خالد بن الولید رضی الله تعالی عنه ولې شهید نه کړی شو؟!

پوښتنه: ولي وتلي اتل “خالد بن الولید” – رضی الله تعالی عنه – خپل روح پر بستر د اروحانو (ارواګانو) و مالک ته وسپارل او شهید نه کړای شو؟!

شیخ عبد الفتاح ابوغدة رحمه الله وایي: کله چې نوموړی د هند له علامه، محدث، مسند او فقیه (محمد یعقوب نانوتوي) – رحمه الله تعالی – سره یو ځای شو؛ هغه ترې و پوښتل: “اې شیخ عبد الفتاح! په دې کې کوم حکمت نغښتی و، چې نوموتی اتل صحابي (خالد بن الولید) پر بستر خپل روح، الله پاک ته وسپارل؛ سره له دې چې هغه په ۱۲۰ سختو غزاګانو کې د تورو تر سایه لاندې د زړه له تله د الله پاک په لاره کې شهادت غوښتی و؟!”

یاد شیخ ورته کړه: “نه پوهېږم!”.

شیخ نانوتوي – رحمه الله – ورته کړه: خپلو استادانو راته ویلي: نبي علیه السلام مبارک، هغه – رضی الله تعالی عنه – ته د “سیف الله” (د الله پاک توره) نوم ورکړی و، که فرضاً هغه په یوه غزوه کې شهید شوی وای؛ نو خلکو به ویل، چې د الله پاک توره ماته شوه په داسې حال کې چې د الله پاک توره نه ماتېږې؛ ځکه الله پاک هغه رضی الله تعالی عنه ته پر بستر مرګ ورکړ.

یاد شیخ (عبد الفتاح) – رحمه الله تعالی – وویل: که زه دلته بله کومه ګټه ترلاسه نکړم؛ نو دا ګټه هم راته بسنه کوي. یو څوک باید د یو داسې هدف د تر لاسه کولو له پاره هم دومره سفر وکوي.

یادونه: دیني پوهه یوه ستره خزانه ده. یوه ملغلره یې د شاهانو له تاج او تخت نه، ثمینه او حسینه ده. که غواړئ، چې له علمي خزانې نه برخمن شئ؛ نو په لټه یې اړین ګامونه وچت کړئ. ټوله مادي شتمنۍ ترې ځار کړئ، تر څو په معنوي ښکلا سینګار شئ!

لیکوال: أ.د.حسن عبد الغني أبوغدة
له عربي نه ژباړه: م. حمد الله دانشمند

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب