خندا، د ماشوم د روغوالي نښه

 

ماشومان چې لا په خبرو نه وي راغلي، خپلې نږدې مثبتې خاطرې د خندا په وسیله اظهاروي یا په بل عبارت هغه ماشومان خاندي، چې روغ او خوښ وي.

د بریگام یانگ امریکایي پوهنتون څېړونکو ثابته کړې چې د ماشومانو ذهن له پنځو میاشتو وروسته د دې جوګه کېدای شي چې خپلې ټولې ښې او خوږې خاطرې یوه ورځ وروسته یوه پر بلې پسې په یاد راولي.

که میندې او پلرونه له خپلو ماشومانو سره وخاندي او لوبې وکړي، پنځه میاشتنی ماشوم کولی شي یوه ورځ وروسته دغه ټولې خاطرې بېرته په یاد راولي، خوشاله شي او وخاندي. دغه څېړونکي وایي چې کېدای شي د یوه کلن ماشوم د خندا لامل هم دغه څه وي.

په څېړنه کې ښودل شوې چې د ماشومانو ذهنونه تر ډېره مثبتې خاطرې ثبتوي. څېړنې دا هم ثابته کړې ده چې د ماشوم ذهن کولی شي په اسانۍ د خوښۍ او غوسې خبرې تشخیص کړي. تر ټولو مهمه دا ده چې د مور او پلار تر منځ ناندرۍ هېڅکله هم د ماشوم له ذهن څخه نه وځي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب