خشوع

د خشوع معنی:

په لغت کې ټيټيدل ،عاجزی او سکون  ته وايي اوپه شريعت کې زړه اودوماغ په پوره طورسره دخدای طرف ته متوجه کول اوپه هغې کې دعاجزئ اوبندګئ کيفيت پيداکولو ته خشوع وائی .

نو هرکله چه سړی لمانځه ته پورته شي اوتوجه يې د خپل رب (ج) طرف  ته وي نوپر بدن باندې دهغې هم تاثير پريوځی يعنی دوجود په اندامو کې سکون راځی بيا يواو بل طرف ته نه ګوري په جامواوبدن به  لاس نه وهي  اوتوجه به يې خپل لمانځه ته وي نو ورسته به ضرور ټول احکام به په ښه شان او آرامۍ سره ادا کوي .

وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (البقره 45-46).

ژباړه : اومدد وغواړی (په هره سختی کې له الله ) په صبر اولمانځه سره اويقيناًدا لمونځ خامخا ډير دروند دی مګر (نه دی دروند) په عاجزی کوونکو(خوند اخيستونکو له طاعته ) هغوکسان چه يقين کوی چه بيشکه دوی مخامخ کيدونکی دی له پروردګار خپل سره اوپه تحقيق دوی هم ده ته (په اخرت کې ) بيرته ورتلونکی دی .

يعنی لمونځ دټولوحقوقوسره په ښه شان او دزړه په حضور ډير دروند دی مګر دا دروند کار يوازی په هغه چا آسان دی چه عاجزی کوی اوله الله تعالی نه ويريږی او د دوی خيال اوفکر په همدی لوری وي چه مونږ به خامخاورشو او دهغه په لوری ورتلونکی يو.

your ads

هغه کسان چه په لمانځه کې خشوع کوي  دکاميابی زيری  ورکړشوي دي .

قوله تعالی : قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1 الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ

اوهمدارنګه هغه کسان کامياب دي چه دخپل لمانځه حفاظت کوي يعنی تل پنځه وخته لمونځ کوي  په خپل وخت کې سره له ټولوحقوقو.

قوله تعالی: وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ 9

داسې نه چه کله په دنياوی کارونو کې مشغول شي لمونځ ناوخته کړي .

ضروري يادونه :

دلمانځه دصحت لومړی شرط علم دي دلمانځه دکولوطريقه او دهغه دټولو احکامو زده کړه فرض ده .

څوک چه دلمانځه  له احکامو ناخبره وي هغه به څنګه دلمانځه په صحت اوخرابی پوه شي؟ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب