د حیض تعریف، احکام او حکمونه

اول : حيض ( مياشتني عادت ) :

د حيض تعريف :

حيض په لغت کې بهېدلو يا جريان ته وايي او په شرعي اصطلاح کې حيض عبارت له هغه وينې څخه دی چې د ښځې د رحم د داخل نه په معين وخت کې بغير له هيڅ ډول مريضۍ او تکليف رسېدلو څخه په طبعي ډول بهېږي . دغه وينه الله جل جلا له د بني آدم په ذات او صفت کې د ښځينه وو لپاره ايښي ده . د غه وينه خداي جل جلا له د ښځې په رحم کې پيدا کړي ده تر څو د حاملګي په دوره کې د بچې لپاره غذا وي او وروسته د نوي ماشوم له زيږيدني نه په شېدو باندې بدلېږي . نو کله چې ښځه نه حامله وي او نه شيدي ورکونکې نو دغه وينه بغير له مصرفه پاتې کېږي  نو په همدي علت سره په ټاکلو وختونو کې له بدن څخه خاريجېږي چې حيض او يا مياشتني عادت بلل کيږي .

د حيض عمر : هغه عمر دي چې ښځې ته په هغه کې مياشتنۍ عادت پيدا کېږي چې له نهه کلنۍ شروع تر پنځوس کلنۍ پورې دوام کوي .

د حيض موده : د حيض موده کمه دری ورځې او زياته لس ورځې که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زياته شوه نو هغه استخاضه (دحيض پشان مرض دی ) .

خبرداری : اسلامې شرعيت زياته موده لس ورځې ټاکلې ده، چې دا موده د هرې ښځې په عادت پورې اړه لري ځنې په دريو ورځو ، ځنې پنځو ورځو او ځنې په اوو او يا لسو ورځو کې پاکيږي بس د هر چا د عادت موافق هر وخت چې پاکې شي غسل به کوي او عبادت به شروع کوي ، داسې نه چې پاکي په پنځو ورځو کې حاصله شوې وي او ښځه تر لسو ورځو جنوبه ګرځې عبادت نه کوي په دې ګمان چې د حيض لس ورځې پوره شي.

د حاﺋضې احکام :

۱- کورواله يا جماع کول : د حیض په دوران کې ښځې سره کورواله يا جماع کول حرام دي .

الله جل جلا له  فرمايي : وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).

(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسئ ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدې کيږي ، کله چه ښی پاکې شی بيا ورسره يوځای شی )).

نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دي ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي .

بلکي هغې ته د اکرام او عزت په سترګه کتل کيږي ځکه چې د يوه بشر د زږولو د پاره مرګوني قرباني ورکړی دي .

۲- : حاﺋـضه ښځه بايد د مياشتني عادت په دوره کې لمونځ او روژه ترک کړي . ددغو عبادتونو تر سره کول ورته حرام دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي (أليس إذا حاضت المرأة لم تصل ولم تصم ) متفق عليه .

 يعنې د حيض په موده کې د لمونځ او روژې ادا کول نشته .

کله چې حايضه ښځه پاکه شوه فقط د رمضان د مبارکې مياشتي د فرضي روژې قضايي به راوړي مګر د لمونځ قضايي نشته .

۳ ـ د حايضي ښځې لپاره په قرآنکريم باندي بغير له پردې څخه لاس ايښودل ،د قرآنکريم تلاوت کول ، جومات ته تلل او د حیض په موده کې د کعبې د طواف کول جايز نه دي (شرح البدايه ۱/ ۶۸ ) .

۴- پروا نه لري چې ښځه په مياشتني عادت کې اذکار او شرعي درودونه لکه تهليل ، تکبير تسبيح او ادعيه ولولي او همدارنګه کولاي شي د سهار ، ماسختن ، ويده کېدلو او له خوبه د پاڅېدلو په وخت کې شرعي او مشروع اذکار او درودونه ولولي او دا هم څه پروا نه لري چې د حيض په موده کې اسلامې کتابونه مطالعه کړي .

(و لا بس لحائض و الجنب بقراءة و ادعيه ..و ذکر الله تعالی و تسبح (تنوير الابصار مع الدرمختار ۱/۲۹۳ ) .

و فی البحر رخص المس باليد الکتب الشرعیة (البحر الرائق ۱/ ۲۱۲ ) .

۵- دحيض په موده کې سره ،زيړه ،شنه او خاورينه هر رنګ وينه چې راغله دا ټول قسمونه دحيض وينه بلل کيږي . (شرح التنوير ۱/۲۹۷ ، فتاوي الهنديه ۱/۲۳ )

۶- کله چې ښځه له حيض څخه پاکه شي غسل به وکړي او د لمونځ ادا کول به پيل کړي .

پوښتنه :  يوه ښځه څه ډول کولاي شي د خپل مياشتني عادت د شروع او ختم دوره تشخيص کړي ؟

ځواب : دغه دوره د وينې په قطعه کېدو سره پېژندل کېږي . د وينې قطع کېدل دوې نښې لر ي :

اوله نښه : د وينې په قطعه کېدو پسې د سپين رنګې مايع خاريجيدل چې په ګچ ککړو اوبو ته ورته والي لري او يا د چرګې د هګي د سپينو په شان ده ، ځېني وختونه يي رنګ سپين نه وي او ځينې وخت يي د ښځو د احوال په اختلاف سره رنګ تغير کوي .

دوهمه نښه : وچ والي ، په داسې شکل چې ښځه يوه ټوټه او يا يوه اندازه پخته په خپل فرج کې ږدي ، وروسته هغه راباسې او ګوري چې هغه پخته وچه ده او که په وينه او يا ژيړ او خړ رنګې مايع باندې ککړه ده او کنه.

۲  ـ  د استحاضي حکمونه :

      مخکې مو وويل چې د حیض کمه موده دری ورځې او زياته موده لس ورځې ده کچيري د حیض موده له دريو ورځو کمه يا له لسو ورځو زياته شي مرض بلل کيږي .

استحاضه ښځه د معذور حکم لري هغه به لمونځ ادا کوي د هر لمانځه د پاره به جلا اودس کوي  روژه به نيسي او جماع کول جايز دي .

و اقل الحيض ثلثة ايام و لياليها و ما نقص من ذلک فهو استحاضة و اکثره عشرة ايام و الزائد استحاضة (شرح البداية ۱/ ۶۲ ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب