حضرت بلال (رض) څنګه ايمان راوړ؟

تيري سوي ژباړي او د هغه موضوعاتو چي په ژباړه کښي بشپړ نه وه روښانه سوي په لاندي ليکنه کښي يې بشپړه ؤ

دبيلګي په توګه حضرت بلال رضي الله تعالى عنه څنګه ايمان راوړ؟

هغه کم معلومات او څيړني وې چي دى يې د اسلام سپېڅلي دين منلو وادار کړ؟

ولي حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يوازي اميه بن خلف او د هغه په شان نورو ځناور د داسي تکليفو سره مخامخ کاوه چي د يو بشر سره لا څه چي د يوه حيوان سره هم نه ښکاري؟

حضرت بلال رضي الله تعالى عنه څه ډول وهل کېدئ؟

د حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه او د اسلام د سپېڅلي دين د ستر دښمن اميه بن خلف تر منځ کمي خبري وسوې چي کله سودا پاى ته ورسيده؟

او همدا ډول نوري موضوعګاني.

کله چي د اسلام د سپېڅلي دين وړانګې په لومړي سر کښي د عربو پر مخ او وروسته بيا د ټولي نړۍ پر مخ وځلېدې نو په لومړي سره کښي بېله حضرت خديجې رضى الله تعالى عنها، ابو بکر صديق(رض)، علي ابن ابي طالب، عمار بن ياسر او د هغه مور سميه رضى الله تعالى عنها، صهيب الرومي او مقداد بن الاسود، څو نور کسان او بلال رضي الله تعالى عنه وه چي د اسلام دين يې منلئ ؤ او د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سوئ وه نور څوک نه وه مشرف سوي او روښانه خبره ده چي د يوې لاري پيروان چي لږ وي نسبتًا به هغه ډلي ته چي پيروان يې ډېر وي او په ځانګړې توګه بيا د قدرت څښتنان وي کمزوري وي خو په هر حال اسلام يو داسي دين دئ چي تل يې د خپلو لارويانو مرسته او کومک په بشپړه توګه کړى دئ چي بېلګي يې د اسلام په لومړي سر کښي په ټولو غزاګانو او هم تر ننه پوري ليدل کيږي . کله چي نبي پاک عليه السلام په نبوت مبعوث سو او د الهي امر سره سم يې د اسلام د سپېڅلي دين په خپراوي پيل وکړ چي د همدې خپراوي لومړۍ ورځي او شپې وې او د نبي پاک عليه السلام د بعثت او د يوه سپېڅلي دين خبر نوئ پر خپرېدو ؤ چي تر خلکو پوري به رسېدئ کله چي دا خبر تر حضرت بلال رضي الله تعالى عنه پوري و رسېد سمدلاسه يې د دې خبر د حق او نا حق معلومولو دپاره ليڅي را ونغښتل او معلومات يې ترلاسه کول ، پوښتني يې کولې څيړني يې کولې او هغه ټولي لاري چي د ده په اند د دې خبر د حق او نا حق معلومولو دپاره يې يو ښه رول لوبولاى سواى په کار وا چولې.

کله چي يې معلومات ، پوښتني او څېړني بشپړي سوې او دا ور ته روښانه سوه چي نبي پاک عليه السلام د يو حق دين سره راغلئ ، خلک د کفر او شرک څخه را ګرځوي، يوازي او يوازي يې د يوه الله جل جلاله عبادت ته هڅوي، د ظلم ، تجاوز، تېري ، بدو کارو او بدو اخلاقو پر خلاف جهاد کوي ، وګړي نيکو کارو، ښو اخلاقو ، صله رحمۍ او پاک لمنۍ ته را بولي نو يې ډېر ژر د اسلام و سپېڅلي دين ته لبيک و وايه او د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سو.

او دا داسي وخت ؤ چي دعوت کوونکو د اسلام و سپېڅلي دين ته دعوت کول او اسلام را وړونکو اسلام راوړل پټ ساتل. ځکه چي کفارو تل هڅه کړې چي هغه کسان چي د اسلام او نورو حق دينونو ته يې زړه ښه کړئ په يوه نه يوه پلمه ځورولي او تر اوسه يې ځوروي چي د همدې ناحقي موخي يو قرباني حضرت بلال رضي الله تعالي عنه دئ چي کله يې بادار اميه بن خلف د ده د دې اقدام څخه چي د اسلام سپېڅلئ دين يې قبول کړئ خبر سو ډېر سخت په قهر او غوصه سو، او حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يې را وغوښت او ور ته يې وويل: دا زه څه اورم ؟ ايا تا رښتيا ځان ته نوئ معبود نيولى دئ ؟

حضرت بلال رضي الله تعالى عنه ورته وويل: هو محمد صلى الله عليه وسلم چي د کم معبود عبادت کوي زه هم د هغه بنده يم او تر دې وروسته يوازي او يوازي د يوه الله جل جلاله عبادت کوم او د هغه سره هيڅوک شريک نه نيسم ځکه چي يوازي او يوازي هغه څوک د عبادت وړ دئ چي دا ټوله نړۍ يې پيدا کړې ده او د دې ټولي نړۍ رښتيني مالک دئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب