن خلف تر منځ کمي خبري وسوې چي کله سودا پاى ته ورسيده؟
او همدا ډول نوري موضوعګاني.

کله چې د اسلام  د سپېڅلي دين وړانګې په لومړي سر کښي د عربو پر مخ او وروسته بيا د ټولي نړۍ پر مخ     وځلېدې نو په لومړي سره کښي بېله حضرت  خديجې رضى الله تعالى عنها، ابو بکر صديق(رض)، علي ابن ابي طالب، عمار بن ياسر او د هغه مور سميه رضى الله تعالى عنها، صهيب الرومي او مقداد بن الاسود، څو نور کسان او بلال رضي الله تعالى عنه وه چي د اسلام دين يې منلئ ؤ او د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سوئ وه نور څوک نه وه مشرف سوي او روښانه خبره ده چي د يوې لاري پيروان چي لږ وي نسبتًا به هغه ډلي ته چي پيروان يې ډېر وي او په ځانګړې توګه بيا د قدرت څښتنان وي کمزوري وي خو په هر حال  اسلام  يو داسي دين دئ چي تل يې د خپلو لارويانو مرسته او کومک په بشپړه توګه کړى دئ چي بېلګي يې د اسلام په لومړي سر کښي  په ټولو غزاګانو او هم تر ننه پوري ليدل کيږي . کله چي نبي پاک عليه السلام په نبوت مبعوث سو او د الهي امر سره سم يې د اسلام د سپېڅلي دين په خپراوي  پيل وکړ چي د همدې خپراوي لومړۍ  ورځي او شپې وې او د نبي پاک عليه السلام د بعثت او د يوه سپېڅلي دين خبر نوئ پر خپرېدو ؤ چي تر خلکو پوري به رسېدئ کله چي دا خبر تر حضرت بلال رضي الله تعالى عنه پوري و رسېد سمدلاسه يې د دې خبر د حق او نا حق معلومولو دپاره ليڅي را ونغښتل او معلومات يې ترلاسه کول ، پوښتني يې کولې څيړني يې کولې او هغه ټولي لاري چي د ده په اند د دې خبر د حق او نا حق معلومولو دپاره يې يو ښه رول لوبولاى سواى  په کار وا چولې.
کله چي يې معلومات ، پوښتني او څېړني بشپړي سوې او دا ور ته روښانه سوه چي نبي پاک عليه السلام د يو حق دين سره راغلئ ، خلک د کفر او شرک څخه را ګرځوي، يوازي او يوازي يې د يوه الله جل جلاله عبادت ته هڅوي، د ظلم ، تجاوز، تېري ، بدو کارو او بدو اخلاقو پر خلاف جهاد کوي ، وګړي نيکو کارو، ښو اخلاقو ، صله رحمۍ او پاک لمنۍ ته را بولي نو يې ډېر ژر د اسلام و سپېڅلي دين ته لبيک و وايه او د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سو.
او دا داسي وخت ؤ چي دعوت کوونکو د اسلام و سپېڅلي دين ته دعوت کول او اسلام را وړونکو اسلام راوړل پټ ساتل. ځکه چي کفارو تل هڅه کړې چي هغه کسان چي د اسلام او نورو حق دينونو ته يې زړه ښه کړئ په يوه نه يوه پلمه ځورولي او  تر اوسه يې ځوروي چي د همدې ناحقي موخي يو قرباني حضرت بلال رضي الله تعالي عنه دئ چي کله يې بادار اميه بن خلف د ده د دې اقدام څخه  چي د اسلام سپېڅلئ دين يې قبول کړئ خبر سو  ډېر سخت په قهر او غوصه سو، او حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يې را وغوښت او ور ته يې وويل: دا زه څه اورم ؟ ايا تا رښتيا ځان ته نوئ معبود نيولى دئ ؟
حضرت بلال رضي الله تعالى عنه ورته وويل: هو محمد صلى الله عليه وسلم چي د کم معبود عبادت کوي زه هم د هغه بنده يم او تر دې وروسته يوازي او يوازي د يوه الله جل جلاله عبادت کوم او د هغه سره هيڅوک شريک نه نيسم ځکه چي يوازي او يوازي هغه څوک د عبادت وړ دئ چي دا ټوله نړۍ يې پيدا کړې ده او د دې ټولي نړۍ رښتيني مالک دئ.

چي د همدې اقدام په خاطر يې د داسي سخترينو ستونزو او عذابونو سره مخ کړ چي  نور څوک نه دي ور سره مخ سوي او نه به ورسره مخ  سي اميه بن خلف چي يو ډېر طالم او مستبد سړى ؤ او د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه بادار ؤ او هغه يې مريى ؤ حضرت بلال رضي الله تعالى عنه به يې د (حره) نومي ميدان ته چي يو ډېر ګرم ميدان ؤ  بوتلئ او د مکې غوندي په ګرم ځاى کښي به يې په سره غرمه کښي چي سايې ته به لا  ژوند کول ستونزمن ؤ په لڅ بدن پر توده مځکه او سرو شګو  پرې ايستئ او پر سينه به يې يوه غټه ډبره ور کښېښوده چي پر بل اړخ وا نه وړي او ورته ويل به يې چي د اسلام د دين څخه واوړه او که نه اوړې نو په همدې حالت کښي به مړ سې خو د ده ځواب يوازي او يوازي لکه په مخکنيو برخو کښي يې چي يادونه وسوه د (اَحَد، اَحَد) ؤ او چي کله به د ده د خولې څخه اميه بن خلف ځناور دا ځواب اورېده دونه به په قهر سو چي تک سور به واوښت او خپل خدمتګارانو ته به يې ويل چي په غاړه کښي يې يو تناو  ور واچوئ او د ملکې په کوڅو يې و ګرځوي چي ټول خلک يې وويني تر څو د دې خپل اقدام څخه چي د يوې حقي لاري پيروي وه واوړي او د باطلي لاري پيروي ته بېرته مخه کړي خو دا د هغه ټينګ عزم او قصد چي د اسلام په هکله يې تر ډيرو پلټنو وروسته کړئ ؤ او هغه ور ته يو حقيقي ، رښتينئ، د بدو او ناروا کړنو پر خلاف يو جهاد کوونکئ تګ لاره د وګړو نيکو کارونو ، صله رحمي ، پاک لمنۍ او نورو ښو کارونو ته چي هم  پکښي د دنيا او هم پکښي د آخرت ګټي وي رابلونکئ  ثابت سوئ ؤ  کله خامه ولاى سواى او يا يې پر هغه اغېزه کوله.
کله چي نبي پاک عليه السلام د اسلام  د ستر لار ښود په حيث د حرا په غار کښي په داسي حال کښي چي په عبادت بوخت ؤ د اسمانونو او ځمکو د رښتيني مالک له لوري وټاکل سو او ور سره سم يې د همدې سپېڅلي دين د خپراوي چي يو الهي امر ؤ پيل وکړ او خلک به يې د اسلام سپېڅلي دين ته رابلل.

خو په لومړي سر کښي دا رابلنه د اسلام و سپېڅلي دين ته په پټه کېده ځکه چي کفار چي په هغه وخت کښي قدرت د هغو په لاس کښي ؤ هغه کسان به يې  چي د اسلام دين ته يې غاړه اېښي او يا يې زړه ښه کړئ د سخترينو تکليفونه سره مخامخ کول او داسي څه به يې ور سره کول چي هيڅ د يوه بشر سره  وړ او مناسب نه وه چي په  همدې لاره کښي ډېر مسلمانان که نارېنه وه او که ښځينه وه د کفارو د شومو او ناروا هدافو داسي قرباني سوه چي ځينو لکه  حضرت سميه رضي الله تعالى عنها خپل ژوند هم د لاسه ور کړ. او ځيني نور لکه عمار بن ياسر  حضرت بلال رضي الله تعالى عنه لکه څنګه چي په مخکنيو برخو کښي يې د ژوند داستان ښه روښانه سو د همدې لاري  قربانى سوه خو د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه سره بيا هم بخت ياري وکړه او حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه د اميه بن خلف څخه تر رانيولو وروسته ازاد کړ او د همدې بي سارو تکليفونو څخه يې خلاص کړ . او تر رانيولو تر مخه  يې هغه ته وويل چي دغه مظلوم نور مه کړوه د حق تعالى جل جل له څخه و بېرېږه څونه ظلمونه پر کوې آخر يوه ورځ خو به  لا  د الله پاک جل جلاله و حضور ته درېږې او د يوې يوې زرې زرې حساب او کتاب به ور کوې او په پاى کښي يې ور ته وويل چي که دي زړه وي پر ما يې خرڅ کړ.

هغه ؤ چي په هغه طريقه يې ځيني رانيوئ چي په مخکنيو برخو کښي تېره سوه او کله چي د دوى دا سودا پاى ته ور سېده نو اميه بن خلف حضرت ابوبکر صديق (رض) ته وويل چي اې ابوبکره ! ته په دې سودا کښي ډېر سهوه سوې که ستا پر ځاى زه واى په يوه اوقيه مي هم نه رانيوه حضرت ابوبکر صديق رضي الله ور ته وويل چي ته د ده په قدر څه پوهېږې که زما څخه د ده د قدر په هکله پوښتنه وکړې نو زما ځواب به دا وي چي زه يې د يمن پر باچا هم نه ور کوم
“د زرو قدر د زرګر سره وي” چي تر دې مي د پښتو هغه متل را پياد سو چي واى

حضرت بلال رضي الله تعالى عنه ته د اسلام تر راوړولو تر مخه خلکو د يوه مريي په سترګه کتل او د مريي قدر خو هر چاته معلوم دئ چي څونه قدر يې ؤ مريى به خلکو په انسانانو کښي نه شمېره  خو چي کله د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سو  د حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه سره به په يوه کتار کښي ولاړ ؤ او حضرت عمر رضي الله تعالى عنه به ويل چي حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه زموږ هغه سردار دئ چي زموږ سردار حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يې د کفارو د مرييتوب څخه ازاد کړ.  او د شهرت په هکله يې په ټول افغان سايټ کښي يادونه سوېده چي د نړۍ د زر ميلونو مسلمانانو څخه يې لږ تر لږ ٧٠٠ ميلونه مسلمانان پېژني او چي د هر مسلمان څخه که کوچنى وي که غټ وي پوښته وکړې چي د نبي پاک عليه السلام مؤذن څوک ؤ  ځواب به يې د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه د لوړ سخصيت يادول وي.

ژباړن: عطاء الله محمدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب