خواږه زهر او خاموش قاتل (غاز لرونکي او انرژي مشروبات)

غاز لرونکي او انرژي مشروبات (Cold and energy Drinks)

روغ او سالم صحت د الله تعالی ستر نعمت دی چې انسان ته یې ورکړی دی،نو پر انسان هم لازم دي چې د دې عظیم نعمت قدر او شکر وکړي،او په خپل پوره کوشش د دې ساتنه وکړي.که سالم صحت ولرو نو د ژوندانه چارې او ضروریات او همدا رنګه د الله تعالی اطاعت او عبادت او په خاصه توګه بیا بدني عبادات لمونځ،روژه،زکاة،جهاد،حج او داسې نور په ښې او احسنې طریقې سره تر سره کولی شو.او که خدای مه کړه صحت مو سالم نه وي نو بالعکس د ژوندانه له چارو سره سره به مو عبادات هم نیمګړي وي.لکه څنګه چې په مبارکو احادیثو کې هم د قوي او صحتمند مؤمن صفت او فضیلت راغلی دی د حدیث مفهوم دی چې (قوي مؤمن پر کمزوري مؤمن فضیلت لري.)
همدغه شان که صحت سالم وي نو د خپلو حاجتونو او ضروریاتو سره سره کولی شو چې د نورو ضروریات هم پوره کړو،خو که صحت سالم نه وي نو سړی پر نورو بار او بوج وي.

غربیان د خلکو د ګمراه کولو لپاره له مختلفو لارو،مختلفو وسائیلو،او مختلفو خلکو کار اخلي تر څو دا د دجال او د شیطان وروڼه وکولی شي چې خلکو ته تور سپین او سپین تور ورمعرفي کړي، او نن ورځ خلک هم د دوی له دغو جادویي اعلاناتو او اشتهاراتو نه دومره متاثره شوي دي چې ویښ ړانده شوي،او دا جوته خبره ده او له دې خبرې انکار نه شي کیدای چې زمونږ د بعضو ناپخته اذهانو او په تیره بیا د نوي نسل د وچ تقلید کچه ورځ تر بلې په زیاتیدو ده.
تر همدې وچ تقلید پورې د مکتب د دورې د ګران او قدرمن استاذ(مرحوم مولوي صاحب احمدالله حسین خیل رحمه الله ) یوه خبر رایاده شوه محترم استاذ ویلې چې” زمونږ نوی نسل د غرب په تقلید کې دومره ړانده شوي چې که چیرې غربیان په راډیو،اخبار یا تلویزون کې اعلان وکړي چې که هر څوک سهار وختي رابیداره شي او مخکې له مخ وینځلو نه په نهاره  درې سپیړې ښي(راسته) مخ ته او درې سپیړې چپ مخ ته ورکړي او بیا مخ پریمینځي او هره ورځ دا کار وکړي نو دې سره مخ ښایسته کیږي او سپینیږي نو زمونږ نوی نسل به یې هرومرو عملي کوي“.
د سګریټ پر ډبلي لیکل شوي وي چې د سګریټ استعمال د سرطان سبب کیدای شي،سګریټ صحت ته ډیر مضر دي،حامله ښځې باید سګریټ استعمال نه کړي خو بیا هم اکثره خلک یې بې خرته او بې پروا استعمالوي سبب  یې دا دی چې غربیان او غربي کمپنیانې د مشهورو خلکو، لوبغاړو، او فلمي ډمانو پواسطه خپلو تولیداتو ته په خورا عجیب انداز کې تشهیر ورکوي او د همدغو اعلاناتو پواسطه که وغواړي زهر هم په خلکو وپلوري نو کولی یې شي.ځکه چې د دغو تولیداتو د  کمپنیانو په وینا دوی نیمایي مصرف د خپل تولید په اعلاناتو، اشتهاراتو او تبلیغاتو لګوي او نیمایي مصارف په خپلو تولیداتو کوي.

همدغسې یو قسم خواږه زهر چې استعمال یې نن سبا ډیر زیات دی او په ظاهري خوند،رنګ او کش و پش باندې یې خلک تیروتلي دي او خپل مرګ په خپله ځان ته اخلي او زما ننۍ لیکنه هم په همدې موضوع ده دغه خواږه زهر عبارت دي له
غاز لرونکي او انرژي  مشروبات (Cold and energy drinks) لکه (پیپسي Pepsi، کوکاکولا Cokacola، میرینډاMirinda،سیون اپ۷up،ریډبُلRedbull،پاورهارسPowerhorse،
کراباوCarabao) او داسې نور هم مارکیټ کې په مختلفو تجارتي نومونو شته.
باید ووایم چې زمونږ کامل دین مونږ ته هر څه راښودلي دي، ((په مسلم شریف کې د حضرت خالد ابن ولید رضی الله عنه په روایت راغلي چې جناب نبي کریم صل الله علیه وسلم به هیڅ نه خوړل تر دې چې ورته معلوم به شو چې دا څه شی دی.))

نو راځۍ وروڼو چې دغه مشروبات وپیژنو چې دا څه شی دي، له کومو کیمیاوي موادو څخه جوړیږي،له اقتصادي تاوان سره سره کوم صحي نقصانات لري؟

په عمومي ډول هغه خطرناک کیمیاوي مواد چې په غاز لرونکو مشروباتو کې استعمالیږي یو څو یې په لاندې ډول دي…

۱- کاربن ډایي اوکسایډ Corbon Dioxide

کله چې مونږ تنفس کوو نو په هوا کې د مفیدو غازاتو لکه  اکسیجن سره سره نور غیر مفید چې د انسان جسم ورته ضرورت نه لري هم موجود وي هوا چې سږو ته لاړه شي د سږو پواسطه اکسیجن (چې انسان ورته اشد ضرورت لري او بې له دې ژوندی نشي پاتې کیدای ) په هوا کې له نورو غازاتو څخه جلا کیږي او په وینه کې جذبیږي او کله چې هوا بیرته د خولې له لارې خارجوو نو غیر ضروري غازات د کاربن ډایی اکسایډ په شمول بیرته خارجوو ځکه چې جسم ورته ضرورت نه لري او که چیرې یې خارج نه کړو یا مو  سږي هوا تصفیه نه کړي او اکسیجن سره سره نور غازات د کاربن ډاي اکسایډ په شمول وینه کې جذب شي نو  مرګ پیښدای شي.

خو مونږ همدغه کاربن ډایي اکسایډ د همدغو مشروباتو پواسطه د خولې له لارې خپلو معدو ته لیږو.
د غازي مشروباتو کمپنیانې په یوې خاصې طریقې سره د کاربن ډایي اکسایډ غاز په مایعاتو کې جذبوي تر څو په مشروباتو کې جوش،تیزوالی او د بوړبړه کۍ غوندې فوارې او فشار پیدا شي.کله چې دوی د کاربن غاز په مایعاتو کې منحل او جذب کوي نو د کاربن ډایي اکسایډ د پي ایچPH د تیزابیت درجه  نوره هم زیاته او تر ۳٫۴ پورې رسیږي .
چې په دغه درجه لرونکو تیزابونو کې هډوکي هم وراسته او حل کیږي.که چیرې په یوه ګیلاس پیپسي یا کوکاکولا کې نوکان او د غاښونو  هډوکي د څو ساعتونو لپاره واچول شي وروسته به وګورئ چې نوکان او غاښونه وراسته او نرم شوي دي،د نورو علتونو سره یې ستر علت همدغه د کاربن ډایي اکسایډ تیزابیت دی.او همدا سبب دی چې دغه مشروبات هډوکي او غاښونه کمزوري کوي، او دغه تیزابیت یې د معدې پر غشا او پوښ هم بد اثر کوي او تخریشوي یې او د معدې په هاضمي سیستم او هاضمي انزایمونو  (Digestive enzymes) هم بد اثر کوي.

۲-فاسفوریک تیزاب Phosphoric Acid

دا یوه کیمیاوي او تیزابي ماده ده چې اوسپنه او اسټیل له زنګ وهنې نه محفوظ ساتي دا ماده کلشیم باندې اثر کوي او له منځه یې وړي نو څرنګه چې هډوکي له کلشیم نه جوړ دي نو ځکه هډوکي کمزوري کوي او دردونه پیدا کوي.

۳- کافین Caffine

کافین یوه نشه راوړونکې ماده ده چې اعصابي نظام او اعصابي رګونو ته تحریک ورکوي،د دې په استعمال سره انسان ظاهرً او مؤقتاً بیداره وي او خوب یې تښتي خو څو ساعته وروسته چې د کافین اثر ختم شي نو انسان د ذهني بوج،ستړیا،کمزوري،او سستي احساسوي،د دې ډیر استعمال له ذکر شوو ستونزو سره سره سر دردي او د زړه د حرکتونو تیزوالی رامنځته کوي او د کافین ډیر استعمال جګر باندې هم بد اثر کوي .
د غاز لرونکو او انرژي مشروباتو په عامو کوچنیو بوتلونو کې تقریبا تر ۵۰۰ ملي ګرام پورې کافین موجوود وي او په غټو یو نیم یا دوه لیتره بوتلونو کې د کافین مقدار تر ۲۰۰ ملي ګرام پورې وي.کافین د عامو مشروباتو پر نسبت په انرژي مشروباتو کې په زیاته اندازه موجود وي .

۴- سودیم بنزویت Sodium Benzoate

سودیم بنزویت یو کیمیاوي ماده ده چې په موټرونو کې استعمالیږي،او مایعات جامد کیدو ته نه پریږدي.د سودیم بنزویت د Ph د تیزابیت درجه له ۳ څخه زیاته ده.

۵- مصنوعي رنګونه Artificial colors

دغو مشروباتو کې مصنوعي رنګونه هم استعمالیږي، چې دغه دوه ډوله رنګونه یې د انسان بدن ته  ډیر خطرناک او مضر دي سور رنګ لپاره دAmaranth ماده استعمالیږي او د ګندمي رنګ لپاره Bodeaux استعمالیږي.
په عمومي ډول د غازي او انرژي مشروباتو صحي نقصانات په لاندې ډول دي..
شَکَر او چاغوالی زیاتوي،په یوه کوچني د پیپسي یا د کوکاکولا بوتل کې تر لسو کاشوغو (بورې) پورې شکر موجود وي
جګر،معده،عصبي سیستم، غاښونه او هډوکي کمزوري کوي
د معدې زخم پیدا کوي او د سترګو شااوخوا تورې حلقې پیدا کوي.

پیپسي یا کوک ته که تر هغه جوش ورکړو چې مایعات یې په بخار بدل شي نو وبه ګورو چې یوه توره، کویلې ته ورته سوځیدلي ماده به پاتې وي چې له همدې یې قیاس کړی چې څومره ضرري دي.
که چیرې یوه هګۍ د پیپسي یا کوکاکولا څخه ډک ګیلاس کې د څو ورځو لپاره واچول شي نو وبه ګورۍ چې د هګۍ پوست به د ربړ په شان نرم شوی وي او هګۍ به له اوبو ډکې د غبارې په شان  شکل اختیار کړی وي.دا ځکه چې د هګۍ پوست له کلسیم څخه جوړ دی او غازي مشروباتو کې موجود فاسپوریک اسید په کلسیم اغیز کوي ،همدغه شان د انسان د جسم پر کلسیم هم اغیز کوي.

که تاسو په یوه بوتل کې شیدې له پیپسي یا کوکاکولا سره ګډې کړۍ او د ۳۰ثانیو لپاره یې همداسې پریږدئ نو وبه ګورۍ چې دغه بوتل کې به شیدې غوټه غوټه شي او لاندې به ترسب وکړي،او دا ځکه چې دغه مشروبات پر پروټینوProtiens بد اثر کوي لکه څنګه یې چې په شیدو کې موجود پروټین له منځه یوړل دغسې د انسان د وجود پروټین هم ختموي.
که چیرې یو لوښی له پیپسي یا کوکاکولا څخه ډک کړو او یوه ټوټه تازه د سرې غوښې ټوټه په کې د څو ساعتونو لپاره واچوو پس له څو ساعتونو به د غوښې رنګ وګوری چې تغیر به یې کړی وي لکه د پخ شوې غوښې رنګ او داسې به نرمه شوي وي لکه چې په اور پخه شوي وي.

که له غاز لرونکو مشروباتو سره یو ځای یا په لږ توپیر مخکې یا وروسته اسپیرینAspirin یا مینتوسMenthos  وخوړل شي نو د مرګ سبب کیدای شي،ځکه چې دوی یو بل سره ډیر بد تعامل کوي او غاز لرونکي مشروبات په ډیر جوش راولي، د تجربې لپاره یوه د اسپیرین ګولۍ یا یوه د مینتوس ګولۍ د پیپسي یا د کوکاکولا بوتل ته واچوي نو وبه ګورۍ چې پیپسي یا کوک څومره په جوش او چټکۍ سره د فوارې په شکل پورته غورزي.
(اسپیرین Aspirin)  هغه ګولۍTablet  دي چې د وینې د نرۍ کولو لپاره استعمالیږي زیاتره یې د کولیسټرول یا د زړه مریضان استعمالوي،
او (مینتوسMenthos)  په عامو بازارونو او دکانونو کې خرڅیدونکي هغه خوږې ګولۍ دي چې خوله او ستونی تازه کوي او یخوي یې.

که اوسپنې زنګ نیولی وي نو د پیپسي یا کوکاکولا پواسطه یې زنګ پاکولی شئ.
د لمبلو د حوضونو(Sweming pool)  او د تشنابونو د کمودونو(Toilet bowl)  د پاکوالي لپاره چې کومه تیزابي مایع استعمالیږي هغه کلورین Chlorine نومیږي ،د هند  مشهور ډاکټر راجیو ډیکسیت جي په وینا وایي چې زه خپل تشناب د پیپسي پواسطه پاکوم او دا له هغې تجربې وروسته چې د دواړو د PH  د تیزابیت اندازه مې معلومه کړه چې یو شی دي.یعنې د پیپسي او کوکاکولا او د تشنابونو د پاکوالي لپاره چې کوم کیمیاوي مواد استعمالیږي د دواړو د تیزابیت درجه مساوي ده…د پیپسي او کوکاکولا نورې هم ډیرې خطرناکې تجربې دي چې واضحه ترې جوتیږي چې د انسان د صحت لپاره سراسر مضر دي خو د  هغو تجربو د بیانولو څخه ځکه ډډه کوم چې څوک ترې  ناوړه استفاده ونه کړي او د خپلو شخصي اغراضو په خاطر یو پر بل یې  استعمال نه کړي.

د  انرژي مشروباتوEnergy Drinks پر بوتلونو  خو یې صفا لیکلي وي چې د کم عمر لرونکي دې نه څکي، په ورځ کې دې له دوو زیات نه څکي،حامله ښځې دې نه څکي،د زړه، فشار او شکر مریضان دې نه څکي خو بیا یې هم مونږ بې خرته استعمالوو.

یوه آخرنۍ توصیه کول غواړم هغه دا چې مونږ ورځ تر بلې له طبعي ماحول،طبعي خوراک،او طبعي څښاک نه لیرې کیږو او پر ځای یې غیر طبعي خوراکونه او مشروبات استعمالوو چې دا مو صحت ته سخت نقصان رسوي،نو مونږ ټولو ته په کار ده چې له دغه کیمیاوي،غیرطبعي،مصنوعي مشروباتو څخه کلکه ډډه وکړو تر څو خپل صحت سالم وساتو او په متبادل کې یې باید  طبعي مشروبات استعمال کړو…

لیکوال:عبدالمجید جواد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب