خوږه ژبه مار له سوړې را ایستی شي

پد ې برخه کښې به ( ژبه) تر بحث لاندې ونیسو، ځکه چې مباحثه په خپل ذات کښې – په ځانګړي بڼه او شکل سره- خبرې کول دي، چې ژبه يي یواځينی وسیله ده. باید پوه شو چې، د ژبې کاروونکي بحث کولی شي، د مباحثې یواځینی وسیله ژبه ده. ژبه تر ټولو وسیلو، غښتلي وسیله ده. په همدې خاطر وایم چې ژبه او خاصتا خوږه ژبه ماران له سوړو را وباسي، او دیوان هم رام کولی شي.

کیدای شي پوښتنه پیدا شي چې، ځینې نور حیوانات هم ژبه کارولی شي، مثلا طوطي او یا هم کیدای شي نور هم وي، آیا دوی هم، چې کله ژبه کاروي، نو مباحثه کوي؟ ځواب دا دی: نور حیوانات چې کله ژبه کاروي دوی صرف آواز ایستلی شي او د دوی د ژبې کارول د دلایلو ویل ندي، چاته قناعت ورکول ندي، کوم شی تشریح کول او توضیح کول ندي. خو انسان بیا ژبه د همدې موخو لپاره کاره وي. کله چې انسان هم خبرې کوي او یا که داسې ووایو چې ژبه کاروي او د ده په ژبه ښورولو کښې پورتني اهداف نه وي پراته، نو بیا د ده خبرې هم مباحثه نه ګڼل کیږي، دا بحث مخکې تیر شوی دی او دلته یي بیا تفصیلي تکرار ته اړتیا نه لیدل کیږي. په لنډه توګه به داسې ووایو چې په مباحثه کښې د ژبې کارول یو خاص هدف تعقیبول دي او یواځې د آواز را ایستل او یا هم د کلماتو ګردان ندی.
د دې لپاره چې یوه کامیابه مباحثه وکړای شی، ستاسو لمړنی اړتیا دا ده چې د ژبې کارول وپیژنی. کومه ټولنه کښې چې ژوند کوی، او کومو خلکو ته چې غواړی قناعت ورکړی، خپل هدف، پلان او موخې ورته تشریح کړی، نو ستاسو لمړنی اړتیا داده چې د هغه قوم او خلکو په ژبه ځان سم پوه کړی. د هغوی د ژبې لوړې او ژورې ځان ته معلومې کړی او د دوی په خپله ژبه ورسره خبرې وکړی. په مباحثه کښې د کامیابی تر ټولو مهمه وسیله همدا ده. که د قرآن کریم د مباحثې طریقه په غور سره وڅیړی نو پوه به شی چې الله سبحانه و تعالی، د عربو د ژبې لوړې او ژورې ټولې کارولي دي. د توحید په اړه یې د دوی د ژبې په منطق خبرې ورسره کړي دي. استدلال يي د عربي ژبې ټولې ښکلاوې په غیږ کښې نیولي دي، په همدې دلیل، کله به چې لویو لویو عربو فصحاوو قرانکريم اوریده نو همدا د قرآني استدلال غښتلوالی ورته بس وو چې ایمان پرې راوړي.

تاسې چې د ژبپوهنې په اړه څومره ډیر معلومات را ټولوی، همدومره به د بحث په وخت کښې کامیاب وی، ستاسو لیکنې به ډیرې خوندورې او ګټورې وي.

تاسې په توره کولی شی چې یو قوم تسخیر کړی، اما د هغوی په فکرونو پادشاهي نشی کولی. خو، که یوه قوم ته، د ژبې په وسیله قناعت ورکړی، نو بیا يي په فکرونو پادشاهي کولی شی او تورې ته بیا اړتیا نه پیدا کیږي. اوس چې ژبه دومره مهمه ده نو راځی چې په اړه يي څو مهمو ټکو ته اشاره وکړو:
لمړی دا چې ژبه د انسانې ټولنې لپاره یوه اړتیا ده. د بشر په خلقت کښې ژبه یو مهم عنصر دی. انسان خبرې کوي او د بیان قوه لري. دا خبره دومره واضحه او څرګنده ده چې په دوو ګوتو نشي پټیدلی، نو په اړه يي ډیرو خبرو ته هم اړتیا نشته.

دوهم دا چې، ژبه په یوه ټولنه کښې قراردادي شکل لري او معمول شوي ده. نو که غواړې چې د یوه قوم سره خبرې وکړې، دهغه قوم د قراردادي ژبې په وسیله ورسره خبرې کوه. د دوی په ژبه کښې نوښتونه ستا کار ندی. ستا هدف دادی چې په یوه خاصه مسله باندې ، د دې قوم قناعت حاصل کړې. نو په هغه شکل ورسره خبرې کوه چې دوی پرې پوهیږي. ته، د ژبې د تغیر هدف نلري او نه هم دا وړتیا لرې، ځکه چې، په قومونو کښې د ژبو د تغیر پروسه د نسلونو د عمر څخه هم اوږده او بطي ده. که نشې کولی چې د یوه قوم د قراردادي ژبې مطابق بحث وکړې، نو زحمت مه وباسه او به بحث کولو باندې، خپل وخت او د هغه قوم وخت مه ضایع کوه. د موضوع د لا واضح کولو لپاره یو مثال وړاندې کوم، لږ رسوا غوندې دی، خو موضوع ښه روښانه کولی شي: د افغانستان په اطرافو کښې د پښتنو په ځینو سیمو کښې خلک وړو ته ( ماشومان) نه وايي بلکه د (حیوانان) کلمه کاروي. دا کلمه که څه هم ښه کلمه نده خو اوس یوه منل شوي کلمه ده. نو کله چې دغو خلکو سره بحث کوی نو د حیوانانو کلمه د ماشومانو لپاره کارول کیږي. همدارنګه ځینې پښتانه خپلې ښځې ته کډه وايي حال دا چې په اصل کښې (کډه) د فارسي (کوچ) په معنی ده، خو اوس دا کلمه منل شوي ده، او تغیر یي داسې اسان کار نه ښکاري. نو بهتره دا ده چې بحث په وخت کښې د ژبې قراردادي بڼې ته پام وکړو.

د ژبې د قراردادې جنبې لپاره ځینې محدودیتونه هم شته چې دلته یي څو مهمو ته اشاره کوو:

لمړی – ژبه یواځې د بیان وسیله ده او د یوه شي په ماهیت کښې تغیر نشي راوستلی. مثلا: ویل کښې کيږي چې په یوه محکمه کښې یوه مدافع وکیل د شاهدي ورکوونکي نه پوښتنه وکړه چې آس څو پښې لري؟ شاهدي ورکوونکي ځواب ورکړ چې آس څلور پښې لري. بیا مدافع وکیل پوښتنه وکړه چې، که د آس لکۍ هم، پښه وبولو نو بیا به آس څو پښې ولري؟ شاهد ځواب ورکړ چې بیا به پنځه پښې ولري. مدافع وکیل ورته وویل چې.، نه، لکۍ ته صرف پښه ویل له هغې نه پښه نشې جوړوی. پدې مثال کښې دې خبرې ته اشاره ده چې که یوه ټولنه یوه شي ته کومه کلمه وکاروي دا د هغه شي د بیان لپاره ده او د هغه شي ماهیت نشي تغیرولی. نو که یو قوم هر څومره ووایي چې آس پنځه پښې لري او د هغه لکی هم پښه حساب کړي، دا امکان نلري او دا ډول قرارداد نشي رامینځ ته کیدای.

دوهم ـ دا چې ژبه یوه اجتماعي پدیده ده. ژبه په اجتماع کښې نمو کوي او تکامل ته رسیږي. نو د ژبې قراردادې جنبه باید د ټولنې په خوښه وي. که د ژبې قراردادې جنبه د اجتماع په خوښه نه وي او یا دا چې اجتماع یوه خاصه اصطلاح نور نه غواړي چې وکاروي نو بیا دا اصطلاح قراردادي نشي پاتې کیدای.

دریم – د ژبې ګرامر هم د ژبې د قراردادي جنبې په وړاندې یو لوی محدودیت دی. ځکه چې ډیری معمول او قراردادي اصطلاحات د یوې ژبې د ګرامر له نظره سم ندي.

همد ارنګه، د ژبې کارونې په وخت کښې د خبرو کولو به طرز هم ځان پوه کړې. د آواز ټیټوالی او جګوالی، د لهجې مراعات، احترام او نزاکت مراعتول… او داسې نور، ټول هغه ټکي دي چې د مباحثې په کامیابی او ناکامی کښې لوی رول لوبوی شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب