خديجة رض: د نړۍ د تر ټولو غوره انسان مېرمن

آفرین دې وي په دې ښځه چې د نړۍ له ټولو څخه ښه سړی یې د خپل ژوند د ملګرتیا لپاره غوره کړ او په ټول توان سره به یې کوښښ کاوه چې د هغه لپاره یوه زړه سواندې مرستندویه او ملګرې جوړه شي. خدیجې رضی الله عنه وروسته له دې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره واده وکړ، په خپل مال او ځان سره د هغه صلی الله علیه وسلم یارۍ ته ورودانګل او په دې لاره کې یې هیڅ هم له هغه صلی الله علیه وسلم څخه و نه سپمول. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله په پیغمبرۍ باندې مبعوث شو نو هغه لومړنۍ ښځه وه چې ایمان یې پرې راووړ او په ټول توان سره یې د هغه حمایت او طرفداري وکړه.

خدیجې رضی الله عنها په خپله ځیرکۍ سره په رسول الله صلی الله علیه وسلم کې د لویۍ او شرافت نښې لیدلې وې او په دې باندې پوهیدله چې هغه یو پاک او صالح ځوان دی.

هغې رضی الله عنها مخکې اوریدلي وو چې په عربو کې به یو پیغمبر مبعوث کیږي او دې ته هیله منه وه چې هغه به محمد بن عبدالله وي. خدیجې رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له واده وروسته د هغه ښه پالنه کوله او د هغه د رسالت د خبر اوریدلو ته منتظره وه؛ بالآخره خدیجه خپلې موخې ته ورسیده او کله چې د لومړي ځل لپاره وحی نازله شوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په مضطرب حالت کې راغی او ویې ویل: ما وپیچئ! ما وپیچئ! خدیجه رضی الله عنها په بیړه سره د خپل خاوند خواته ورغله او هغه یې په یوه جامه کې ونغښت او هڅه به یې کوله چې آنحضرت صلی الله علیه وسلم ته ډاډ ورکړي تر څو ناکراري او اندیښنې یې کمې شي.

وروسته له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم آرام شو، نو کوم څه چې د ده او د جبرئیل علیه السلام تر منځ پيښ شوي وو، خپلې میرمنې ته یې ټکی په ټکی وویل، هغې ته یې وویل چې کله جبرئیل علیه السلام راسره ملاقي شو نو یو داسې حالت راباندې راغی چې په ځان باندې وویریدم چې روح مې له لاسه ورکړم.
خدیجې رضی الله عنها بیا هم هڅه کوله چې خاوند ته یې ډاډ ورکړي، هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په خطاب کې وویل: په الله سوګند چې ته به کله هم رسوا نه شې ځکه ته خو هماغه شخص یې چې صله رحم کوې، خلکو ته د ښو په امر کې ستونزې ګالې، د حق او د هغه د خاوند مرسته کوې او په میلمنو او نورو باندې کرم لوروې.
خدیجې رضی الله عنها دا درک کړې وه چې کوم څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورپیښ شوي دي هغه هسې د یوې ورځې خبره نه ده او دا هم شونې نه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې له خپلو پوره لوړو اخلاقو سره د جنون غیږې ته ولویږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله آرام شو او ناکراری یې څه ناڅه کمه شوه نو خدیجې رضی الله عنها د خپل تره زوی ورقه بن نوفل ته وروست؛ ورقه بن نوفل د ادیانو په پیژندنه کې ځانګړی مهارت درلود او آسماني کتابونه یې پيژندل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې څه ورپیښ شوي وو خدیجې رضی الله عنها ټکي په ټکي ورته بیان کړل؛ ورقه بن نوفل د خدیجې رضی الله عنها د خبرو تر اوریدو وروسته وویل: قدوس… قدوس (د پاکۍ خاوند دی الله)، په الله سوګند دا هماغه څوک دی چې موسی علیه السلام ته راغلی وو. هو! جبرئیل ورته راغلی او پرته له شکه چې دا د دې امت پیغمبر دی.


خدیجه رضی الله عنها د دې خبرې په اوریدلو سره ډیره خوشاله شوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د دې سترې نیکبختۍ مبارکي ورکوله. خدیجه رضی الله عنها په دې وتوانیدله چې د لومړني مسلمان په حیث خپل نوم د تاریخ په پاڼو کې ثبت کړي.
د دې مقام په لاس ته راوړلو کې هیڅ ښځې هم د خدیجې رضی الله عنها سره سیالي ونه شوای کولای.
خدیجه رضی الله عنها د ژوند په ټولو پړاوونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مله او ملاتړه وه تر هغه چې خپله روح یې خپل پروردګار ته وسپارله او د دنیا د فاني ژوندون څخه یې د الله د لقاء تل پاتې ژوند ته پښه ورمخته کړه.

ليکوال: احمد الجدع

ژباړن: روح ا لله ساحل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب