خالص عسل څنګه وپیژنو!!!

۱: خالص عسل چي کله په کاچوغه کي راواخیستل شي اوبیا په څیښه یا بل لوښی کي تویږي نه پرې کیږي.

۲: عسل راواخلی یوه خاشه یامالوچ په ولړﺉ اوبیا اور ورته ورته کړﺉ که یې په یو ځل اور واخیستی خالص عسل دي اوکه یې په ځنډ اویا په خنډ سره اور واخیستی خالص عسل نه دي.

۳: یو ګلاس اوبه راواخلی، عسل ورواچوﺉ لړی یی مه، خالص عسل درڼاپه بڼه سره کښته کیږي اوحل کیږي،  اوغیر خالص عسل بیا ترکښته کیدو مخکی حل کیږی. خالص عسل ژر نه حل کیږي ان په تودو اوبو اویا چاوو کي.

۴: کله چي خالص عسل دګوتي پرنوک باندي توی کړل شی هغه  ګیریږي اونه توییږی خوناخالص عسل بیا توییږی.

۵: خالص عسل خټه ډیروي اوناخالص بیا خټه نه وي.

۶: دخالص عسلو په خوړلو سره په خوله کي ژر خوند له منځه ځي، خو ناخالص عسل بیا داسی دي چی خوند یې په خوله کي پاتي کیږي؛ داځکه چي نوره خوږه ورسره وي.

۷: خالص عسل دهغه ګل بوی کوي چي مچۍ خوړلي وي خو ناخالص عسل وي بیا طبعي بوی نلري اوتروش بوی لري.

۸: کله چي په خالصو عسلو سره ډوډۍ ولړل شي هغه ژر وچیږي اوناخالص عسل بیا ترډیره لانده وي اوژرنه وچیږي.

۹: خالص عسل چي کله پریوه کاغذه توی کړل شي اوبیا ورڅخه ایسته کړل شي پرکاغذ باندي کوم رنګ نه پریږدي بلکې کاغذ هسی سپین وي اوناخالص عسل بیا کاغذ ژړوي، یا بوروي اوبل رنګ ورکوي.

۱۰: که په خالصوعسلو سره ډوډۍ ولړل شي سپی یې نه خوري دادده طبعیت دي، اوکه خالص عسل نه وي نوبیا یی سپی هم خوري.

۱۱: که پر کالو باندی خالص عسل توی شي اوبیا پریولل شی هیڅ داغ اوټکی نلري اوناخالص عسل بیا داغ اوټکی پریږدي.

۱۲: خالص عسل میږیان نه خوري که ورته راغله هغه وژني، اوکه میږیانو عسل خوړل اوپرراټول وه داخالص عسل نه دی.

۱۳: خالص عسل د خامی هګۍ سره نه ګډیږي.

نوټ: توپیرونه یې زښته ډیردي خوکیدای شي چي همدا کفایت وکړي- ماپرعسلو باندي ډیري څیړنې کړیدي.تاسی کولای شی په اسلام اوساینس پاڼه کي درسره وګوری.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب