خاوند مې له پردو ښځو سره ناروا اړيکي ساتي (مشوره)

زه….. نومیږم  یو لړ مشکلات د خپل خاوند سره لرم هیله ده چه راسره مرسته وکړئ.

زما دوه کاله د واده کیږي اوس یوه لور هم لرم زما خاوند د نامحرمو نجونو سره ناجایزه اړیکې لري چې زه اصلاً ددغی عمل نشم تحمل کولی، مخکې د واده څخه مونږ سره نه وه لېدلي کله چې دده مور او پلار زما مرکې ته څو ځلی راغلل نو ما د خپلی مور په مشوره ده سره په تیلفون خبرې وکړی چه ایا ستا فامیل ستا په رضایت راغلي نو د وویل هو زه هم دا خپلوي غواړم نو بیا زه ده په نوم شوم.

ما په لاندې لارو دده د اصلاح کوښښ وکړ اما تر اوسه پورې بې نتیجې یم

۱ په اولو ورځو د واده چې کله دده په بدو پوه شوم دده څخه مې وعده واخستله چه دا بد عمل ونکړي اما وفا یې پرې ونه کړه.

۲ ده می قسم ورکړو اما قسم یې مات کړ.

your ads

۳دده په قدر او عزت کی می نور هم زیادت وکړ او هم می ځان زیات سینګارولو اما دده توجو بدله نه شوه

۴ دده فامیل سره می تماس ونیولو ترڅو نصیحت ورته وکړی ده خپل فامیل ته ډیر زیات قسمونه وکړه په هغه څه باندې چې دی مې د نامحرمو نجونو سره لیدلی وه منکر شو او زه یی دروغجنه معرفي کړم

زه پلار،ورور،نلرمه چې دا تهدید کړي یوه مور لرمه هغه هم هیڅ نشي کولی برته د دعا ګانو څخه .

ماته زما د خاوند داصلاح لاره وښایي دا به ستاسو ډېره مهرباني وي

خدای مه کړه چه بیا زه ددی څخه طلاق واخلم

ځواب: مولوي  مجيب الرحمن منصور

ټولو هغه ښځو ته چې له خاوندانو څخه ځوريږي څو اړينې لارښوونې
ډېرې ښځې وينو چې د خپلو خاوندانو له خيانت نه ګيلې لري او هغه دا چې خاوندان يې له نورو ښځو سره مختلفې اړيکې ساتي او دا يو مهم کار او اساسي کار دى ځکه چې په دې کار سره د کور اساس تشکيلوي.
نو غواړم په دې موضوع کې د خاوندانو د خيانت عوامل او اسباب په ګوته او د علاج لارې چارې يې پيدا کړم، مخکې له دې چې ښځه د خپل خاوند په اړه بدګمانه شي يو غوره حل ته ورسيږي او د دې باعث نشي چې ښځه هم د خاوند په وړاندې د خيانت لاره غوره کړي، ځکه زه داسې څوک يم چې د سړيو انګېزې د ښځو په نسبت راته زياتې معلومې دي.
په دې بايد پوه شو چې انسان له خطاء او غلطې نه خالي نه دى او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې: “کل بني آدم خطاء و خير الخطائين التوابون” هر انسان غلطي کونکى دى او غوره غلطي کوونکي هغه څوک دي چې له خطاء نه توبه اوباسي.
او په دې هم بايد پوه شو چې کله ناکله انسان له ځان او کله له خپلې ښځې سره د ځينو منکراتو په کولو سره خيانت کوي، بې له دې چې د هغې په دنيوي او اخروي عواقبو کې فکر وکړي او دلته مهمه خبره دا ده چې انسان توبه وباسي ځکه دا د انسان لپاره ګټه رسوي.

هغه عوامل او اسباب چې خاوند د خيانت خوا ته راکاږي:
•    د شيطان لمسونه او د خواهشاتو پيروري.
•    دا چې ښځه ونشي کولاى د خاوند جنسي او عاطفي ضرورتونه پوره کړي.
•    له ښځې څخه د خاوند نااميده کېدل او دا غوره ګڼل چې په ښځه کې يې عاطفي او جنسي تغيير راشي.
•    د ښځې او خاوند په منځ زياته ليرې والى.
•    د سړي له نورو ښځو سره مخکنى اړيکې چې دې ته يې اړباسي چې هغه وساتي.
•    د خاوند د مسئوليت نه احساس.
•    د دې مينه چې د نورو ښځو نه ځان خبرکړي او هغوى تجربه کړي.

د علاج لارې چارې:
ښځه به په هغه صورت کې چې کله پوه شي چې خاوند يې خيانت کوي څه کوي او د دې مشکل حل څه دى:
o    هغه کارونه چې ښځه بايد ترې ځان وساتي:
کينه او د انتقام فکر له زړه څخه ايستل، ځکه چې دا د دې اور لپاره د خسو او خاشاکو مثال لري.
o    خپل اهل ته د خاوند نه شرمول.
ځکه دا نورې دروازې هم خلاصوي او بيا نور کسان ستاسې په خپل منځي اړيکو کې لاس وهنه کوي او دا د خرابۍ سبب ګرځي.
o    د خاوند په وړاندې د قهر او غصب نه ښکاره کول:
ځکه په دې سره به ښځه داسې څه خبرې وکړي چې د هغې علم به ورسره نه وي چې دا د زوجيت اړيکې له منځه وړي.

او په دې صورت کې چې ښځه کوم کارونه بايد وکړي په لاندې ډول دي:
1)    آرامي او د غصې کنټرول او د مشکل د حل فکر کول.
2)    له خيانت نه پوره ځان خبرول او د هغه لپاره دليل پيدا کول.
3)    له خاوند سره د بحث لپاره مناسب وخت لټول، او کله چې ښځه له خاوند سره بحث کوي څه بايد وکړي:

لمړى: بايد سوال ترې وکړي چې ولې ورسره خيانت کوي؟ او آيا هغې د ده په حق کې کوم تقصير کړى دى.
دويم: نصيحت کول په دې سره چې:
–    چې ستا دغه کارونه زمونږ د زوجيت اړيکې له منځه وړي او د طلاق سبب ګرځي.
–    او په دې سره تا ته زيات مرضونه درانتقاليږي چې بالاخره ما او ستا اولادونو ته هم راځي.
–    د الله تعالى څخه يې دې وويروي او د اخرت د عذاب يادونه دې ورته وکړي.

دريم: د دې مشکل د حل خبره دې ورسره وکړي، د مشکل په اړه دې ورسره خبره نه کوي.

څلورم: په قرآنکريم دې ورته قسم ورکړي چې له دې ټولو ناروا کارونو څخه دې ځان وساتي.
هـ: که چېرې دې بيا خيانت وکړ نو د خپلې وعدې سره دې خيانت وکړ ، نو بيا له تا سره نه پاتې کېږم.
و: بايد ښځه له خاوند سره ښه جدي خبره وکړي چې په هغه باندې يې اثر پاتې شي.
او له ټولو نه مخکې بايد ښځه له الله تعالى سره خپلې اړيکې کلکې کړي او د خپل خاوند په حق دعاء وکړي او د هدايت غوښتنه ورته وکړي، ځکه يواځې الله تعالى هدايت کونکى دى.
الله تعالى فرمايي: ” انک لا تهدي من احببت و لکن الله يهدي من يشاء” (القصص ٥٦).
له الله تعالى نه سوال کوم چې خاوندان له خپلو ښځو سره نيک کړي او د دوى په منځ کې مينه، محبت او وفا پيدا کړي. آمين.

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب