خارښت pruritis خارش

هره ورځ یو ګڼ شمیر ناروغان،ډاکترانو ته د خارښت د درملنې لپاره ورځي.

خارښت انسان ته د ګرولو اړتیا پیداکوي.
خارښت پخپله یوه ناروغي نده او د درد پشان کیدی شي ډیر عوامل ولري.

د خارښت احساس:

تاسو ته به معلومه وي چې د انسان بدن،خاصتا پوټګي د احساس لپاره ډول ډول اخیستونکي( Receotors ) لري.
د بیلګي په توګه ددرد یا خوږ احساس، د سوزیدو احساس،د ټودوخې احساس،د یخنۍ احساس او نور.
دخارښت اخذه یا اخیستونکی یونټ په اپيدرم کي موقعیت لري.
( Epidermal Pruritus Receptor Unite)
ددې اخذو د شتون شمیره( غلظت یا کثافت)، د بدن په مختلفو برخو کې په مختلفو اندازو سره وي.نو چیرې چې ددې اخذو شمیر زیات وي ،هغه ځای ډیر خارښت کوی او بر عکس.
سره ددي چي د درد – تودوخي او خارښت حواس, په یوه مسیر کې
(spinal thalamic ract )
د اعصابو مرکزي سیستم ته ورځي،خو سرره ددي هم،په پوټکي کې د هغو اخذي بیلې او جدا دی.د خاښت احساس په
thalums and cerebral cortex
ته د تفسیر او عکس العمل لپاره لیږدول کیږي.

د خارښت سببونه:

د خارښت د اسبابو په هکله ګڼ شمیر تصنیفونه شتون لري خو د اسانتیا په خاطر داسې خلاصه کیدی شي:
د خارښت سبب کيدي شي په پوټکي کي په موضعي ډول موجود وی او یا هم د نورو ناروغیو یو عرض اوسي.
۱- د پوټکي ناروغۍ

د پوټکي یو ګن شمیر ناروغي د خارښت سبب کیدی شي:

د بیلګي په توګه:
– د پوتکي وچوالی: تاسو ته ښکاره ده چې پوټکي د خپل تراوت او شادابیت لپاره غوړین مواد ترشح کوي.د ځینو وګړو پوټکي نشي کولای چې دا مواد جوړ او افراز کړي.نو ددوی پوټکي وچ وی.که لاس پرې راکاږې،نوموړی پوټکي درشت وي او خپل طبیعی نرموالی نلري.
دا ډول وګړي د پوټکو د نورو نارغیو لپاره هم مساعده بنیه لري.
– د پوټکي التهابي ناروغۍ
(Inflamation )
د پوټکي د التهاب اسباب هم ډیر دي:
د بیلګې په توګه حساستیتونه،میکروبونه،مخرشات او نور.
خو پدې ډله کې
Eczema/dermatitis-
تر ټولو مهم او پیژندل شوی سبب ګڼل کیږي.
دا ناروغي په ماشومانو کې ډیره لیدل کیږي او دنورو حساسیتي ناروغیو لکه استما او دپوزي الرژي سره ګده لیدل کیدی شي.
– د کیماوی،فزیکی او او نورو محیطی عواملو په مقابل کي حساسیت.
وړينې جامې د پوټکي د خارښت په اسبابو کې له ډیرې مودې راهیسې پیژندل شوې دي.
هغه ماشومان چې په شګه کي لوبې کوي،د شګو په وسیله دهغو پوټکي حساس او خارښت پیدا کوي.
ځیني خلک د عطر،صابون او ورته نورو شیانو په وجه خارښت پیدا کولی شي.
هغه ګاڼي چې نکل لري ،هم د حساسیت و خارښت سبب کیدی شي.

– میکروبونه:

ګڼ شمیر میکروبي ( وریوسي.پرازیستی،باکتریائي او فنګسي) ناروغي د پوټکي د خارښت سره څرګندیږي.
دهغي ډلې نه د ماشومانو ځینی ویروسي ناروغي خورا ډیر لیدل کیږي.
(For example: chicken pox)
د پرازیتی ناروغیو په ډله کی ګرګ
(Scabies)
هغه ناروغي ده چې ناروغ سره د اړیکو په وجه او یاهم د ناولو جامو،دخوب بستر او ورته نورو وسایلو په ذریعه و روغ انسان ته سرایت کوی.
ګڼ شمیر هغه کسان چې مسافر شي او په مسافرخانو کې په یوه ناپاکه بستر کې شپه تیره کړي پدي ناروغي اخته او دا ناروغي خپلې کورنۍ ته “د تحفې په ټوګه ” له ځان سره راوړي.

‎ډاکټر الله نور احمدی محمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب