خورما ، ځانګړتياوې او طبي ګټې

ـ خورما د هرڅه نه ډېر انداره فولاد لري چې د بدن اړتیا پرې ښه پوره کېږي.
ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو به پوره یوه ورځ یوازې په یوې خورما تېروله او په هغې به یې د بدن اړتیا پوره کېده.
ـ په خورما کی پوره اندازه غذایت موجود دی نود روژه دار ورځ ورباندی ښه تیریدای شی. په يو حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې «نعم سحور المؤمن التمر» (رواه ابو داود) یعنی دمومن ښه پیشمنی خورما ده.
سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه وایي یوه ورځ زه ناروغ شوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم زما پوښتنې ته راغی او خپل لاس مبارک یې زما د ولو (اوګو) په مینځ کې کیښوده چې یخوالی يې زما په ټوله سینه کې خپور شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا د زړه ناروغ دی بیا یی وويل چې حارث بن کلده طبیب ته ورشه، چی په بنو سقیف کې دی او ورڅخه وغواړي چې اوه دانې (عجوه) خورما د زڼو سره وټکوي او دغه ناروغ ته یې ورکړي.
ـ امام ذهبی رحمه الله وایي: که امید لرونکي ښخه خورما ډېره استعمال کړي نو الله تعالی به داسی هلک ورپه برخه کړي چی ښایسته او د نرم طبیعت والا وي.
.

د خرما ځانګړتياوې او طبي ګټی په لاندی ډول دي:

۱ـ خورما بدن ته توانایي ورکوي، په ځانګړي ډول مغزو ، زړه ، او معدی ته هم توانایی ورکوی .

۲ـ خورما نارینه توان (جنسی طاقت) ته هم خورا ګټه رسوي.

۳ـ د چا په بدن کې چې د (ایوډین ) کمی وي باید خورما استعمال کړي .

۴ـ کمزوری او خوار بدن ته قوت او غټوالی ور په برخه کوي او خوار بدن والا چې ډېره یخني یي کېږي باید خورما ډېره اندازه استعمال کړي .

۵ـ د ځینو ښځینه ناروغیو لپاره د خرما استعمال ډېر ګټور دی. لکه د ملا درد ، چې د ملا په اخري برخه کې وي او لامل يې د ښځې سپینه ناروغي ده، کله چې ډېره شي نو دغه رنځ رامنځ ته کېږي .

۶ـ د بچي پیدا کېدو وخت کې که اوه دانې خورما له شودو سره استعمال شي نو په پیدا کېدو کې به اساني رامنځ ته شي.

۷ـ د کومې ښځې چې شوده لږ وي او بچی يې پرې نه مړېږي باید خورما له شودو سره یوځای ډېره استعمال کړي.

۸ـ نوی پیداشوي کوچني لپاره خورما د ښه ګوټي کار ورکوي.

۹ـ دزړه په نارغیوکی خورما ځانګړې ګټې لريی او بیا د «عجوه» په نوم ځانګړې خورما چې یوازې په مدینه منوره کې کېږې ډېره اغیزمنه ده .

۱۰ـ نوې څیړنې جوته کړې چې خورما د زړه په خوزښت کې سمون راولي.

۱۱ـ که هره ورځ پنځه شپږدانې خورما وخوړل شي نو د بدن د کیلشمو اړتیا پوره کوي.

۱۲ـ د خورما استعمال سره د وینی کولیسټرول (دوینی ټینګوالی) نه زیاتېږي کوم چې د زړه خوزښت کې ګډ وډي راولي.

۱۳ـ کوم خلک چې هغه کارونه کوي چې مغزوته پرې ستړیا رسېږي، د هغوی لپاره خورما یو بې سارې ډالۍ ده.

۱۴ـ د خبرې هېرېدو ناروغۍ لپاره هم ګټه کوي.

۱۵ـ دلاسونورپیدو ناروغی لپاره خورما ښه ګټه رسوي.

۱۶ـ د والګي یا زکام په وخت کې د ټوخي او بلغمو لپاره ښه ګټه رسوي.

۱۷ـ خورما جراسیم وژونکې اوزخمونه ډکونکیې ځانګړتیا لري.
۱۸ـ د زیړي ناروغ لپاره د خورما استعمال ډېر ګټور دي.
۱۹ـ د زهرو اثر پای ته رسولو کې بسپنه کوي.
.

د خورما د استعمال په اړه ځېنې لارښودنې:

۱/ د خورما ګټوراستعمال داسې دی چې د شپې پنځه دانې خورما په تړموشودو کې واچول شي او سهار یې په اور جوش کړي او بیا يې وخوړل شي اوشوده ورپسی وڅښل شي. دغه کار ورځ کې دوه ځله هم کولای شئ ، د جنسی طاقت لپاره دغه طریقه ډېره غوره ده.

۲/ خورما او انځر په یو وخت کې دواړه استعمالول ښه نه دي، باید د ۶۰ یا ۷۰ ګرامو څخه زیات په یو وخت استعمال نه شي چې د کمزورې معدې والا لپاره به د ګټې پرځای زیان ورسېږی.

۳/ خورما چې اوبو کې خیشته شي او په اوبو کې یې خوند ووځي، دغه اوبه لاندې نارغیو ته ګټور دي:

أ : دبدن کمزوري او خفګان .
ب : د معدې کمزوري.
ج : د خولې زخمونه.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب