خپله میرمن په دویمه ښځه (بن) تهديدول

يوه غټه ستونزه چې د كورونو د ويجاړيدو لامل ګرځي دا دي چې ځيني سړي خپله  مېرمن  په دویم واده تهديدوي هغه وېروي او تل ورته وايي چې زه دویم واده كوم .

دویم واده یو اخطار:

په دې كې هيڅ شك نشته چې دغه شان اخطارونه د  ښځې  په روحیه ډېره بده اغيزه كوي او تل يى غمجنه كوي كوم چې د كور په چاپيريال ډير بد اثر پريږدي ځكه هغه تل د پريشانۍ په حالت كې ژوند كوي او په پایله کې داسي كارونه ورڅخه ترسره كيږي چې د كورنۍ ژوند تریخ کړي زيان ورته رسوي او ډیری ستونزی پيدا كوي.
ځيني سړي خپل دغي عمل ته د جواز په سترګه ګوري او فكر كوي چې ګويا دغه شان اخطارونه او تهديدونه د مېرمن د لاري ته راوستلو او د هغي د عيبونو د اصلاح لپاره ضروري او اغيزمن دي .
او ځيني نور صرف د انتقام او د ضد لپاره خپله  مېرمن  په دوهمه ښځه  تهديدوي او دا هغه سلوك دي چې د حسن معاشرت منافي دي ځكه كله چې سړي له خپل دغه شرعي حق څخه د انتقام يوه وسيله جوړه كړي نو همدغه وي چې  ښځه  دومره حساسه شي چې بيا پر دغه شرعي حق اعتراض كوي .
اوهغه سړي په غلطه دي كوم چې دا ګومان كوي چې دغه طريقه د ښځې  د تاديب لپاره ښه وسيله ده او د سړي دغه عمل په ښځه ډير منفي اثر اچوي او هغه هميشه په خپل كور كي د بي امنۍ او عدم استقرار احساس كوي.

د خاوند مسولیت:

نو پكار دي چې خاوند همېشه د خپلې  ښځې  په هکله د الله تعالي څخه وويريږي او د خپلې  ښځې  د احساساتو او مشاعرو احترام وكړي او په دې پوه شي چې ښځه په دي معامله كې ډيره غيرتي وي .
او كه چيرته سړي غواړي چې په ريښتيا بل واده وكړي نو پكار نده چې هغي څخه د تهديد او اخطار وسيله جوړه كړي بلكه په ډيره مناسبه طريقه دا كار وكړي تر څو ښځه اذيت نشي، دلته  يوي خبري ته اشاره ضرور ده او هغه دا چې ښځه هم په دي مسئله كي بايد په يو څو حقيقتونو ځان پوه كړي :

څو حقیقتونه:

لومړي دا چې تعدد زوجات يا له يو څخه زيات ودونه الله تعالي سړي ته روا كړي او الله تعالي هاغه څه جايزوي په كوم كي چې د انسان لپاره د دنيا او اخرت صلاح او خير وي نو پكار ده چې ښځه د الله تعالي دغه حكم تسليم  او په هغي راضي اوسي.
دویم دا چې كه سړي دوهم واده كوي د دې معني دا نه ده چې ګويا په اوله ښځه كي کوم کمی يا کوم عيب دي بلكه دا د دي حق يو غلط فهم دي .
دريم دا چې ښځه بايد د تعدد د حكمتونو څخه ځان خبر كړي او له دغي حكمتونه څخه ځيني په لاندي ډول دي:

د تعدد زوجات حكمتونه:

اول: د سړي طبيعت د  ښځې  له طبيعت سره توپير لري او هغه داسي چې د سړي اړتيا  ښځې  ته د  ښځې  په نسبت سړي ته زياته وي او د ژوند تر اخر د توليد نسل وړتيا لري ددي برعكس ښځه تر پنځوس كلنۍ پوري دغه استعداد لري ، نو په داسي حالت كي كه چيرته ښځه د خپلي  ښځېنه   وظيفي د انجامولو څخه عاجزه وي نو ايا دا به بهتره وي چې سړي خپل ضرورت د حرامو له لاري پوره كړي او له پرديو ښځو سره ناروا اړیکی ولری او كه بل واده وكړي او خپل ځان له ګناه څخه په روا او حلاله طريقه وژغوري؟
دويم: ځيني وخت داسي هم كيږي چې ښځه شنډه وي اولاد نشي پيدا كولي او يا په داسي مرض مبتلا وي چې ورڅخه نه رغيږي او غواړي چې خپل خاوند سره ژوند تير كړي پداسي حال كي  سړي  د اولاد رغبت لري او غواړي چې داسي ښځه يې وي چې د هغي د كور چاري په ښه طريقه پر مخ يوسي نو ايا دا به بهتره وي چې ټول عمر د دغي مريضي  مېرمن ي سره په اذيت كي تير كړي او كه دا به بهتره وي چې بل واده وكړي او ځان له اذيت څخه وژغوري؟
دريم: كله داسي هم كيږي چې د سړي كومه نيږدي خپلوانه يا كونډه وي او يا طلاقه شوي او په داسي حالت كي هيڅوك هم تيار نه وي چې هغي سره واده وكړي او نه يي د كفالت څوك  وي نو له هغي سره واده وكړي تر څو د هغي تكريم وشي.
څلورم: تعدد ازواج د كونډو او مطلقو د مشكلاتو حقيقي حل دي ځكه چې  كه كومه ښځه په ډيره ځوانۍ كي كونډه يا طلاقه شي نو ډيره به مشكله وي چې خپل پاتي ژوند يواځي تير كړي  نو كه څوك له هغوي سره واده وكړي نو د هغوي لپاره به ډيره بهتره وي او د هغوي د كفالت ښه طريقه وي.
نو د دي لپاره تعدد زوجات يا له يو څخه زيات ودونه د نجات هغه كشتۍ ده چې الله تعالي د دغي ستونزو لپاره روا كړي.

هوښياره او عقلمنده میرمن:

هوښياره او عقلمنده میرمن  هغه ده چې خپل  ښځېنه طبيعت او غيرت په خپل ځان غالبه نكړي بلكه د الله تعالي حكم ته غاړه كړي تر څو الله تعالي ورڅخه راضي شي او هميشه بايد دا په ذهن كې وساتي چې كله هغه هم د هغه مجبورې  ښځې  په ځاي كيدلي شي  چې يا يي خاوند وفات شوي او يا طلاقه شوي او هغه به كله هم د ځان لپاره په دې راضي نه وي چې هغه دې بې كفالته پاتي شي نو هغه څنګه د خپلي خور لپاره په دې راضي كيدلي شي پداسي حال كي چې هغه ډيره ضرورتمنده وي.

نو اي مسلمانې خوري:
په دی پوه شه كه چيرته ته د خپل خاوند سره په دی كار كي مرسته وكړي تر څو هغه خپل ځان له ګناهونو څخه وژغوري نو دا به تا لپاره يوه لويه نيكبختي وي كه ته د خپل خاوند د عفت وسيله جوړه شي او خپل ځان لپاره د جنت دروازي خلاصي كړي .
د دي مقصد دا نه دي چې سړي هرو مرو بايد دوهم يا له يو څخه زيات ودونه وكړي ، ځكه چې هر څوك په خپل حالت تر نورو ډير پوهيږي دلته مقصد صرف دومره دي چې په دي موضوع رڼا واچوو چې دا يو جايز كار دي .

سړي هم بايد په دې پوه شي چی:

كه چيرته له يو څخه زيات ودونه كول غواړي بايد له تلوار  څخه كار وانخلي او لدی ځان وژغوري چې ستا بل واده له اولي  مېرمن ي لپاره د ضرر او تكليف سبب نه وي لكه څنګه چې اكثره سړي كوي او كه چيرته په دې پوه شي چې دغه عمل به يي د فساد او ضرر وسيله جوړيږي بايد په يوه  مېرمن ه اكتفاء وكړي.
او په اخر كي!
كه چيرته له يو څخه د زياتو ودونو رغبت نه لرې نو خپل  مېرمن  مه اذيت كوه  له الله څخه وويريږه او په بله واده يي مه تهديدوه له هغي سره په ډير ادب او احترام تعامل كوه.

ساجده عبدالباقي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب