خديجه له عيسوي تبليغه تر اسلامي دعوته

د پيل خبرې
د شك او يقين تر منځ ډير اوږد واټن پروت دى خو د خير او شر تر منځ يوازې څو ګامه فاصله ده. پرونۍ مري واتسون او نننۍ خديجه چې د الله تعالى په فضل او لورينه په اسلام باندې مشرفه شوې ده يوه له هغو په زرګونو انسانانو څخه ده چې د شر له تيارو نه د خير روښنايۍ او د شكونو له بيديا څخه د يقين آبادۍ ته راغلې ده.
دغه فعاله عيسوي مبلغه او كشيشه چې د دعوتي چارو تر څنګ يې د فيليپين په يوه پوهنتون كې د عيسوي الهياتو په څانګه كې تدريس هم كولو اوس په يوه مسلمانه دعوتګره اوښتې چې د عربستان د قصيم په سيمه كې د مهاجرينو د چارو  په اداره  كې اسلامي دعوت پر مخ بيايي.هغه د شر نه د خير لور ته د خپل سفر  كيسه داسې بيانوي.
له اسلام راوړلو څخه وړاندې زما نوم مري واتسون وو، زه د امريكا د اوهايو په سيمه كې زيږيدلې يم، له خپل فليپيني خاوند څخه اووه اولادونه لرم. د ځوانى پړاو مې ډير د لاس آنجلس او فليپين تر منځ  په سفرونو كې تير شوى دى.

ولې خديجه؟
له اسلام راوړلو څه وروسته مې خديجه نوم ځان ته غوره كړى دى، دا ځكه چې زما او د خديجې رضى الله عنها د ژوند تر منځ څه ورته والى شته،هغه داسې چې كله خديجې له حضرت محمد  صلى الله عليه وسلم سره واده وكړ نو څلويښت كلنه كونډه وه او ما هم چې كله اسلام ومنلو نو څلويښت كلنه كوڼده وم. په ټوليزه توګه د حضرت خديجې رضى الله عنها شخصيت پر ما باندې ډير اغيز كړى دى او هغه زما په وړاندې ډير لوړ مقام لري،ځكه د لومړې ځل لپاره چې په حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندې وحى نازليدله نو دا خديجه رضى الله عنها وه چې د هغه ملاتړ يې وكړ او پرته له هيڅ ډول شك او ترديد څخه يې هغه ته د زړه قوت وروباښه، د همدې ځانګړتيا وو په لرلو سره زه له هغې سره ډيره زياته مينه لرم.
ما په امريكا كې پوهنتون لوستى او همدا راز مې په فليپين كې د مسيحي الهاياتو په څانګه كې زده كړې تر سره كړې دي، د دې تر څنګ مې په همدې دواړو پوهنتونو كې تدريس هم كړى دى، زه په يوه وخت كې د الهياتو د څانګې استاده او ديني مبلغه وم، له همدې امله مې د عيسويت د خپراوي لپاره په راديو كې هم كار كولو، سربيره پردې به مې په ډيرو تلويزوني برنامو كې هم ګډون كولو. له اسلام راوړلو څخه وړاندې مې د اسلام پر خلاف ډيرې ليكنې كړې دي چې له الله تعالى هيله لرم هغه ګناهونه راته وبښي. زه واقعا ډيره متعصبه وم.

د ايمان نور څرنګه زما زړه روښانه كړ؟
د دېنې مبلغې په توګه په يوه نړيوال كانفرانس كې د ګډون او وينا كولو لپاره دعوت شوې وم، په كانفرانس كې ډيرو خلكو برخه اخيستې وه خو يوه ګدوڼ كوونكي په خپلو وينا وو او كړو وړو سره زما پاملرنه ځانته واړوله، هغه يو فليپينى استاد وو  چې له كوم لويديځ هيواد څخه كانفرانس ته د وينا لپاره راغلى وو. له ډيرې پلټنې څخه وروسته پوه شوم چې هغه مسلمان دى خو له اسلام راوړلو څخه يې څوك خبر نه وو. كله مې چې د لومړې ځل لپاره د هغه له خولې څخه د اسلام په هكله خبرې واوريدلې نو په ذهن كې مې ډيرې پوښتنې پيدا شولې او تر ټولو مهمه او اساسي پوښتنه دا وه چې هغه ولې مسلمان شوى دى؟
په همدې سوچونو كې مې يو پخوانى دوست را په ياد شو چې هغه هم فليپينى وو او عربستان ته له تګ څخه وروسته مسلمان شوى وو. ومې غوښتل چې د اسلام په هكله پوه شم او دا چې ولې دغه خلك خپل دين پريږدي او اسلام مني.

د اسلام په هكله غلط پوهاوى
له همدې امله د كانفرانس له پاى ته رسيدو څخه وروسته خپل پخواني دوست ته ورغلم او د اسلام په هكله مې ورڅخه پوښتنې وكړې، لومړۍ پوښتنه مې دا وه چې په اسلام كې د ښځې سره څه ډول چلند كيږي. ځكه موږ داسې پوهول شوي وو چې په اسلام كې ښځې له  ډيرو ټيټو ټولنيزو حقوقو څخه برخمنې دي، البته زه وروسته پوه شوم چې دا غلطه عقيده ده، همدا راز ما فكر كولو چې اسلام نارينه وو ته اجازه وركړي تر څو خپلې ښځې ووهي او ورټي او له همدې امله ښځې په خپلو كورونو كې پټې دي. كله چې مې ملګري په اسلام كې د ښځو حقوق را ته بيان كړل او ويې پوهولم چې دا هر څه د اسلام پر ضد د دښمنانو تبليغات دي نو د هوساينې او ارامۍ يو ډول عجيب احساس راته پيدا شو. بيا مې  له هغه څخه د الله جل جلاله  او د هغه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په هكله پوښتنې وكړې، هغه غوښتنه را څخه وكړه تر څو د اسلام په هكله د ډيرو معلوماتو د تر لاسه كولو لپاره اسلامي مركز ته  لاړه شم، لومړى دې مركز ته په تلو كې دوه زړې وم خو وروسته د هغه د ټينګار په پايله كې هلته لاړم.
كله چې هلته لاړم نو  هغوى په  عيسويت  كې زما د زياتو معلوماتو او د اسلام په هكله د غلطو اعتقاداتو له امله په تعجب كې شول، هغوى زما سره خبرې وكړې او زما غلط عقايد يې تصحيح كړل، بيا يې راته بيلابيل كتابونه راكړل چې د كوچني حجم سره سره ډير پر محتوا ول. هره ورځ به مې دا كتابونه لوستل او د ورځې به مې درى ساعته د اسلامي مركز له مسئولينو سره بحث او مناظره كوله، دې لړۍ يوه اونى دوام وكړ او پايله يې دا شوه چې د اونۍ تر پايه پورې مې كابو ديارلس كتابونه لوستي وو او دا لومړى ځل وو چې ما د اسلام په هكله هغه كتابونه لوستل چې ليكوالان يې مسلمان وو. پدې توګه زه پوه شوم چې هغه كتابونه مې چې وړاندې د اسلام او مسلمانانو په هكله لوستي وو له اشتباهاتو او غلطيو څخه ډك وو چې مسيحي ليكوالانو د اسلام سره د كينې او دښمنۍ پر بنسټ ليكلي ول.
د دې سره سره  لا تر اوسه هم زما په ذهن كې ډول ډول پوښتنې ګرځيدلې، دا چې قرآن كريم څه ډول كتاب دى؟ مسلمانان په لمانځه كې څه وايي…..؟  شيطان تل انسان ته ويره او وسوسه اچوي او زه هم لدې نه خالي نه وم. اسلامي مركز چې كله په شكونو كې وليدلم نو اړيكې يې را سره زياتې كړلې، ما به  هم الله ته دعا كوله چې مرسته راسره وكړي تر څو په نيغه لاره روانه شم.
په يوه الله ايمان لرم
يوه شپه چې د خوب لپاره په بستر كې پرته وم، داسې مې احساس كړله چې زړه مې پوره ډاډ او اطمينان ته رسيدلى دى او د آرامۍ او سكون احساس كوي، زه  پوه شوم چې اسلام حق دين دى او الله يو دى او هيڅ شريك نلري او يوازې همغه دى چې زمونږ ګناهونه را ته بښي او د آخرت له عذاب څخه مو خلاصوي. د شپې په تيارو كې د خوب له بستر څخه راپاڅيدلم او الله ته مې لاس په دعا پورته كړل.څو شيبې وروسته نور زما په زړه كې د شكونو نښه هم نه وه موجوده، په پوره ډاډ او يقين سره مې وويل: ” اى الله! زه يوازې پر تا باندې ايمان لرم”  بيا مې د شهادت كلمه ادا كړله، پدې سره مې د بې كچې آرامۍ احساس مې وكړ. زه په زغرده سره ويلاى شم چې دا هغه ورځ وه چې زه له سره پكې زيږيدلې يم او هيڅ كله هم په هغې ورځې پښيمانه نه يم.

نوى ژوند
وروسته لدې چې مسلمانه شوم، له پوهنتون څخه مې استعفا وكړه تر دې چې يوه مياشت وروسته د فليپين اسلامي مركز را څخه د همكارى غوښتنه وكړله تر څو په هغو جلساتو او كانفرانسونو كې ګډون وكړم چې دوى به په بيلابيلو سيمو كې د اسلام د خپراوي لپاره جوړول.
يو نيم كال مې دغه دنده پر مخ بوتله تر دې چې د عربستان د مهاجرينو د چارو ادارې را څخه غوښتنه وكړه تر څو له هغوى سره همكاري وكړم ځكه زه په دوو ژبو انګليسي او فليپيني باندې پوهيدلم، دا غوښتنه مې پرته له دوه زړه توب څخه ومنله او اوس په  دغه اداره كې د ښځو په څانګه كې د مسلمانې دعوتګرې په توګه دنده تر سره كوم.
زما كورنۍ
له اولادونو څخه مې يوازې يو زوى )كرستوفر( له ماسره په فليپين كې اوسيدلو، كله چې هلته وم نو قصدا به مې څه كتابونه له اسلامي مركز څخه راوړل او په ميز باندې به مې ايښودل تر څو كيداى شي هغه يې ولولي او اغيز پرې وكړي.
كله به چې له كور څخه ووتلم نو هغه به دا كتابونه لوستل او بيرته به يې همغسې منظم په ميز باندې ايښودل. څه موده وروسته مې وليدل چې هغه د كتابونو تر اغيزې لاندې راغلى او اسلام ته ليواله شوى دى.پدې سره  ډيره خوښه شوم او هغه مې دې نيك كار ته وهڅولو، له اسلامي مركز څخه څه وروڼه راغلل او له هغه سره يې وليدل او هغه هم د شهادت كلمه ادا كړله او خپل نوم يې په عمر باندې واړولو.
تر اوسه زما له بچيانو څخه يوازې هغه مسلمان شوى دى او له الله ج څخه غواړم چې نور اولادونه مې هم د اسلام له نعمت څخه برخمن كړي ځكه اسلام د ژوند تر ټولو غوره او كامل نظام دى چې د ژوند د هر اړخ لپاره يې بهترين اصول او لارښونې وضع كړې دي.  دا كه سياسي اړخ وي او كه اقتصادي، اجتماعي ، اعتقادي او كه بل هر اړخ وي.

your ads

د ستونزو  پيل
ما هم د اسلام راوړلو په سفر كې څه ستونزې ګاللې دي، زه مخكې په امريكا كې اوسيدلم او ټولو لوڼو مې هلته ودونه كړي دي او هملته اوسيږي، كله چې مسلمانه شوم د هغوى دريو تنو ډير توند عكس العمل راسره وښود،زما سره يې ډير بد چلند كولو او آن زما كور او تلفون به تل څارل كيدل، لنډه دا چې د ژوند ساحه يې را ته ډيره تنګه كړې وه، بالاخره مې تصميم ونيو تر څو بيرته  فليپين ته لاړه شم او هلته د خپل خاوند له مور او پلار سره چې زما سره يې ډيرې ښې اړيكې درلودې او د خپل مور او پلار تشه يې راته ډكه كړې وه واوسيږم، خو كله چې هلته لاړم او هغوى زما په مسلمانيدو خبر شول نو هغوى هم  راسره ښه چلند ونكړ او له ځان څخه يې لرې كړم. پدې كار باندې ډيره ناراحته شوم تر دې چې درۍ ورځې مې وژړل.
كله به چې له اسلامي حجاب سره په كوڅه او بازار كې روانه وم، نو ماشومانو به ملنډې راباندې وهلې او (بوډۍ) او (خيمه )به يې را ته ويل.

كله چې له ستونزو سره مخ شم
اوس ډيره هڅه كوم چې ځان د كتاب په لوستلو باندې بوخته كړم، ځكه چې له مطالعې سره ډيره مينه لرم، تر اوسه مې د قرآنكريم تفسير، صحيح بخاري، صحيح مسلم، د پيامبر صلى الله عليه وسلم او صحابه وو سيرت او ډير نور كتابونه لوستي دي. كله چې سختي را باندې راشي او له ستونزو سره مخ شم نو په لاندې  آيت سره د ځان ته تسل وركوم. ( هم درجات عندالله، و الله بصير بما يعملون ) يعنې ((د دوى لپاره د الله تعالى په وړاندې بيلابيلې درجې دي، او  الله د هغه څه ښه ليدونكى دى چې دوى يې تر سره كوي))
په ډيرو زياتو كنفرانسونو كې مې ويناوې كړې دي آن تر دې چې د ځينې دولتونو مشرانو راڅخه غوښتنه كړې تر څو د يوه مسلمان او مسيحي تر منځ په مناظره كې ګډون وكړم خو ما دا غوښتنې رد كړې دي ځكه زه اصلاً لدې مناظرو سره مينه نلرم  بلكه مؤدبانه او آرام روش مې ډير خوښيږي.
په راتلونكي كې اراده لرم چې ان شاء الله افريقا ته لاړه شم  او خلك د الله جل جلاله  لوري ته راوبلم، هيله منه يم چې مصر ته هم يو سفر وكړم.

وروستۍ خبره
زما وروستۍ خبره دا ده چې په اوس وخت كې اسلام د ټينګ ايمان والا  مسلمانانو ته اړتيا لري تر څو وګړي د الله لوري ته راوبلي او د اسلام له سپيڅلي حريم څخه چې د لويديځ رسنۍ ډير ناوړه انځور تري وړاندې كوي ننګه وكړي. او پدې ډول ماحول او شرايطو كې د اسلام د سپيڅلي دين صحت، قوت ،وړتيا او سپيڅلتيا نندارې ته كيږدي.

سرچينه: نوار اسلام
ژباړه: هدايت الله حميدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب