خرما د تاريخ په پاڼو کې

خرما د تاريخ په پاڼو کې:

خرما د۶۰۰۰کلونو راهیسی په منځنی ختیځ اوځینی نورو عربی هیوادوکی دود شوی ده، چې له همدې کبله وخرماته لرغونې مېوه هم وایی، لرغون پوهان په دې باوردی چې په لویدیځوعربی سیموکی خرما لومړی هغه څه وه چې دودشول، اوبل شی چانه پیژانده، چې له همدغه ځایه څخه ونوروسیموته لکه افریقا، اسیااوداسی نوروته ئې کښت اووده دودشول، په اروپا کی هسپانویانوپه ۱۷۶۵ میلادی کال کی خرمادمکسیکواوکالفورنیاوخلکوته وروپیژندل؛ په خرماکی تر۴۰۰ زیات قسمونه شته، چې په دې ټولوکی عجوه عربی خرمااوبرنی عربی خرما ښکلې اوخوندوره ده، په لویدیځ کی خرماپه اروزینا، جنوبی کالفورنیااوپه متحده ایالاتوکی هم دودده.

روژه مات په اوبوسره کول

لکه څرنګه چې مخکی موبیان وکړچې فخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دروژه مات لپاره دوه شیان یادکړې وه، لومړی په خُرماسره روژه ماتول چې په پوره تفصیل سره دخُرماپه ګټوباندی دقرانکریم ، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم او دنوې ساینس له نګاه نه ورباندی پوره رڼاواچول شول؛ دوهم شی چې خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم ورباندی روژه ماته کړې اوامرئې کړیدی هغه په اوبوسره دی، اوس غواړوچې دابوپرارزښت باندی یوڅه رڼاواچوو، اوپاته دی نه وی چي فخرالموجوادت صلی الله علیه وسلم دهرشی امرکړیدی هغه له ګټو، لورینو اورحمت نه ضرورډک دی؛ چې دایونړېواله واقعیت دی چې ټول ساینس پوهان، فلیسوفان، حکیمان، طبیبان، روڼ اندی، مفکرین، سیاستوال، علمی شخصیتونه اودنړۍ مخورکسان ورباندی په یوه خوله دی۔

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب