حضرت حنظله رضی الله عنه د نفاق وېره

حضرت حنظله رضی الله عنه فرمايي: يوه ورځ موږ در سول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کي ناست وو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و عظ وکړى  داسي وعظ و چي زړونه  په نرم سوه او د سترګو څخه اوښکي و بهېدې او خپل حقيقت موږ ته ښکاره سوه ، حنظله رضی الله عنه فرمايي: کله چي زه درسول الله صلی الله علیه وسلم د مجلس څخه راولاړ سوم کورته ولاړم ښځه او اولادونه مي راته راغله ددنيا خبري شروع سوې  د اولادو سره مي د خوښۍ او خندا خبري شروع کړې د ښځي سره ټوکي او خنداکول شروع سوه هغه حالت ولاړى چي  ماد رسول الله r په مجلس کي ژړل دستي فکر راسره پيدا سو چي ته خو منافق سوى يې يوازي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کي داسي يې کورته چي راغلې دستي دي حالت بدل  سو په دغه  فکر ډېر افسوس راته راغلى او ډېر غمجن سوم دستي د کور څخه راووتلم او دا مي  وويل چي حنظله خو منافق سو مخامخ حضرت ابوبکر رضی الله عنه په مخه راغلى ده مبارک ته مي وويل:  چي حنظله خو منافق سو ابوبکر رضی الله عنه راته وويل: سبحان الله هيڅ کله نه، ما خپله قصه ورته بيان کړه چي موږ خو دنبي صلی الله علیه وسلم په مجلس کي  ناست يو نبي صلی الله علیه وسلم د دوزخ او جنت بيان کوى موږ داسي سو چي ګويا دغه دواړه زموږ په مخ کي دي کله چي موږ کورته راسو نو د اولادو، ښځي او مال په غم کي سو دنبي صلی الله علیه وسلم د مبارک مجلس خبري ټولي راڅخه ولاړي سي حضرت ابوبکر رضی الله عنه و فرمايل: چي دا خبره خو ماته هم پيښيږي. نو ددې خبري لپاره دواړه دنبي صلی الله علیه وسلم حضور ته حاضر سوه حنظلة رضی الله عنه و نبي صلی الله علیه وسلم ته وويل: اې دالله جل جلاله رسوله! زه خو منافق سوم نبي صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل: څه پېښه سوه چي منافق سوې حنظلة رضی الله عنه وويل: يا رسول الله صلی الله علیه وسلم !کله چي موږ ستا په مجلس کي ناست يو نو ته ددوزخ او جنت بيان راته کوې موږ داسي سو چي ګويا جنت او دوزخ  زموږ په مخ کي دئ او کله چي کورته ولاړسو نو د اولادو، کور او ښځي په غمو اخته سو ستا بيان مو دذهن څخه  ووزي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: که چيري هغه وخت تاسو داسي ياست لکه زما په مخکي چي ياست نو زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما روح دده په قدرت کي دئ چي ملا ئکي به پر لارو او بستر  ستاسو سره لاس په لاس وي اې حنظله! خبره داده .کله کله کله کله .([1])

فايده: دانسان سره انساني اړتياوي مل وي نو د هغه پوره کول هم ضروري دي لکه خوړل، چيښل، ښځه، اولادونه  او ددوى د حال پوښتنه دا هم ضروري شيان دي په دې وجه پورتنى حالت کله کله منځته راځي او هر وخت نه راځي  او نه يې اميد کول په کار دئ ټول عمر په داسي حالت کي پاتېدل د ملائکو شان دي ځکه داشان دهغوى سره مل وي څرنګه چي انسان دانساني اړتياوو سره لاس او ګرېوان دئ نو ټول عمر په يوه حالت کي نه سي پاتېدلاى خو دا خبره ضروري ده چي د اصحابو په پاک ژوند کي ژور فکر وکړو چي هغوى به د نبي صلی الله علیه وسلم د مجلس څخه د ولاړېدو وروسته لږ فکر بدل سو نو بيا به يې هم دا ويل چي منافق سوم  او د منافق کېدو ويره به ورسره وه ( لکه چي وايي ــ عشق است  هزار بد گمانى) يعني عشق دئ او زر بد ګمانۍ دي ، د کوم چاسره چي عشق وي نو زر بد ګمانۍ ورته پيدا سي. د مثال په ډول که د چا د خپل زوى سره مينه وي او هغه يو ځاى په سفر ولاړ سي نو هرو خت د زوى د خير او خيريت په فکر کي وي او که خبر سي چي په  هغه ځاى د طاعون مرض ګډ سوى دئ ياکوم بل فساد پېښ سوى دئ نو خداى خبر چي څومره خطونه به ورته ليږي؟

([1] ) ( احياء ، مسلم)

مألخذ: د اصحابو قصي

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب